ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کرکټ؛ افغانستان سري لانکا ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه

د افغانستان او سرِي لانکا تر منځ د کرکټ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه د جمعې په ورځ جون دوهمه (غبرګولي ۱۲) په شپږ ویکټو افغانستان وګټله.

02.06.2023 امریکا غږ

عبداللهیان: د هلمند سیند د اوبو ویش په اړه له طالبانو سره خبرې ښې روانې دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي چې هېواد یې د هلمند سیند د اوبو د ویش (حقابې) پر مسلې د طالبانو له حکومت سره په خبرو بوخت دی او دا خبرې ښې روانې دي.

02.06.2023 امریکا غږ

يو اېن اېچ سي آر: د پېسو په بدل د مهاجر کارډونو يا اسنادو چمتو کوونکو څخه محتاط اوسئ

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] ويلي، راپورونه یې ترلاسه کړي ځينې کسان د يو اېن اېچ سي ار د کارډونو او اسنادو چمتو کولو ادعاوې کوي او د پېسو په بدل کې د خلکو مرستې کوي خو ادارې ويلي د دوی او ملګرو لخوا چمتو شوي ټول خدمتونه یې ويړيا دي.

02.06.2023 ډیوه

د امریکا د کانګرس 18 غړي پر طالبانو د بندیزونو نوې قانوني مسوده وړاندې کوي

واشنګټن ــــ د امریکې د سېنټ د بهرنیو چارو د کمېټۍ یو اعلی مشر او د کانګرس 17 نور غړي پر طالبانو د بندیزونو یوه نوې قانوني مسوده وړاندې کوي، چې مقصد یې له طالبانو سره د ترهګرۍ، د بشري حقونو د سرغړونو، د نشه یي موادو د قاچاک او نورو مسایلو په برخه کې د حساب کولو بندیزونه شامل دي. دغه قانوني مسوده چې «پر طالبانو د بندیزونو قانون» نوم ورکړل شوی د مې پر 31مه د سېنټ د بهرنیو چارو د کمېټۍ پر ویبپاڼه خپره شوې او سنېټر جیم ریش به یې د خپلو اوولسو ریپبلکن همکارانو په استازیتوب کانګرس ته وړاندې کوي. سنېټر جیم ریش امریکا نه شي کولای یواځې د طالبانو په غندلو دا تمه وکړي چې هغوی به بدل شي، وایي "له بده مرغه" د طالبانو د ناوړه چلند په کمولو کې د بایډن د ادارې غبرګون پاته راغلی دی: "په 2021م کال کې د کابل له سقوط راهیسې طالبانو د افغانستان ښځې، اقلیتونه او ځوانان تر جبر لاندې ساتلي، په سخته اړتیا کې یې له افغانانو سره د مرستو مخه نیولې، د سیاسي ګټو لپاره یې یرغمل کړي او افغانستان یې یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدلېدو ته پرېیښی دی". طالبانو لا تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه غبرګون نه دی ښکاره کړی، خو مخکې یې ویلي چې دا ډول بندیزونه ګټه نه کوي او دوی غواړي د امریکې په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې ولري. نړۍ له طالبانو سره د ښو اړیکو او رسمیت پېژندنې لپاره پر ښځو د بندیزونو لرې کول او د ټولشموله حکومت په ګډون بشري حقونو ته درناوی غواړي. دغه قانوني مسوده چې پر طالبانو پکې په ښځو باندې د تشدد په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو له کبله د بندیزونه غوښتنه شوې که منظوره شي د طالبانو تر ولکې لاندې ملکیتونو کې ټولې راکړې ورکړې بندې او منع کړي او امریکې ته د هغوی د راتګ لپاره به ټولې ویزې او نور اسناد ناکاره کړي. سنېټر جیم ریش وایي د امریکې له وتلو او د طالبانو له واکمنېدو سره افغانستان په یو "رټلي هېواد" بدل شوی دی او وایي د امریکې تګلارې باید دا حقیقت وښیي: "څنګه چې طالبان هڅه کوي په ملګرو ملتونو کې د یو قانوني حکومت په توګه په رسمیت وپېژندل شي، زه ویاړم داسې قانون وړاندې کوم چې ټینګار کوي دا اوسنی ولاړ حالت د منلو وړ نه دی او د طالبانو د چلند لپاره ریښتینې سزا ټاکي. زه هیله لرم کمیټۍ به دا قانون ژر تر ژره منظور کړي". دا قانوني مسوده له طالبانو غواړي چې د نورو بندیزونو د مخنیوي لپاره دې د القاعده په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې وشلوي، د امریکا او شریکانو په خلاف دې د ترهګرو حملو لپاره د افغانستان د خاورې د کارول کېدو د مخنیوي، ترهګرو ته د پناه ځایونو او روزنې نه ورکولو لپاره د تایید وړ ګامونه واخلي. قانوني مسوده وایي طالبان دې بشردوستانه ډلو ته له اغېزمنو افغانانو سره د مرستو پوره لاسرسی ورکړي، هغو افغانانو ته دې اجازه ورکړي چې غواړي له هیواده ووځي او د بشري حقونو، د ښځو حقونو او د مطبوعاتو د ازادۍ درناوی دې وکړي. طالبان چې 2021م کال په اګست کې بیا پر افغانستان واکمن شوي د پخوانیو ژمنو خلاف یې د ښځو او نجونو پر اعلی تعلیم او د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په سرکاري او غیرسرکاري ادارو کې د هغوی پر کار بندیزونه لګولي، له تفریحي پارکونو، حمامونو او سپورټ کلبونو یې منع کړې دي.

