شاته

شمالي وزیرستان:د وزیرستان د ځوانانو د تنظیم د وژل شوي مشر وقار داوړ پلار هم نامعلومو وسله والو وژلی

په شمالي وزیرستان کې بیا دهدفي وژنې تازه پېښه شوې ده چې پکې د یوت اف وزیرستان یا د وزیرستان د ځوانانو د تنظیم د وژل شوي مشر وقار داوړ پلار او د ټیليفون ایکسچینج اپریټر زریت خان وژل شوی دی.

پولیس په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنې شوې پېښه تاییدوي اؤ وایي زربت نن د میرعلي تحصیل عیدک سیمه کې نامعلومه کسانو په ډزو وژلی دی. په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې.

د میر علي تاڼې چارواکي وايي هغه هلته د ټیليفون لاین سمولو د پاره ورغلی وو چې نامعلومه کسان ورغلي او ډزې یې پرې کړي او بیا تښتیدلي دي.

د پولیسو وینا ده مقدمه یې د نامالومو کسانو پرضد درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

د علاقې خلک وايي نوموړی یو عاجز انسان وو، زیات وخت به یې ډیوټي کوله او علاقه کې به یې د ټیلیفون د رابطې کار سمولو، چا سره یې شخصي دښمني نه لرله او تېر کال د جون په میاشت کې یې یو زوی وقار داوړ نامالوم کسانو په یو هدفي برید کې وژلی ؤ.

وقار داوړ د تیر کال د جون په 19مه د میر علي په حیدر خېل سیمه کې سره د درېوؤ نورو ملګرو سنید داوړ، اسد داوړ او عماد داوړ وژل شوي وو .

تر پېښې وروسته د شمالي وزیرستان اتمانزی قامي جرګې تر درېوؤ میاشتو پورې احتجاجي پرلت کړی و او وروسته د ټولو سیاسي ګوندونو په ډاډ دغه پرلت ځنډول شوی وو.

د شمالي وزیرستان سره تړاو لرونکی ټولنیز فعال صدیق داوړ وايي،په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو لړې په چټکتیا سره روانه ده او هره ورځ پکې بې ګناه خلک وژل کیږي.

ډيوه سره خبرو کې هغه وویل زربت خان یو ډیر عاجز او مهربان انسان و ، دا د ظلم حد دی چې
لومړی یې زوی او اوس یې پلار ووژل شو په دې جرم چې دوی د علاقې د امن خبره کوله .

د پاکستان پوځ په کال 2014م کې په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات کړي وؤ او دعملیاتو په پایله کې یې دا سیمه د هرقسمه د ناامنۍ نه پاکه ګرځولې وه.

د پي ټي ایم فعال ارشاد قرار وايي د ضرب عضب عملیاتو وروسته شمالي وزيرستان کې تر 550 نه زيات کسان د پاکستان د زرګونو پوځيانو په موجودګي کې وژل شوي دا په داسې حال کې ده چې د وزيرستان هر کلي کې قدم په قدم چيک پوسټ دی بیا وسله وال ښه ازاد ګرځي عام ولس وژني خو تر دې مهاله په دغه پېښو کې یو کس نه دی نیول شوی

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00