ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د حایل اونیزه خپرونه

په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

11.08.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

11.08.2023 امریکا غږ

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

دېرش دقیقو په خپرونه کې د افغانستان سره د امریکا د مرستو د څار په اړه د امریکا د ملي امنیت شورا د ویاند جان کربي د تازه څرګندونو په هکله راپور لرو. همدا شان د پاکستان او د افغان طالبانو ترمنځ د وروستیو ناندریو په اړه رپوټ او له میلمه سره بحث هم لرو.

11.08.2023 امریکا غږ

ژوند په امریکا کې

امریکا ته نوي راغلي افغان کډوال له کومو ستونزو سره مخ دي؟ امریکا کې د پاته کیدو قانوني اسناد یې څنګه کېږي؟ آیا کولی شي خپله پاته کورنۍ امریکا ته راولي؟ دا او ورته نورې پوښتنې مو د کډوال په چارو کې فعال احمد الله صدیقي سره مطرح کړي.

11.08.2023 امریکا غږ

د سویډن او اسپانیا لوبډلې د ښځو د فوټبال نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووتلې

د ښځو د فوټبال د نړیوال جام په کواټر فاینل سیالیو کې چې د جمعې په ورځ،‌ د اګست ۱۱ (زمري ۲۰مه)‌ په نیوزیلینډ کې تر سره شوې، د سویډن او اسپانیا لوبډلې د خپلو سیالانو جاپان او هالنډ لوبډلو په ماتولو سره ددې جام نیمه پای لوبې ته ووتلې.‌

11.08.2023 امریکا غږ

په سوریه کې د داعش په برید کې د سوریې ۲۶ پوځیان وژل شوي

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د جمعې په ورځ اګست ۱۱ (زمري ۲۰) وویل چې د سوریې په ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) په برید کې د سوریې لږ تر لږه ۲۶ پوځیان وژل شوي دي.

11.08.2023 امریکا غږ

د خليجي هېوادونو له لوري پاکستان کې د اربونو ډالرو د سرمایه کارۍ مخې ته څه خنډونه دي؟

