شاته

د ناټو مشران د چین پر وړاندې د یو روښانه دریځ پر سر خبرې کوي

ټاکل شوې چې د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان (ناټو) مشران راتلونکې اوونۍ دن دې تړون د مشرانو په غونډه کې چې د لیتوانیا په پلازمینه ویلنیوس کې جوړیږي، د چین په وړاندې یو روښانه دریځ غوره کړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، د روان میلادي کال په لومړیو کې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې وویل چې، په اوکراین کې جګړه او د تایوان په تنګي کې تاوتریخوالی له جغرافیایي پلوه سره بیل دي، خو له جیوپولیټیک پلوه دواړه موضوعات سره تړلي دي.

ستولتنبرګ زیاته کړه: "که ولسمشر پوتین د اوکراینپه جګړې کې بریالی شي، دا وضعیت به دا پیغام ورکړي چې استبدادي رژیمونه کولی شي د زور له لارې خپلې موخې ترلاسه کړي چې ډ‌یر خطرناک دي. بیجینګ دا ټول له نږدې څاري او له دې څخه زده کړه کوي چې کیدای شي ددغه هېواد پر راتلونکي پریکړو اغیزه وکړي. "

نوموړي وویل: " که چیرې د چین ولسمشر، شي جینپنګ په تایوان د برید پریکړه وکړي، نو دا به امریکا او ناټو هم په دغه جګړې کې ښکیل کړي..... ددې احتمال لپاره باید د ناټو د تړون غړي پلانونه ولري."

د ناټو په سرمشريزه کې چې تېر کال د هسپانيې په پلازمېنه مادريد کې جوړه شوه، د دغه تړون د سټراټيژيکو وړاندوينې پر بنسټ، چين د اروپايي هېوادونو د امنيت لپاره، د سيسټماتيکو ننګونو د لوی لامل په توګه اعلان شو.

ناټو د ویلنیوس په سږنۍ سرمشریزه کې چې د روان کال د جولای په ۱۱ او ۱۲مه نېټه جوړیږي، ددې اړتیا ویني چې یاده وړاندوینه په عملي اقداماتو تفسیر کړي.

د تایوان مسلې او د بیړیو د ازاد حرکت هاخوا، ناټو د اروپا په مهمو بسنټونو کې د بیجینګ د مخ په زیاتیدونکي نفوذ په اړه په تیره بیا د جي-۵ چټک انټرنټي شبکې او د هغې نفوذي فعالیتونو په اړه اندیښنه لري.

د اتلانتیک شورا څیړونکې اینکا اګاچي امریکا غږ ته په دې اړه وویل:"د سایبري فعالیتونو سربیره ... او په ټولیزه توګه په اروپا کې د چین سیاسي نفوذ، یو مخ په زیاتیدونکی انديښنه ده."

د هند، پاسفیک هېوادونو او ناټو ترمنځ همکاري

استرالیا، جاپان، نیوزیلنډ او سویلي کوریا چې د هند- پاسفیک په سیمه کې د ناټو تړون ملګري هېوادونه دي او تېر کال د ناټو په سرمشریزه کې یې ګډون درلود، سږ کال به هم د وېلنیس په سرمشریزې کې حضور ولري.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي امریکا غږ ته د ناټو په راتلونکې سرمشریزې کې د دغو هېوادونو د ګډون د اهمیت په اړه وویل:"د هند- پاسفیک هېوادونه د چین له ولسي جمهوریت سره د اړیکو په برخه کې خپلې ځانګړې تجربې لري او کولای شي په دې ناسته کې خپل ځینې مهم وړاندیزونه شریک کړئ."

په داسې حال کې چې د ناټو غړي هېوادونه د چین د ننګونو په اړه یوه خوله دي، خو ددغه تړون د غړو هیوادونو ترمنځ دغو ننګونو ته د رسیدګي په موخه د نظر توپیر شتون لري.‌

دغه توپیر ددې لامل شوې چې د چین د ګواښونو په وړاندې، یوه همغږي تګلاره له ستونزو سره مخ شي،‌ ځکه ګڼ شمېر اروپايي هېوادونه د بیجینګ پر پانګونې او سوداګرۍ تکيه لري.

د اروپايي ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، چين د اروپايي هېوادونو د صادراتو په سلو کې لس او د وارداتو څه باندې شل سلنه برخه جوړوي.