02.06.2023 ډیوه

راناثنا الله وایي عمران خان سره يواځې د وزیراعظم شهباز شریف مذاکرات کېدی شي

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي، "که سنجيده مذاکرات غواړئ نو هغه یواځې د وزیراعظم شهباز شریف سره کېدی شي".

02.06.2023 ډیوه

کرکټ؛ سري لانکا افغانستان ته د ۲۶۹ منډو هدف ټاکلی

د افغانستان او سري لانکا تر منځ د کرکټ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړنۍ لوبه کې د جمعې په ورځ جون دوهمه (غبرګولي ۱۲) کوربه ټیم افغانستان ته د ۲۶۹ منډو هدف وټاکه.

02.06.2023 امریکا غږ

ترکیه کې ډیرو افغانانو د رستورانتونو پرانیستلو ته مخه کړې

په دې وروستیو کې په ترکیه کې د میشتو افغانانو ترمنځ ډیرو یې د رستورانتونو پرانیستلو ته مخه کړې ده.

02.06.2023 امریکا غږ

ناهیلۍ کې نڅا؛ د طالبانو د مشر څرګندونو پر وړاندې سمبولیک اعتراض

د افغانستان د مقتدرو ښځو د خوځښت غړو او ځینو نورو معترضو ښځو، د ښځو په اړه د طالبانو د مشر وروستیو څرګندونو په وړاندې د اعتراض لپاره په " ناهیلۍ کې نڅا" تر عنوان لاندې د بندو دروارو شاته یوه اعتراضي غونډه وکړه.

02.06.2023 امریکا غږ

امریکا د ایران د سپاه پاسدارن په پنځو غړو او قدس ځواک په یو سازمان بندیز ولګوه

د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ جون لومړۍ (جوزا ۱۱) په یو لړ «تروریستي توطیو» کې د لاس لرلو له کبله د ایران د سپاه پاسداران په پنځو غړو او د دغه هېواد د قدس ځواکونو په یو سازمان بندیز ولګوه.

02.06.2023 امریکا غږ

د پاکستان د سټیټ بینک د بهرنیو اسعارو ذخېرې یوازې 4 اربه اؤ 9 کروړه ډالر پاتې شوي دي