نړيوال مطبوعات وايي خليجي هېوادونه په پاکستان کې د اربونو ډالرو پانګونو ته تېار دي او په دې لړ کې د پاکستان طاقتور پوځ د خليجي هېوادونو لپاره د کان کيندنې او توانايۍ په منصوبو کې د برخې اخستو لپاره لارې اسانوي. اقتصادپوهان وایي دا منصوبه تر هغې نه شي کاميابېدای تر څو چې د پاکستان په اقتصادي تګلارو کې د عدم تسلسل ستونزه نه وي هواره شوې او مقامي خلکو ته ددې منصوبو څخه د رسېدونکو ګټو باور نه وي ورکړل شوی. د خپل بدحاله اقتصاد ښه کولو او هېواد ته د بهرنيو پانګو د راوړلو په خاطر پاکستان د سعودي عرب په ګډون د خليجي هېوادونو سره خبرو کې بوخت دی. امريکايي مجله وال سټريټ جنرل وايي سعودي عرب بلوچستان کې د تانبې لوی درنګ- چې ماليت یې 7 اربه ډالره دی- اخستل غواړي او ددې ترڅنګ دغه هېواد په پاکستان کې د تېلو د صفا کولو د کارخانې په قیام هم خبرې کوي. امريکايي مجلې وال سټريټ جنرل ددې منصوبې څخه له بلد سرچينو د خولې ليکلي چې سعودي عرب د تانبې د هغه لويې کان اخستو لپاره خبرو کې بوخت دی کوم چې په بلوچستان صوبه کې د کنېډا بېرک ګولډ کمپنۍ د 7 اربو ډالرو په لګښت تېار کړی دی. مجله د پاکستاني او خليجي هېوادونو د چارواکو له قوله لیکي چې ددې ترڅنګ په پاکستان کې د سعودي عرب لخوا دتیلو دصفا کولو دکمپنۍ په لګولو هم خبرې مهم پړاو ته رسېدلې دي په دې منصوبه به 14 بيليونه ډالره لګښت راځي. د پاکستان حکومت په هېواد کې د بهرنيو پانګو د راغب کولو لپاره په دې ورستو کې د پانګونې د اسانتياو خصوصي کونسل هم جوړ کړې چې د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرال عاصم منير ېې هم برخه ده. د مالي او اقتصادي چارو څيړونکي وايي د خليجي هېوادونو په پاکستان کې پانګونې هله ممکن کېدای شي که پاکستان کې د پاليسيانو د تسلسل دنشتوالي ستونزه هواره شي اؤ دلته بهرنيو پانګونو لپاره اسانتیاوې ورکړل شي. د اقتصادي چارو څېړنکار ډاکټر ساجد امين ډيوه سره په دې اړه خبرو کې وويل "زما په اند مونږ له به دا باوري جوړول وي چې ددې سرماېه کارۍ به عام تن ته څه ګټه وي" هغه وایي که بلوچستان ته سرمایه کاري راځي نو ایا دا به هلته مقامي خلکو ته د روزګار نوې موقعې ورکړی شي؟ "داسې نه چې زما په څېر تن به د اسلام اباد نه لاړ شي او هلته به روزګار ترلاسه کړي او زه ګڼم که چېرې دې دوه دريو څيزونو ته پام وکړی شي نو شاېد چې دا بيا څه ګټه ولري." د اقتصادي بد حالۍ او سياسي عدم استحکام سره مخ پاکستان د تېر جون میاشت کې د نړیوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف سره د 3 اربه ډالرو لنډ مهاله لوظنامه لاسلیک کړې ده. د مجلې ترمخه کان کيندنه، د توانايۍ بنيادي اډانه، د کرکيلې څانګه او د سرکاري کاروباري ادارو نجکاري هغه ټول شېان دي چې په سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او قطر باندې د خرڅون د منصوبې برخه کېدای شي. د پرمختيا او منصوبه بندۍ پخواني وزیر احسن اقبال چې د پانګونې د اسانتياو د ځانګړي کونسل د انتظامي کمېټۍ مشر هم دی ،وېلي چي نړيوالو پانګوالو ته په پاکستان کې د سرماېه کارۍ غوره موقعې شته خو باید پاکستان نړیوالو پانګوالو ته د تګلارو د تسلسل باور ورکړي. د اقتصادي چارو ماهرين وايي پاکستان به له تېرو 70 کلونو راهیسې د بجټ خسارې پوره کولو لپاره قرضې اخستې خو اوس چې بهرني هېوادونه اسلام اباد ته پورونه ورکول بند کړي دي نو اوس د پاکستان حکومت د خپلو شتمنیو خرڅولو ته پام ګرځولی دی. ماهرين وايي متحده عرب امارات او د پاکستان دوست هېوادونه غواړي چې پاکستان خپلې شتمنۍ خرڅې کړي او په دې لړ کې د سرمایه کارۍ لپاره دغه هېوادونه د 8 اربه ډالرو يو فڼد هم جوړوي. او د کله نه چې خليجي هېوادونو په پاکستان کې د کان کيندنې او نورو څانګو کې د سرماېه کارۍ عزم څرګند کړی د هغې ښه اثرات د پاکستان په بېلابېلو برخو کې ليدل کېږي. د مالي چارو کارپوهه او د وڼدو د بازار په چارو نظر لرونکی شهريار بټ ډيوه ته وايي په پاکستان کې د سعودي عرب او نورو خليجي هېوادونو د سرماېه کارۍ د عزم ښه اثر د هېواد په اقتصاد ليدل کېږي، د ونډو بازار په پرله پسې ډول ښه روان دی او که راتلونکو ورځو کې پاکستان ته پېسې راشي نو روپۍ به مستحکم شي او بل به ورسره زموږ د ډالرو ذخیره هم سېوا شي ولې چې د آی اېم اېف د تړون ترمخه به مونږ له دا ذخيره د اتوؤ اربو ډالرو څخه 15 اربو ډالرو ته رسول وي. په دې وروستیو کې د سعودي عرب خارجه او د کان کيندنې وزيرانو په پاکستان کې د سرمایه کارۍ په فرصتونو د خبرو لپاره اسلام اباد سفر هم کړې و. خليجي هېوادونو دا نه ده ښکاره کړې چې هغوى په پاکستان کې د څومره ماليت سرماېه کاري کول غواړي خو سږ کال د جنورۍ په میاشت کې سعودي عرب ویلي وو چې هغه په پاکستان کې 10 اربه ډالرو سرماېه کارې ته تېار دی.

