ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


این حق من است (تکرار)

این حق من است (تکرار)

09.07.2023 ازادي راډیو

دا زما حق دی (تکرار)

دا زما حق دی (تکرار)

09.07.2023 ازادي راډیو

ګربز: بنګله دېش سره سیالیو ته مو ډېر زیار ګاللی و، نتیجه یې ورکړه

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي رحمان الله ګربز له بنګله دېش څخه د لوبو د تاریخي لړۍ له ګټلو وروسته امریکا غږ په ځانکړې مرکې کې وویل چې دغو لوبو ته یې ډېر چمتوالی نیولی او ډېرې خولې یې ورته توی کړې او په خبره یې همدې کار نتیجه ورکړه. رحمان الله ګربز د بنګله دېش خلاف دویمې لوبې کې ۱۴۵ منډې وکړې او د افغانستان په بري کې یې مهم رول ولوبوه. دا یې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په یوې لوبې کې تر ټولو ډېرې منډې دي. ګربز همدغه راز وویل چې له بنګله دېش څخه د لوبو په ګټلو سره یې را روان اسیا جام او نړیوال جام ته مورال نور هم لوړ شوی او هیله یې وښوده چې هلته به هم قوي لوبډلو ته ماتې ورکړې. ګربز د افغانستان لومړی توپ وهونکی (بیتسمین) دی چې سږکال د هند په لوي تجارتي لیګ آی پي ایل کې ولوبېده. دی د کلکته نایټ رایډرز په لوبډلې کې و، چې مشهور فلمي لوبغاړی شاه رخ یې مالک دی. ګربز له شاه رخ سره د خپل ملاقات په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل هېڅ فکر یې نه کاوه، د چې د شاه رخ په څېر مشهور شخصیت به دومره «عاجز» وي. ګربز له امریکا غږ سره په خپلې ځانګړې مرکې کې په ځینو رسنیو او ټولنیزو رسنیو کې په افغان لوبغاړو باندې د «بېځایه انتقادونو»، د آی پي ال په تجربو، له بنګله دېش سره د را روانو دریو لوبو او نورو اړوندو مسائیلو په اړه خبرې کړې دي. مرکه یې دلته اورېدلای شي.  

09.07.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

09.07.2023 امریکا غږ

د امریکا د مالیې وزیرې چین ته خپل سفر ګټور او بریالی وباله

د امریکا د مالیې وزیرې جینت یلین چین ته د خپل څلور ورځني سفر په پای کې وویل چې له چینايي مقاماتو سره یې لیدنې ګټورې وې او دا چې د امریکا او چین ترمنځ اړیکې د "ډاډ وړ" دي.

09.07.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

09.07.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

09.07.2023 امریکا غږ

سري لانکا د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ وګټلې، افغانستان سره به مخامخېږي 

د ۲۰۲۳ د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د غوراوي لوبې ختمې شوې او سري لانکا او هالنډ دغه جام ته لاره ورکړه.  د لسو لوبډلو ترمنځ د غوراوي‌ دا سیالۍ له شاوخوا دریو اوونیو راهېسې په زمبابوې کې پیل شوې وې او نن یکشنبه جولاۍ نهمه (سرطان ۱۸) د سري لانکا په اتلولۍ پای ته ورسېدې.   په پایلوبې کې سري لانکا هالنډ ته د ۱۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. سري لانکا ۲۳۳ منډې وکړې خو د هالنډ ټوله لوبډله یې په ۱۰۵ منډو وسوځوله.  د غوراوي سیالیو غوره لوبغاړی د زمبابوې شان ویلیمسن شو چې ۶۰۰ منډې یې کړې وې.   ویسټ انډیز، چې د یوې ورځنیو سیالیو لومړی او دویم نړیوال جامونه ګټلي، ونشو کړای چې د سږکال نړیوال جام ته لاره وکړي.  په ویسټ انډیز سربېره، زمبابوې او ایرلنډ د کرکټ د نړیوالې شورا دوه نور بشپړ غړي هېوادونه دي چې له دغه نړیوال جام څخه پاتې شول.  هالنډ د کرکټ د نړیوالې شورا دویم درجه هېواد دی چې په دغو سیالیو کې یې ویسټ انډیز ته هم ماتې ورکړې وه.  د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالۍ په هند کې کېږي‌ چې د همدغه کال د اکتوبر په میاشت کې پیلیږي.   د کرکټ نړیوالې شورا په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې سري لانکا به د اکتوبر په ۳۰ نېټه د هند د پونه په ښار کې او هالنډ به د نومبر په درېیمه نېټه د هند د لکهنو په ښار کې له افغانستان سره په نړیوال جام کې مخامخېږي.  په دغه نړیوال جام کې هند، افغانستان، استرالیا، انګلنډ، بنګله دېش، جنوبي افریقا، پاکستان، نیوزلنډ، سري لانکا او هالنډ لوبېږي.  لومړۍ به هره لوبډله له بلې سره لوبېږي او بیا به د سر څلور لوبډلې نیمه پایلوبې او له دې ډلې به یې دوې نورې پایلوبې ته وځي.  د کرکټ‌ د یوې ورځنیو سیالیو نړیوال جام په هرو څلورو کلونو کې یوځل کېږي، انګلنډ د ۲۰۱۹ کال اتلولي ګټلې وه او افغانستان په هغه نړیوال جام کې یوه لوبه هم نه وه ګټلې. 