د پاکستان دولتي بینک وایي د بهرنیو اسعارو ذخیرې یې نورې هم کمې شوي اؤ 4 اربو اؤ 9 کروړو ډالرو ته راکوزې شوې دي. پخپل تازه رپورټ کې سټیټ بینک ویلي په 26م مئ پای ته رسېدلې کاروباري اوونۍ کې د بهرنیو اسعارو ذخیرو کې د21.81 کروړو ډالرو کمی راغلی دی. د بینک له مخې د ملکي زرمبادلې مجموعي ذخیرې تر26م مئ پورې 9 اربه اؤ 51 کروړه پاتې شوې دي. رپورټ وایي د سټیټ بینک ذخیرې 10.23 کروړه ډالر راکمي شوي اؤ‌ 4 اربه اؤ 9 کروړه ډالر پاتې شوي دي. همدا شان د کمرشل بینکونو ذخیرو کې هم د 11.58 کروړه ډالرو د کمي خبر ورکړل شوی اؤ ویل شوي چې اوس د کمرشل بینکونو سره 5.42 اربه ډالر په لاس کې دي. دا په داسې حال کې ده چې مطبوعات وایي د آی اېم اېف لخوا پاکستان ته د پور د پاتې پیسو ورکولو امکان په ختمېدو دی. په 30م جون د آی اېم اېف لخوا پاکستان ته دپور د6.5 بلینه ډالرو ورکولو موده په داسې حال کې سرته رسي چې لا هم په دغو پیسو کې پاکستان ته 1.3 اربه ډالر د آی اېم اېف لخوا نه دي ورکړل شوي. مطبوعات وایي په راتلونکي مالي کال کې پاکستان ته د25 اربو ډالر ستنول ورپه غاړه دي اؤ که چرې آی اېم اېف ورله پور ورنه کړي نو پاکستان به په اقتصادي توګه دیوالیه شي. خو د خزانې وزیر اسحاق ډار تېره ورځ اسلام اباد کې د صنعت کارانو یوې ډلې سره خبرو کې ویلي چې نه خو به پاکستان دیوالیه کیږي اؤ نه به په کې د سریلنکا په څېر حالات رامنځته کیږي. اسحاق ډار ویلي "مونږ ټول به په ګډه هیواد د معاشي ستونزو نه وباسو اؤ د دایمي پرمختیا لیکې ته به یې سموؤ". هغه ویل دا مهال چې هیواد د کوم مشکل وخت نه تېریږي حکومت به د ټولو شراکت دارو سره په ګډه په دې ستونزو قابو مومي.

02.06.2023 ډیوه

د بشري حقونو فعال اؤ قانون پوهه جبران ناصر وسله والو د کراچۍ نه تښتولی دی

په پاکستان کې د بشري حقونو د وتلی فعال اؤ قانون پوهه جبران ناصر مېرمنې منشا پاشا ویلي خاوند یې د کراچۍ څخه نزدې 15 کسانو تښتولی دی. په سوشل میډیا خپور شوي خپل یو ویډیو بیان کې د جبران ناصر مېرمنې ویلي په ډبل کین ویګو ګاډي کې نزدې 15 کسان په جبران ناصر پسې راغلي وؤ چې تمانچې ورسره په لاسونو کې وې "هغوی زمونږ د ګاډي مخه ونیوله اؤ جبران ناصر یې دځان سره بوتلو". د بشري حقونو تنظیمونو،سیاسي اؤ مدني فعالانو اؤ مشرانو د جبران ناصر د تښتول کیدو په اطلاعاتو ژورې اندېښنې ښودلي اؤ دهغه د سمدستي خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده. د بشري حقونو فعال اؤ قانون پوهه جبران ناصر زیاتره وخت پخپلو ویناګانو اؤ ټولنیزو رسنیو کې پاکستان د پوځ اؤ استخباراتي شبکو په تګلارو کلکې نیوکي کوي اؤ هم په جبر د لادرکه کسانو لپاره وخت په وخت غږ پورته کوي. د پاکستان د بشري حقونو کمیشن پخپل یو بیان کې د جبران ناصر د تښتول کیدو په اطلاع سخته اندېښنه ښودلې اؤ غوښتنه یې کړې ده چې هغه دې باید په سمدستي توګه په خوندي توګه راخلاص کړل شي. د بشري حقونو کمیشن پخپل بیان کې غوښتنه کړې ده چې د جبران ناصر تښتوونکي دې د قانون له مخې محاکمه شي. په ټولنیزو رسنیو ګڼ شمیر سیاسي مشرانو ، د بشري حقونو فعالانو اؤ دمدني ټولنې غړو دجبران ناصر تښتونه غندلې ده اؤ غوښتنه یې کړې ده چې هغه دې زر تر زره پرېښودل شي. د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مهم مشر شهباز ګل په ټویټر لیکلي جبران ناصر مدام دقانون اؤ انصاف خبره کړې ده ،دهغه کورنۍ دا وخت سخته په درد اؤ تکلیف کې ده، د ریاست ذمه واري ده چې هغه خوندي وساتي . شهباز ګل دهغه دتښتول کیدو عمل په کلکه غندنه کړې ده اؤ غوښتنه یې کړې ده چې جبران ناصر باید په سمدستي توګه خوشې کړل شي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د جبران ناصر دتښتونې تور په ریاستي ادارو پورې کړی اؤ ویلي یې دي چې په ناقانونه توګه دجبران ناصر پورته کول اؤ لاپته کول دافسوس وړ دي. په ټویټر ښاغلي پښتین تور لګولی چې په شمالي وزیرستان کې هم دپي‌ ټي‌ ایم مشران پوځ پورته کړي دي. هغه لیکلي دسیاسي اؤ ټولنیزو فعالانو تښتول، په هغوئ تشدد کول اؤ ویرول اوس پاکستان کې ورځنی معمول جوړ شوی دی. په دې وروستیو کې دپاکستان دننه دپوځ په تګلارو د تنقید کوونکو خبریالانو،سیاسي اؤ مدني فعالانو د تښتولو اؤ ځورولو لړۍ چټک شوې اؤ یو شمیر خبریالان اؤ مدني فعالان دنامعلومو وسله والو له لوري تښتول شوي هم دي. دپاکستان یو خبریال ارشد شریف چې دتحریک انصاف ګوند په پلوۍ یې دپوځ په تګلارو نیوکې کولې تېر کال داکتوبر په 24مه په کېنیا کې دپولیسو لخوا په شکمن ډول وژل شوی ؤ . همدا شان تېره میاشت دپاکستان یو بل خبریال عمران ریاض دپولیسو لخوا نیول شوی ؤ اؤ کله چې له زندان نه خوشې کړی شو نو نامعلومو وسله والو وتښتولو چې تر ننه لادرکه دی. دسمیع ابراهیم په نوم یو بل خبریال هم تېره میاشت له کوره پورته کړل شوی ؤ خو بیا وروسته یې کورنۍ وویل چې هغه خپل کور ته رارسیدلی خو دا یې ونه ویل چې سیمع ابراهیم چا اؤ ولې تښتولی ؤ؟