11.08.2023 ډیوه

د پښتونخوا د پولیسو د پخواني مشر صلاح الدین مسید ورور ملک حبیب له تښتول کېدو وروسته وژل شوی

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د پخواني مشر صلاح الدین وررو اؤ د مسیدو د شوبي خیل قبېلې مشر ملک حبیب نامعلومو وسله والو له تښتول کیدو وروسته وژلی دی اؤ پولیس وایي په پېښه کې د هغه ساتونکی د ایف سي ځواک یو عسکر هم وژل شوی دی. ملک حبیب نن د جمعې په ورځ د پښتونخوا ټانک سیمې نه نامعلومو وسله والو تښتولی ؤ اؤ دسیمې نه پولیس سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ چې دهغه د تښتولو په مهال د تښتوونکو لخوا ډزو کې دهغه ډرایور هم ژوبل شوی ؤ چې وروسته یې بیا هسپتال کې ساه ورکړې ده. پولیسو دا هم ویلي چې د ملک حبیب د تښتولو په مهال د پولیسو اؤ تښتوونکو ترمنځ ډزې هم شوي چې په دغو ډزو کې یو دپولیسو یو هم عسکر سرسري ژوبل شوی دی. تر دغې پېښې څو ساعته وروسته پولیسو وي او ای ډيوه ته پخلی کړی دی چې ملک حبیب مسید دټانک په منزای سیمه کې وسله والو وژلی دی. په سمدستي توګه د پولیسو دپخواني مشر صلاح الدین مسید د ورور د وژنې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې پښتونخوا کې په پولیسو اؤ قامي مشرانو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ وسله والې ډلې داعش خراسان قبوله کړې ده. ‎د ټانک ضلعې د پولیسو مشر وقار احمد ددفتر چارواکو وویل نوموړی نن سهار د ګومل سړک د پاڅه پتھر سیمه کې کور سره نیزدې نامالومه کسانو نښتولی ؤ. د دوی په وینا په موټر سایکل نامالوم کسان راغلي په هغه یې ډزې کړې چې په نتیجه کې یې د ملک حبیب ساتونکی او د ایف سي ځواک عسکر ژوبل شوی او بیا یې ملک حبیب په موټر سایکل تښتولی . د دفتر چارواکي وايي پولیس سمدستي دې پېښې ته ورغلي، تښتونکو د پولیسو په ګاډي ډزې کړې خو تښتوونکي په تېښته بریالي شوي دي. پولیس وايی د دوی د لټون د پاره عملیات روان وو او منزی سیمه کې د ملک حبیب مړی په داسې حال موندل شوی چې ډزې پرې شوې دي . ځايی خلک وايي د وژل شوي ملک حبیب مسید تړاو د بر جنوبي وزیرستان ځانګړې سیمې سره و خو د ناامنۍ د لاسه په ټانک ضلعه کې سره د کورنۍ د تیرو څو لسیزو راهسې میشت و اؤ چا سره یې شخصي دښمني نه لرله خو په دې ورستیو کې یې یو تره په هدفي برید کې وژل شوی و. وژل شوی ملک حبیب د جنوبي وزیرستان د مسیدو د قامې جرګې غړی و او زیاتره به یې د علاقې قامي حرګو کې برخه اخسته. ځايی خلک او چارواکي وايي په تیره یوه میاشت کې د مسیدو د قامي حرګې دا دریم غړی دی چې تر تښتولو وروسته وژل کیږي . د مشرانو په وینا پرله پسې د مشرانو وژنې د جرګې غړي سخت اندیښمن کړي دي. په جنوبي وزیرستان کې پاکستان پوځ کال 2009م کې عملیات کړي وؤ او دا سیمه د ترهګرو نه پاکه ګرځول شوې خو د علاقې خلک وايي حالات اوس هم پکې د تسلۍ وړ نه دي

11.08.2023 ډیوه

د کابل " مرغ فروشۍ" کوڅه ولې سړه او بې خونده شوې؟

د " مرغ فروشۍ" په کوڅه د کابل مشهوره تاریخي کوڅه، چې د سرو زرو او انتیکو توکیو پلورنځي یې لرل، نوره سړه ده. پخوا یې ګڼ بهرني نندارچیان او پېرودونکي لرل. اوسنی وضعیت یې په دې راپور کې ووینئ.