09.07.2023 امریکا غږ

د چین د اثررسوخ په اړه اندېښنې: اردن د بجلۍ د یوې نوې بټۍ د جوړولو په سر، د چین پوروړی پاته شوی

واشنګټن   - کله چي اردن د چین سره خپل تعلقات مضبوطه کول، داسې ویل کېدل چې په اردن کې جوړېدونکی د العطارات بجلۍ بټۍ به یوه داسې ستره ترقیاتي منصوبه وي چې هغه ملک ته به د بجلۍ یوه ستره سرچینه وي. مګر د هغې بټۍ د رسمي پرانېستې وروسته، هغه ځای چې د اردن پایتخت جنوب اړخ ته په یو تور، د تېږو ډک او وچ بیابان کې پروت دی، د یو یوې تودې تنازع ښکار ګرځېدلی دی. د دې بټۍ د جوړولو دپاره چې څه معاملې روانې وې، په نتیجه کې یې اردن د چین په بلینونه ډالرو په قرضو کې ونښتېدلو. دا قرضې د هغو مختلفو لوظنامو او معاملو نتیجه ده چې د بجلۍ د منصوبې د پیل راهېسي، د چین او اردن ترمنځ لاسلیک شوې دي. اوس چې خبره تر دې ځایه رارسېدلې ده، د چین او اردن ترمنځ کشیدګۍ په زیاتېدو دي او د اردن حکومت چې په دې معاملاتو سخت خفه دی، کوښښ کوي چې قضیه یو عالمي عدالت ته ورسوي. په داسې حال کې چې په منځني ختيځ کې د امریکا اثر رسوخ کمیږي او د چین سېوا کیږي، په اردن کې د شېل تېلو څه باندې دوه بلینه ډالري منصوبه د چین د تګلارې یو غوره مثال دی چې ډېری اسیایي او افریقایي ریاستونه یې د غټو قرضو په لومو کې راګېر کړي دي. په واشنګټن کې د سټېمسن سېنټر یو څېړونکی جېسې مارکس د چین له خوا د بنیادي اډانو د جوړولو منصوبو او د بجېنګ سیاسي مقاصدو ته په اشارې سره وایي: «العطارات د دې خبرې یو مثال دی چې د [چین] بېلټ اېنډ روډ اېنېشیټیو څه و او څه ترې جوړ شوي. اردن په خطه کې د چین د کامیابۍ د مطالعې یو دلچسپه قضیه نه، بلکې داسې یو مثال دی چې چین د منځنۍ کچې آمدن ملکونو سره څنګه تعامل کوي.» د العطارات په نوم د بجلۍ د منصوبې نظریه، شاوخوا پنځلس کاله مخکې راپیدا شوه او مقصد یې دا و چې اردن دپاره کافي بجلي پیدا شي او د نورو ملکونو بجلۍ ته ضرورت ونلري. دا بټۍ د شېل تېلو په پیداوار ولاړه ده، او شېل تېل هغه تېل دي چې د شګلنو ځمکو نه ترلاسه کیږي. اوس چې د بټۍ د جوړولو کار ختم شوی، د هغه ځای د بجلۍ قیمت ډېر ګران ټاکل شوی او د اردن خلک یې سخت په غوسه کړي دي. د مخکېنۍ لوظنامې تر مخه، اردن به په آینده دېرشو کلونو کې د هغې بټۍ د پیداوار بجلۍ اخېستو دپاره قریب اته نیم بلینه ډالر ورکوي. اردن که څه هم په منځني ختیځ کې واقع شوی، مګر د خپلو ګاونډیو ملکونو غوندې د تېلو پرېمانه او آسانه ذخیرې نه لري. په ۲۰۱۲ کال کې د اردن د العطارات بجلۍ کمپنۍ حکومت ته وړاندیز وکړ چې په دښته کې دې د شګلنو ځمکو لاندې د شېل تېل راوباسي او ورباندې دې د بجلۍ یوه بټۍ جوړه کړي. د حکومت دا وړاندیز خوښ شوی و، مګر وروسته معلومه شوه چې د دې تېلو راایستل ډېر ګران او خطرناک دي او ټېکنالوجۍ ته هم ضرورت لري. دا منصوبه چې وځنډېده، اردن په ۲۰۱۴ کې د اسرایل نه د قدرتي ګېسو د درامد کولو یوه لوظنامه لاسلیک کړله چې ارزښت یې پېنځلس بلینه ډالره و. دې سره د العطارات د شېل تېلو منصوبې ته دلچسپي کمه شوله. العطارات کمپنۍ وایي، دوی دا منصوبه بهرنیو ملکونو ته پېش کړله، مګر د امریکا نه نیولې تر اروپا او جاپان او جنوبي کوریا پورې، هېچا ورته زړه ښه نه کړ. خو وروسته اردن په حیرانۍ سره وکتل چې د چین بېنکونو په ۲۰۱۷ کال کې د دې منصوبې د فېنانس دپاره اردن ته د یو اعشاریه شپږ بلینه ډالرو وړاندیز وکړ. د چین یوې سرکاري کمپنۍ په العطارات کې پنځه څلوېښت فیصده ونډې واخېستلې او په کرار کرار د اردن د تېلو دا منصوبه د چین د بېلټ اېنډ روډ اېنیشيټیو یوه برخه وګرځېدله. څېړونکي وایي، په ۲۰۱۷ کال کې چې بشارالاسد د شام په خانه جنګیو کې کامیابۍ ترلاسه کړلې، چین ته دا طمعه هم پیدا شوه چې د اردن نه پس به د شام د بیارغونې په چارو کې هم ورشامل شي او له دې اړخه به هم بلینونه ډالر ورپه نصیب شي. د دې معاملې ترمخې به اردن په آینده دېرشو کلونو کې، هر کال د بجلۍ د لوړ قیمت له امله، دوه سوه و اتیا (۲۸۰) میلینه ډالر نقصان کوي. د دې نقصان د معاوضې په خاطر به په اردن کې د بجلۍ صارفینو باندې ۱۷ فیصده د بجلۍ نرخ سېوا کیږي، او دا به د اردن اقتصاد ته چې له وړاندې نه هم د قرضو او انفلېشن سره مخ دی، نور چلېنجونه هم راپیدا کړي.