02.06.2023 ډیوه

د سویس پارلمان اوکراین ته د وسلو د انتقال وړاندیز رد کړ

د سویس پارلمان د استازو مجلس د پنجشنبې په ورځ جون لومړۍ (جوزا۱۱) اوکراین ته د سویس ساخت وسلو د انتقال وړاندیز رد کړ.

02.06.2023 امریکا غږ

تېرو 11 میاشتو کې پاکستان کې د ګرانۍ کچه 29 فیصدي ته رسېدلې ده

د پاکستان د شمیر شمیرو دولتي اداره وایي د روان مالي کال 23-2022 په وړومبیو 11 میاشتو کې هیواد کې د ګرانۍ کچه 29 فیصدي اؤ تېرې د مئ میاشت کې 38 فیصدي ته رسېدلې ده. د قامي ادارې دا تازه شمیرې ښايي چې د تېر یو کال په مهال پاکستان کې د خوراکي توکو بیعې 48.65 فیصدي لوړې شوې دي اؤ هم د ټرانسپورټ په کرایانو کې 53 فیصدي اضافه شوې ده. د ادارې رپورټ کې ویل شوي چې د تېر کال په پرتله تعلیم 8.50 فیصدي،د روغتیا اسانتیاوې 19 فیصدي اؤ د بجلۍ،ګیس اؤ خشاکو بیعې 0.51 فیصدي په بره تللې دي. همداشان د جامو اؤ پېزارو نرخونو کې هم 22.47 فیصدي اضافه ریکارډ کړل شوې ده. رپورټ کې ویل شوي چې د پاکستان په ښاري سیمو کې ګراني 35.1 فیصدي ریکارډ کړل شوې خو د دې برعکس بیا کلیوالو سیمو کې د ګرانۍ کچه 42.2 فیصدي ته رسېدلې ده. د شمیرو د قامي ادارې رپورټ کې ویل شوي چې د پروسږکال په پرتله سږکال پاکستان کې د ساعت تیري شیان یا اسانتیاوې 72 فیصدي ګرانې شوي اؤ د ریسټورانټونو اؤ هوټلونو چارجز یا پیسو کې 42 فیصدي اضافه ریکارډ کړل شوې ده. شمیرې ښایي چې د خوراکي توکو بیعې هم تېره میاشت په بره تللي اؤ د الوګانو نرخ کې 17.22فیصدي، د چرګانو نرخ کې 11.31 فیصدي اؤ د غنمو نرخ کې 6.4 فیصدي اضافه لیدل شوې اؤ هم د دالونو، مسالو، شېدو اؤ سیګریټو نرخونه پورته ختلي دي. خو دا رپورټ بیا وایي چې د مئ میاشت کې د غنمو، چینو، پیازو، ټماټرو اؤ میوؤ نرخونه راپریوتي دي.