11.08.2023 ازادي راډیو

طالبانو په تېرو درو ورځو کې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې پینځه خبریالان نیولي دي

رپوټونه وایي په رسنیو باندې د بندیزونو په ترڅ کې طالبانو په تېرو درو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پینځه خبریالان نیولي او بندیان کړي دي، خو طالبانو لا په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله اداره سي پي جې وایي په افغانستان کې چې د 2021م کال په اګست کې طالبانو واکمن شوي د تېر جمهوري نظام د شل کلنې دورې فعاله مېډیا په شدیده توګه اغېزمنه شوې ده. د افغانستان د خبریالانو مرکز (اې ایف جې سي) وايي، د طالبانو د حکومت د استخباراتو ادارې په تېرو څو ورځو کې په ننګرهار، پکتیا، غزني او کندوز ولایتونو کې پینځه ځایي خبریالان نیولي دي. اې ایف جې سي د جمعې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې د «کلید رېډیو» دوه خبریالان فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالحي ماسپښین شاوخوا درې بجې په جلال اباد په ښار کې له خپل دفتره له ځان سره وړي دي. د طالبانو امنیتي چارواکو په پکتیا ولایت کې هم د «اریانا نیوز» د کابل خبریال حسیب الله سراب د پنجشنبې- زیارت په ورځ په مرکزي ښار ګردېز کې نیولی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، د طالبانو امنیتي ساتونکو په کندوز ولایت کې د «سلام وطندار» ځایي‌ رېډیو خبریال حسیب حساس هم نن د جمعې په سهار نیولی دی. دغه مرکز وایي تر دې مخکې د یکشنبې- اتوار په ورځ په غزني ولایت کې د باختر سرکاري خبري ایجنسۍ خبریال سید وحدت الله ابدالي د دغه ولایت ځایي چارواکو نیولی او اوس هم له طالبانو سره په بند کې دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې ددغو خبریالانو د نیولو سبب معلوم نه دی او نه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. د افغان خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکو تنظیمونو د دغو افغان خبریالانو پر نیول کېدو ژوره خواشیني ښکاره کړې او د طالبانو له حکومته یې غوښتنه کړې چې هغوی دې بې له کوم شرطه ژر خوشي کړي. د افغانستان د خبریالانو مرکز له ځایي چارواکو غوښتي، چې که ددغو خبریالانو په اړه هر ډول شکایت لري د رسنیو د قانون له مخې دې یې د شکایتونو د ارزونې او د رسنیو د سرغړونې د څېړلو د کمیشن له لارې حل کړي. د افغانستان د خبریالانو د مرکز د شمېر له مخې د ننګرهار، پکتیا، غزني او کندوز ولایتونو کې له دغو پینځو تازه نیول شویو خبریالانو پرته لږ تر لږه څلور نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم له طالبانو سره په بند کې دي. مرکز وایي: "یو خبریال شاوخوا پینځه میاشتې دمخه نیول شوی، یو خبریال یوه میاشت وړاندې نیول شوی او د رسنیو یو کارکوونکی دوې اونۍ وړاندې نیول شوی او په زندان کې اچول شوی دی". مرکز په نیول شویو خبریالانو کې یواځې د افغان اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي نوم یاد کړی او د نورو خبریالانو نومونه یې د امنیتي ستونځو له کبله نه دي ښودلي. د بشري حقونو نړیوال سازمان په دې وروستیو کې په یو رپوټ کې په رسنیو باندې د طالبانو د پراخو بندیزونو خبر ورکړی او ویلي یې وو چې د طالبانو حکومت معلوماتو ته د رسنیو لاسرسی هم محدود کړی، د خبریالانو او پر خپل حکومت د تنقید کوونکو نیول یې زیات کړي دي. د بشري حقونو سازمان ویلي وو چې له همدې کبله خبریالان او رسنۍ د خپلسره نیولو له ډاره په اندېښنه کې دي او مهم معلومات نه خپروي. خو د طالبانو حکومت د دې میاشتې په سر کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو د بهیر په پیل کې ویلي وږ، چې حکومت یې د بیان ازادۍ ته ژمن دی، خو وایي رسنۍ باید داسې موضوعاتو خپاره نه کړي چې نظام ته ترې زیان رسیږي.

