شاته

پاکستان کې افغان کډوال: د پیژندپاڼو تاریخ مو تیر دی، پولیس مو ځوروي

د پاکستان په پنجاب ایالت کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي چې د پاکستان حکومت لخوا دوی ته د ورکړل شوو پېژندپاڼو تاریخ تېر شوی، چې له امله یې دوی د پولیسو له خوا د ځورونې او ډیرو نورو ستونزو سره مخامخ دي.

د پنجاب په میاوالې کې مېشت قدعلي څدراڼ چې د کډوالۍ د پیژندپاڼې یا "پي ار کارډ" موده یې ختمه شوې ده، وايي: "چې هر چېرته ځو په هر ځای کې موږ ځورول کېږو. په هوټل کې اطاق نه راکول کېږي. یو بل ځای ته موږ نشو تللای، موږ په هر ځاې کې تنګول کېږو."

افغان کډوال وايي، چې کډوالو ته ورکړل شوي دغه کارتونه د دوی ټولې ستونزې نشي حل کولی، خو بېا هم د دوی د کډوالۍ یو ثبوت دی.

کډوال نواب خان کوچی وايي، د کارتونو د تاریخ تېرېدو له امله د ستونزو سره مخ دی. هغه وايي: "زنانه راسره وي، مثال د خبرې، که ایمرجنسي وي، بېا پاکستانی ورته را وغواړو، هغه ضمانت ورکړو، د ګاډي والا مو په عذابوي، د موټر اخیستل نشته، موټر سایکل نشته، د ځمکې اخیستل نشته."

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (یو این ایچ سي ار) دفتر وايي د ستونزې د حل لپاره د پاکستان د حکومت سره په اړیکه کې دي. خو افغان کډوال دغه دفتر له دوی سره په مرستې نه کولو تورنوي.

افغان کډوال مومن خان ځدراڼ وايي: "د کارتونو په هکله مو د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د دفتر سره اړیکې ونیولې، دوی موږ ته څه جواب ندی راکړی، چې دغه جوړیږي او که نه جوړیږي، باید دوی موږ ته ځواب راکړي."

په پاکستان کې د یو این ایچ سي ار ویاند قیصر خان اپریدی وايي، دوی پدې اړه د حکومت سره په اړیکه کې دي او د پاکستان د اړوند وزارت لخوا فدرالي کابېنې ته وړاندیزونه ورکړل شوي دي.

اپریدی امریکا غږ ته وویل: "د کورنیو چارو وزارت او ایالتي حکومتونو ته هم لیکونه لېږل شوي او ورڅخه غوښتل شوي چې تر څو پورې دغه کارتونه نه وي نوي شوي، دوی دې د افغان کډوالو په وړاندې هیڅ ډول اقدام نکوي."

په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغان کډوال راجستر دي او د کډوالو د چارو ادارې وايي، په دغه هېواد کې د بې اسناده افغان کډوالو شمېر له دې هم زیات دی.

په میاوالې کې مېشت افغان کډوال پداسې حال کې د کډوالۍ د پېژندپاڼو د نويو کولو غوښتنه کوي، چې له څه مودې راهېسې په پاکستان کې افغان کډوال د پولیسو لخوا د دوی د ځورولو څخه شکایتونه کوي.