شاته

طالبان وایي د ښځو پر سینګار ډېر خرڅ لګېده ځکه یې بندوي، افغانان وایي طالبان پر ښځو بندیز ته پلمې لټوي

واشنګټن ــــ د طالبانو حکومت وایي د ښځو سینګارځایونه ځکه بندوي چې د افغانستان لوېدلي اقتصاد ته په کتو پکې د ښځو پر سینګار ډېر خرڅ لګېږي، افغانان وایي طالبانو په دې کار سره په زرګونو ښځې له کاره محرومه کړې چې وایي ډېرې یې د ګټې وټې بل څوک هم نه لري.

د طالبانو د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت د خپل مشر هبت الله اخوندزاده په امر د سینګارځایونو د بندولو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړې او ویلي دي چې د دغو سینګارځایونه ځینې کارونه د شریعت خلاف وو.

د وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یو ویډیویي پیغام کې ویلي، چې په دغو سینګارځایونو کې د ښځو پر سینګارونو ډېر خرڅ کېده چې وایي افغانستان یې په دې ناوړه اقتصادي حالت کې توان نه لري:

"هلته ډېر زیات اصراف وو او د زلمي [زوم] پر کور باندې ډېر زیات بوج وو، چې پیسې ترې اخیستل کېدلې. دویم دا چې هلته د شریعت له اړخه دا جایزه نه ده، چې یو انسان ته د نورو وېښتان د زینت لپاره لګول کیږي هلته ښځو ته نور ویښتان لګول کېدل او درېیم دا چې هلته د ښځو وروځې ایستل کیږي، چې دا د شریعت سره څرګند مخالفت دی".

خو افغانې ښځې وایي چې په سینګارځایونو کې یواځې هغه ښځې نه سینګارېدې چې ودونه یې کېږي بلکې هره ښځه د نارینه وو غوندې اړتیا لري چې وخت په وخت وېښتان جوړ کړي یا سینګار وکړي ځکه چې وایي هره ښځه په خپل کور کې دا کار نه شي کولای.

وي او اې ډیوه د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ټویټر د ښځو پر سینګارځایونو ځانګړی «سپېس» کړی وو، چې کوربه یې پیر زبېر شاه وو. د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخېل په دې سپېس کې د طالبانو پر دې پرېکړه سختې نیوکې وکړې.

شینکۍ کړوخېل وویل چې په افغانستان کې د افغانې ښځې پر ژوند هره ورځ یو نوی بندیز لګېږي او له هغې کار روزګار او هر مصروفیت اخیستل کېږي. مېرمن کړوخېل وایي نه پوهېږي طالبان ولې پر داسې مسایلو کار لري چې باید ویې نه کړي، وایي هغوی هره ورځ‌ یوه لاره پیدا کوي چې څنګه پر ښځو هر اړخ را تنګ کړي:

"زه نه پوهېږم د ښځو سینګارخانه یا آرایشګاه د دوی لپاره څه مشکل لري او دوی ولې پرې بندیز لګولی. څنګه چې نارینه سلماني [د نایي دوکان] لري ښځې هم کولای شي سینګار وکړي، دا خو کوم غلط یا نامشروع کار نه دی".

په دې سپېس کې نورو افغانو ښځو او نارینه وو د طالبانو ټولې هغه تګلارې وغندلې چې په بنیاد یې د ښځو ژوند محدود شوی او هغوی یې له اعلی تعلیم، کار، سیاست او هر ولسي فعالیته منع کړې دي.

د افغانو ښځو او نجونو او د بشري چارو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د طالبانو له خوا د ښځو پر سینګارځایونو بندیز د هغو ښځو کارونو ته زیان رسوي چې د کورنیو لپاره روزي ګټي. رینا امیري د جولای پر پینځمه پر خپل ټویټر لیکلي:

"له کوره بهر د ښځو لپاره د محدودو ځایونو په لړ کې، دغه بندیز یو بل ځای هم بندوي او افغانستان په یوه بې رحمه او په نړۍ کې [په] ډېر منزوي [یواځې] شوي ځای اړوي".

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر د جون پر څلورمه رسنیو ته ویلي وو، چې د ښځو سینګارځایونو ته په یوه میاشت کې دننه د بندېدو امر شوی او که چا له دې امره سرغړونه وکړه په ضد به یې قانوني ګامونه واخیستل شي.

تر اوسه په کره ډول څرګنده نه ده، چې د طالبانو د حکومت په دې اقدام سره به څومره ښځې له اقتصادي پلوه زیانمنې شي، خو د افغانستان د ښځینه سينګارځایونو د ټولنې مشرې میرمن نادیه سلطاني خبریالانو ته ویلي، په ټول افغانستان کې تر 12 زرو پورې د ښځو سينګارتونونه فعالیت کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00