11.08.2023 ډیوه

شمالي وزیرستان:د وزیرستان د ځوانانو د تنظیم د وژل شوي مشر وقار داوړ پلار هم نامعلومو وسله والو وژلی

په شمالي وزیرستان کې بیا دهدفي وژنې تازه پېښه شوې ده چې پکې د یوت اف وزیرستان یا د وزیرستان د ځوانانو د تنظیم د وژل شوي مشر وقار داوړ پلار او د ټیليفون ایکسچینج اپریټر زریت خان وژل شوی دی. پولیس په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنې شوې پېښه تاییدوي اؤ وایي زربت نن د میرعلي تحصیل عیدک سیمه کې نامعلومه کسانو په ډزو وژلی دی. په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې. د میر علي تاڼې چارواکي وايي هغه هلته د ټیليفون لاین سمولو د پاره ورغلی وو چې نامعلومه کسان ورغلي او ډزې یې پرې کړي او بیا تښتیدلي دي. د پولیسو وینا ده مقدمه یې د نامالومو کسانو پرضد درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دي. د علاقې خلک وايي نوموړی یو عاجز انسان وو، زیات وخت به یې ډیوټي کوله او علاقه کې به یې د ټیلیفون د رابطې کار سمولو، چا سره یې شخصي دښمني نه لرله او تېر کال د جون په میاشت کې یې یو زوی وقار داوړ نامالوم کسانو په یو هدفي برید کې وژلی ؤ. وقار داوړ د تیر کال د جون په 19مه د میر علي په حیدر خېل سیمه کې سره د درېوؤ نورو ملګرو سنید داوړ، اسد داوړ او عماد داوړ وژل شوي وو . تر پېښې وروسته د شمالي وزیرستان اتمانزی قامي جرګې تر درېوؤ میاشتو پورې احتجاجي پرلت کړی و او وروسته د ټولو سیاسي ګوندونو په ډاډ دغه پرلت ځنډول شوی وو. د شمالي وزیرستان سره تړاو لرونکی ټولنیز فعال صدیق داوړ وايي،په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو لړې په چټکتیا سره روانه ده او هره ورځ پکې بې ګناه خلک وژل کیږي. ډيوه سره خبرو کې هغه وویل زربت خان یو ډیر عاجز او مهربان انسان و ، دا د ظلم حد دی چې لومړی یې زوی او اوس یې پلار ووژل شو په دې جرم چې دوی د علاقې د امن خبره کوله . د پاکستان پوځ په کال 2014م کې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات کړي وؤ او دعملیاتو په پایله کې یې دا سیمه د هرقسمه د ناامنۍ نه پاکه ګرځولې وه. د پي ټي ایم فعال ارشاد قرار وايي د ضرب عضب عملیاتو وروسته شمالي وزيرستان کې تر 550 نه زيات کسان د پاکستان د زرګونو پوځيانو په موجودګي کې وژل شوي دا په داسې حال کې ده چې د وزيرستان هر کلي کې قدم په قدم چيک پوسټ دی بیا وسله وال ښه ازاد ګرځي عام ولس وژني خو تر دې مهاله په دغه پېښو کې یو کس نه دی نیول شوی