09.07.2023 ډیوه

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

09.07.2023 امریکا غږ

د امریکا پوځ: هوايي‌ برید کې مو په سوریه کې د داعش یو مشر وواژه

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندې د یکشنبې په ورځ جولای نهمه (چنګاښ ۱۸) وویل، د امریکا یوې MQ-9 ډرون بې پیلوټه الوتکې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) یو مشر وروسته له خغه وژلی چې دا بې پیلوټه الوتکه د روسیې د جنګي الوتکو له خوا ځورول شوی وه.

09.07.2023 امریکا غږ

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خبري خپرونه کې دا مطالب ګورئ او اورئ: د افغانستان د اقتصادي کړکیچ په جریان کې د چین د پانګونو په اړه د کارپوهانو نظر اخلو. همدا اوونۍ د لیتوانیې په پلازمینه ویلنوس کې د ناټو غونډه کیږي او د اوکراین پوځي ملاتړ په اړه معلومات خپرو. او په جلاوطنۍ کې د یوې افغان تیکواندوکارې مبارزې ته کتنه کوو چې غواړي المپیک سیالیو کې د افغان ښځو استازیتوب وکړي.

09.07.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

09.07.2023 امریکا غږ

د معترضو ښځو غورځنګ: طالبان د ښځو په حذف کولو سره افغانستان شاته بیايي 

په کابل کې د «ښځو یووالی او پیوستون» په نوم د معترضو ښځو یو غورځنګ وايي چې طالبان د افغان ښځو په ګوښه کولو او حذف کولو سره دا هېواد شا ته بیايي.

09.07.2023 امریکا غږ

یونیسف: نړیوال بنسټونه شاوخوا ۱۰زرو افغان ښځینه روغتیایي کارکوونکو سره مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې لس زره ښځینه روغتیایي کارکوونکې د نړیوالو موسسو څخه مالي مرستې ترلاسه کوي. 

09.07.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more