02.06.2023 ډیوه

د پاکستان قامي اسمبلۍد میاشت لېدنې قانوني مسوده منظور کړه، شخصي کمیټې به د میاشتې لیدلو اجازه نه لري

د پاکستان قامي اسمبلۍ د رویت هلال یا میاشت لیدنې په اړه یوه قامي مسوده منظور کړې چې له مخې یې د میاشت لېدنې د شخصي کمیټیو لخوا د میاشتې په لیدلو بندیز لګول شوی دی. دا قانوني مسوده د زیارت - پنجشنبې په ورځ د قانون اؤ انصاف د مملکت وزیر شهادت اعوان پارلیمان ته وړاندې کړې چې پارلیمان یې منظوري ورکړې ده. د رویت هلال 2022م په نوم دې قانوني مسوده کې د میاشت لیدنې په اړه د دروغو ګواهي ورکوونکو لپاره د دریوؤ کالو د قید اؤ 50 روپو جرمانې سزا ټاکل شوې ده . د قانوني مسودې له مخې ترڅو چې د میاشت لیدنې کمیټې په رسمي ډول د میاشتې د لیدلو اعلان نه وي کړی اؤ کوم ټي وي یا راډیو د میاشتې د لېدلو خبر خپور کړو نو په هغه چینل به 10 لکه روپۍ جرمانه لګولی شي اؤ یا به یې پیمرا لائسنس معطل کوي. قانوني مسوده کې ویل شوي غیرسرکاري رویت هلال کمیټۍ به دمیاشتې د لیدلو اجازه نه لري. د مسودې له مخې د میاشتې لېدلو لپاره به د مرکزي، صوبایي اؤ ضلعي کمیټیو نه علاوه په هیڅ نوم، هیڅ یوه کمیټي یا اداره د ملک په هیڅ یوه برخه کې د میاشتې د لیدلو صلاحیت نه لري. دا په داسې حال کې ده چې لوی اختر ته ورځې رانزدې دي اؤ عموماً پاکستان کې د روژې اؤ اخترونو د میاشتو د لیدنې پر سر د دولتي رویت هلال کمیټې اؤ شخصي کمیټیو ترمنځ داختلافاتو له امله اختر اؤ روژه په بیلابیلو ورځو ویشل کیږي. په پېښور کې د قاسم علي خان جومات غیر دولتي کمیټه د یوې اوږدې زمانې راهسې د روژې اؤ اختر دمیاشتو دلیدو لپاره پخپل سر غونډې کوي اؤ چې د میاشتې شهادتونه ورته ترلاسه شي نو بیا که د هغې په بنیاد د روژې اؤ اختر اعلان کوي چې د صوبې زیاتره برخو کې خلک د دغه جومات په اعلان روژه اؤ اختر کوي. وي او ای ډیوه د پاکستان دقامي اسمبلۍ نه د منظورې شوې مسودې په اړه د نظر اخستو لپاره د پېښور د قاسم علي خان جومات د مشر مفتي شهاب الدین پوپلزئ سره د ټيلي فون دلارې د تماس نیولو هڅه وکړه خو د هغه ټيلي فون هیڅ ځواب ونه ویلو. له قامي اسمبلۍد دې قانوني مسودې ترمنظوریدو وروسته به اوس دا د منظورۍ لپاره سینیټ ته وړاندې کیږي اؤ چې هرکله یې سینیټ هم منظوره کړي نو بیا به د لاسلیک لپاره د هیواد صدر ته لیږل کیږي چې له هغې وروسته به دا مسوده یو قانون جوړ شي.

02.06.2023 ډیوه

د قطري چارواکو سره د ملا هبت الله ملاقات، د ښځو جېنکو د حقونو په اړه یو ځل بیا بحثونه راپارولي