11.08.2023 ډیوه

د پاکستان سپریم کورټ فیصلو او حکمونو ته د بیاکتنې نوی قانون ناچله وګرځاوه

د جمعې په ورځ د پاکستان سپريم کورټ د پارليمان نه منظور شوی فیصلو او حکمونو ته د بیاکتنې قانون "ريويو اف ججمنټس اينډ ارډرز" ايکټ ناچله ګرځولی دی . ځینې څیړونکي وایي دې سره د پخواني وزیراعظم نواز شریف لخوا د خپلې سزا پرضد عدالت کې د اپیل کولو مخه نیول شوې ده خو د قانون پخواني وزیر ښاغلي اعظم نذیر تارړ بیا ویلي چې دسپریم کورټ دې فیصلې سره به د نوازشریف په مقدمه هیڅ اغېز نه کیږي. پخپله لنډه پرېکړه کې سپريم کورټ ويلي دي چې ريويو اف ججمنټس اينډ ارډرز" ايکټ دایين خلاف دی. سپریم کورټ په دغه هکله د 87 پاڼو تفصیلي فېصله لیکلې ده چې هغې کې دجسټس منېب اختر د 33 پاڼو اضافي نوټ هم شامل دی . د سپریم کورټ فيصله کې ويل شوي دي چې دا ايکټ دپارلیمان دقانون سازۍ داختيار نه تجاوز دی اؤ قانوني حېثيت یې نشته. د پاکستان یو وتلي خبریال انصار عباسي ویلي د سپریم کورټ له لوري د ریویو اف ارډرز اینډ ججمنټس ایکټ د ناچله ګرځول کیدو نه وروسته داسې ښکاري چې راتلونکي انتخابات به د نواز شریف اؤ عمران خان نه بغیر وشي. د جیو ټي وي په یو پروګرام کې د خبرو په مهال ښاغلي عباسي ویلي دا دبدقسمتۍ خبره ده چې حکومتونه اؤ پارلیمان قانون سازي کوي خو سپریم په دغه قانون سازۍ هم سیاست کوي اؤ په نزدې څو میاشتو کې دا سیاست نور هم عروج ته رسیدلی دی. دسپریم کورټ لخوا دجارې شوې حکمنامې له مخې پارليمان دسپريم کورټ د واک د ساحې یا دایرې په اړه قانون سازي نۀ شي کولی اؤ دا ټاکل شوی اصول دی چې ساده قانون په ایين کښې بدلون يا اضافه نۀ شي کولی، سپریم کورټ خپله فیصله کې ویلي چې دسپريم کورټ په قواعدو کې بدلون دعدليې دازادۍ په ضد دی. عدالت ويلي دي چې ريويو اينډ ججمنټ ايکټ داسې جوړ کړی شوی لکه چې په ایين کښې ترميم ضروري وي، که چرې ددې قانون لاندې داپيل حق ورکړی شو نو دمقدمه بازۍ يو نوی سېلاب به مخې ته راشي. په فېصله کښې ويل شوي دي چې عدالت دې نتيجې ته رسيدلی چې سپريم کورټ ريويو ايکټ په واضحه توګه دایين د زياتره مادو پرضد دی اؤ په يو صورت کښې هم دا ايکټ دایين سره هم اهنګي نۀ لري. په حکمنامه کښې ویل شوي چې ټول نظرثاني شوي اپيلونه دارټيکل 188 لاندې دایر کيدای شي. په فيصله کښې ويل شوي دي چې دنظرثانۍ په دایره کار دسپريم کورټ په فېصلو کې کوم ابهام نشته، په ارټيکل 188 او په دې دعدالتي فېصلو پابندي په ټولو لازمه ده. عدالت خپله فیصله کې دپارلمان حواله ورکړې او ويلي یې دي چې پارلمان ته علم دی چې اپيل او نظرثاني دوه بيلا بيل څېزونه دي. دفيصلې له مخې دسخت کوشش باوجود عدالت په دې نتیجه رسیدلی چې ريويو اف ججمنټ ايکټ دایین سره متصادم دی. په فيصله کې ويل شوي چې د ايکټ لاندې دارټيکل 184 تهري دمقدمو د فېصلې خلاف متاثره فريق ته د اپيل حق ورکړی شوی ؤ. خبریال انصار عباسي ویلي وړمه ورځ قامي اسمبلي ماته شوې ده اؤ نن سپریم کورټ د ریویو یا بیا کتنې ایکټ ناچله وګرځولو او دې سره د نوازشریف مخه نیول شوې ده چې هغه د پاکستان په سیاست کې برخه وانه خلي. هغه ویلي نواز شریف موقعه لرله چې دخپلې نااهلۍ د سزا پرضد عدالت ته اپیل وکړي خو وایي اوس سپریم کورټ دهغه نه دغه موقعه اخستې ده. خو بل اړخ ته بیا دقانون پخواني وزیر ښاغلي اعظم نذیر تارړ ویلي چې دسپریم کورټ دې فیصلې سره د نوازشریف په کیس یا دوسیه هیڅ اثر نه پریوځي . بیلابیلو رسنیو ته هغه ویلي چې پارلیمان دایین د 184/3مې دفعې لاندې قانون منظور کړی چې د نا اهلۍ سزا به پینځوو کالو نه زیاته نه وي. هغه وویل نوازشریف خپله دپینځوو کالو د نااهلۍ موده سرته رسولې ده اؤ اوس سیاست کې برخه اخستل دهغه حق دی. دپاکستان سپریم کورټ د پاناما په قضیه کې پخوانی وزیراعظم د ټول عمر لپاره د سیاست نه ناهله کړی وو، خو په داسې حال کې چې اوس یو وارې بیا په پاکستان کې د عامو انتخاباتو تیارۍ روانې دي مسلم لیګ(ن) ګوند ویلي چې نواز شریف به ډیر زر وطن ته راستون شي اؤ دلته به عدالتونو کې دخپلو مقدمو پیروي وکړي. دمسلم لیګ نواز ګوند صدر اؤ دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف تېره ورځ پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې نوازشریف به دهغوي د ګوند له لوري راتلونکی وزیراعظم ټاکل کیږي. سپريم کورټ دشپږو اوريدنو وروسته په ١٩م جون د "ريويو اف ججمنټس اينډ ارډرز" په هکله فيصله محفوظ کړې وه. دايکټ لاندې دارټيکل 184 مقدمو فيصلې خلاف متاثره فريق ته د اپيل حق ورکړی شوی ؤ. دايکټ لاندې اپيل اوريدونکي بينچ کښې دججانو شميره دمرکزي کيس اوريدونکو ججانو نه زياته لازم ګرځول شوې وه ، ريويو اينډ ججمنټ ايکټ کې داپيل لپاره به فريقينو ته دنوي اپيل کولو اجازه هم وي، د ريويو اينډ ججمنټ ايکټ لاندې د ولسي مفاد لپاره په مقدمو کښې دنظرثانۍ اپيلونه به لارجر بينچ اوري. دپاکستان تحريک انصاف پشمول په انفرادي حېثيت کښې نورو وکيلانو دغه ايکټ چيلنج کړی ؤ.