وي او اې   - په کندهار کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله آخندزاده سره د قطر د وزیراعظم د راپور شوي ملاقات نه پس، ناقدین دې ته خوشبیني نه څرګندوي چې ګنې د ښځو جېنکو د تعلیم او کار په برخه کې دې د طالبانو لخوا لګول شوي محدودیتونه او بندیزونه لېرې کړی شي. په اول ځل د روئټرز خبري ادارې رپوټ ورکړ چې ملا هبت الله د مې میاشتې په دوولسمه نېټّ په کندهار کې د قطر له وزیراعظم محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني سره خفیه خبرې کړې دي. دا د یو خارجي چارواکي سره د طالبانو د مشر اولنی ملاقات ګڼل کېدلی شي. داسې ویل کیږي چې د دوی ترمنځ خبرې، په ښځو او جېنکو باندې د طالبانو د لګول شوو بندیزونو او محدودیتونو او همدا راز د نړۍ سره د طالبانو د تعامل په اړه شوي چې د طالبانو د رژیم علېحدګي ورباندې ختمې کړی شي. د کال ۲۰۲۱ د اګست راهېسي چې طالبانو په افغانستان قبضه لګولې ده، هېچا هم د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. نه د طالبانو او نه هم د قطر چارواکو د دې تصدیق کړی چې د آل ثاني او هبت الله ترمنځ کندهار کې ملاقات شوی او نه یې هم د ملاقات په جزئیاتو څه خبره کړې ده، مګر طالبانو دا خبر تصدیق کړی چې د قطر وزیراعظم کندهار ته سفر کړی و. طالبانو د قطر د وزیراعظم سره د خپل د حکومت وزیراعظم ملا محمد حسن آخند تصویر هم خپور کړ. د قطر سرکاري خبري ادارې د مې په شپاړسمه نېټه د هغه ملک د خارجه وزارت له قوله ولیکل چې افغانستان ته د قطر د وزیراعظم سفر، " د (طالبانو) د موقت حکومت او نړېوالې برادرۍ ترمنځ تعلقاتو کې د سهولت راوستلو سربېره، له مختلفو اړخونو سره په رابطه نیولو کې (د قطر) د سیاسي کردار" یوه برخه وه. څېړونکو دې ته پام کړی چې د ملا هبت الله سره د آل ثاني ملاقات صرف څو ورځې پس د هغه شوی چې د مې په اوله نېټه ملګرو ملتونو د دوحه په پایتخت قطر کې د ملګرو ملتونو د سېکرېټري جنرل انټونیو ګوټېرش په مشرۍ یوه نړېواله غونډه جوړه کړه او د بندو دروازو تر شا یې، د افغانستان په حالاتو خبرې وکړې. د هغې غونډې نه پس، انټونیو ګوتېرش یو بیان جاري کړ او د جېنکو د تعلیم او مرستندویه تنظیمونو سره د ښځو په کار کولو باندې یې د طالبانو لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه ناقابل قبول وګرځول. د افغانستان د پخواني حکومت یو چارواکی او د سیمې د سیاسي حالاتو څېړونکی طارق فرهادي وایي: "مغربي امداد کوونکي غواړي چې د افغانستان سره مرسته وکړي، مګر افغانستان کې د طالبانو له خوا ښځو سره ناوړه چلند ته په کتلو سره، دا ناممکنه ده چې د نورو فنډونو دپاره لابي وشي." ښاغلي فرهادي وي او اې ته په لیکل شوې تبصرې کې وویل: "طالبان علیحده کړی شوي. د قطر وزیراعظم دا پیغام ورووړ چې د جینکو د سکولونو په بیا پرانېستلو او کار ته د ښځو په بېرته پرېښودلو سره، دا علیحدګي ختمېدلی شي." د هیومن رایټس واچ تنظیم د چارواکې هېدر بار په شان ځیني کسان چې طالبانو ته خوشبینه نه ښکاري، په دې باور دي چې د قطر د وزیراعظم او ملا هبت الله د ملاقات نه هېڅ داسې نښه راښکاره نشوه چې ګني هبت الله آخندزاده دې د ښځو او جېنکو په اړه خپل حکمونه بېرته واخلي. مېرمن هېدر بار په ټوېټر باندې لیکلي دي: "فکر نه کوم چې دا کومه نوې اراده وښيي – صرف د آخندزاده لیدل نوې خبره ده. طالبان، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې راهېسي لېواله پاته شوي چې پخپلو مطالباتو زور واچوي – د تعامل، مرستې، په رسمیت پېژندنې، او مبارکیو مطالبات. د دې مذاکراتو سره جوخت، په ښځو جېنکو باندې د هغوی لخوا سختۍ راوړل کېدل په دوامداره توګه سېوا او ژور شوي دي." طالبانو په کراتو وعده کړې چې په ښځو او جېنکو به سختۍ کمې کړي، او ویلي یې دي چې د هغو دپاره د افغاني روایاتو او اسلامي قوانینو مطابق طریقه کار آماده کوي، مګر تر اوسه یې په عمل کې څه داسې نه دي کړي چې معلوم شي هغوی پخپلو دغو وعدو ولاړ دي.

02.06.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more