11.08.2023 ډیوه

جان کربي: طالبان مو په رسمیت نه دي پېژندلي ځکه پیسې دوی ته نه خپلو بشردوستانه شریکانو ته یې ورکوو

واشنګټن ــــ د امریکې د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره کېدو مخکې ویلي، امریکا طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي ځکه نو د هغوی حکومت ته پیسې نه ورکوي بلکې د دې هېواد له خلکو سره مرستې ته پیسې ور لېږي. جان کربي د پنجشنبې- زیارت په ورځ د وي او اې اشنا له خبریال سید عزیز الرحمان سره په ځانګړې مرکه کې وویل، امریکا د افغانستان له خلکو سره د مالي مرستو پرله پسې کلکه څارنه کوي‌ چې په سم ځای کې ولګول شي: "موږ خپلو شریکانو او خپلو د بشردوستۍ همکارانو ته فنډ ورکوو چې افغانستان ته ننوتلای شي او د دغو مرستو د سمبالولو وړتیا لري. موږ مسلسل له خپلو شریکانو سره په دې اړه خبرې کوو چې دا مرستې څنګه وېشل کېږي، چېرې ځي او چاته یې ګټه رسېږي". جان کربي دا خبرې د امریکې د استازو اېوان د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مککال تر هغو څرګندونو یوه ورځ وروسته وکړې چې ویلي یې وو د صدر بایډن انتظامیه باید افغانستان ته د لېږل کېدونکو مرستو ډېره څارنه وکړي. د افغانستان د بیا رغونې د چارو څارونکې امریکایي ادارې سیګار څه موده مخکې د امریکې کانګرس ته په سپارلي رپوټ کې ویلي وو چې طالبان له افغانستان سره د امریکې او ملګرو ملتونو له مرستو ناوړه ګټه اخلي او په مرستو کې لاسوهنه کوي. مایکل مککال د اګست پر نهمه د سیګار د دې رپوټ په غبرګون کې په یوه اعلامیه کې دا کار د غندنې وړ بللی وو، چې وایي د امریکې د ټیکس ورکوونکو پیسې د طالبانو غوندې "ترهګرې ډلې" جیبونه ډکوي. ښاغلي مککال ویلي وو چې طالبان افغانې ښځې او نجونې ځوروي، له القاعده او نورو ترهګرو‌ ډلو سره مالي مرستې کوي، پر مذهبي اقلیتونو ظلمونه کوي او هره ورځ د بشري‌ حقونو سرغړونې کوي. مایکل مککال وایي د سیګار وروستي رپوټ ته په پام سره پکار دی د بایډن انتظامیه په بیړنۍ توګه دا باوري کړي چې فنډ یې د طالبانو لاس ته نه ځي: "له څو میاشتو مې د بایډن له ادارې سپیناوی غوښتی چې دوی به څنګه له جواب پرته د افغانستان له خلکو سره داسې مرسته وکړي چې د امریکا پیسې د طالبانو له لاسونو خوندي وساتل شي". خو د ملي امنیت ویاند جان کربي وایي چې انتظامیه یې طالبانو ته هیڅ پیسې نه ورکوي، ځکه چې وایي د هغوی حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له افغانستانه د خپلو متحدینو او د هغوی د کورنیو د را ایستلو لپاره وخت په وخت ورسره اوس هم خبرې کوي. تېره میاشت د سیګار مشر جان سوپکو د لندن په کینګز کالج کې ویلي وو چې د نړیوالو بشري مرستو د انحراف او په مرستو باندې د طالبانو د تش په نوم حکومت د کنټرول په اړه یې کانګرس ته معلومات ورکړي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ضیا تکل د دغو رپوټونو تر خپرېدو وروسته دا دعوې د حقیقت خلاف بللې وې او په کلکه یې رد کړې وې. طالبانو تر دې وړاندې هم په بهرنیو مرستو کې د خپل حکومت د لاسوهنه تورونه رد کړي‌ وو. د 2021م کال په اګست کې چې طالبانو پر افغانستان واکمن شوي نړیوالې ټولنې له دې هېواد سره خپلې مخامخ مرستې بندې کړې دي او د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرسته کوونکو ادارو له لاس له خلکو سره مرستې کوي ځکه، دوی اندېښنه لري چې مخامخ مرستې به د وسلوالو ته په لاس ورشي. په تېرو شاوخوا دوو کالونو کې چې کومو هېوادونو د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې کړې دي امریکا د دغو هېوادونو په سر کې ده او د کابل تر سقوط وروسته یې تر دې مهاله ورسره 2.3 اربه ډالر مرسته کړې ده. یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له وي او اشنا اخیستل شوي.

11.08.2023 ډیوه

فعالان له خلکو غواړي چې د طالبانو پر ضد دننه او بهر په پراخو مظاهرو کې برخه واخلي

پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو د دوییم کال د پوره کیدو په درشل کې یو شمیر افغان مدني او د بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالانو د افغانستان په دننه او بهر کې له افغانانو غوښتي، چې د طالبانو په خلاف لاریونونو کې دې برخه واخلي.

11.08.2023 امریکا غږ

د افغانستان خبریالانو مرکز: طالبانو په څلور ولایتونو کې پنځه سیمه ییز خبریالان نیولي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو ادارې د ننګرهار په ولایت کې د کلید رادیو دوه سییمه ییز خبریالان نیولي دي.

11.08.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more