د خېبرپښتونخوا مخصوصو ضلعو کې د پوليو ضد کمپاين پېل شوی خو مومندو او خېبر کې ځنډېدلی
د خېبرپښتونخوا په مخصوصو ضلعو او افغان کډوالو په کېمپونو کې د نن څخه د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل کړی شوی خو په قبايلي ضلعو خېبر او مومندو کې د امنیتي ساتونکو د ډيوټۍ نه بايکاټ له امله په دغو سيمو کې کمپاين ځنډول شوی دی. د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکي وايي زر په دغو سیمو کې کمپاين پېل شي.
ایران کې د ودانیو نړېدو له امله لږترلږه څلور کسان مړه شوي
د ایران په پایتخت تهران کې د څو ودانیو د نړېدو له امله د دوو پولیسو په ګډون څلور کسان مړه شوي او لږ تر لږه ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د افغان طالبانو مشر وايي د پولې پورې غاړه حملې "حرام" دي
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو مشر د پاکستان په ګډون د پولې پورې غاړې حملې کول د اسلام له نظره "حرامې" ګرځولي دي.
د جنوبي اسیا درې پر څلورمه برخه ماشومان له سختې ګرمۍ سره مخامخ دي- ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې په جنوبي اسیا کې درې پر څلورمه برخه ماشومان له خطرناکې سختې ګرمۍ سره په داسې حال کې مخامخ دي چې په نړۍ کې د اقلیم د بدلون اغیزې پراخیږي.
شمالي وزيرستان کې په امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی، ټي ټي پي پېښور کې د پوليس وژلو زمه واري منلې ده
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه سيمې شمالي وزیرستان کې د امنيتي ځواکونو په کاروان ځانمرګی بريد شوی، چارواکي وايي، په بريد کې امنیتي ځواکونو ته کوم تاوان نه دی اوښتی خو دوه ځايي کسان ورکې وژل شوي دي.
ملګري ملتونه: نړۍ کې ۱۱۸.۵ میلیونه نجونې زده کړو ته لاس رسی نلري
د ملګروملتونود ښوونې علمي او کلتوري اداره "یونسکو" د روان کال د اپریل د میاشتې د یو راپور له مخې وايي، چې په نړۍ کې ۱۱۸.۵ میلیونه نجونې زده کړو ته لاس رسی نلري.
طالبان: افغانستان د اقلیم د بدلون د ناوړو اغیزو سره مخ دی
د طالبانو د حکومت د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، چې افغانستان د نړۍ په هغو شپږو هیوادو کې شامل دی، چې د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله یې په دې وروستیو کلنو کې ډیر زیات زیان لیدلی دی.
پاکستان: کراچۍ نه پښتونخوا ته روان اورګاډي پېښه کې د مړو شمېره 30 ته رسېدلې
د پاکستان د اورګاډي د محکمې وزیر د کراچۍ نه خېبرپښتونخوا ته روان ګاډي په پېښه کې د 28 کسانو مړينې تاييد کړي خو وروسته چارواکو ويلي، په پېښه کې ژوبل دوه نورو کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
بلوچستان: تربت کې اووه نجوبې په اوبو کې ډوبې شوي
بلوچستان په تربت سیمه کې د ملګرې د ژغورنې لپاره شپږ همزولې نجونه اوبو ډوبې کړي دي. پوليس وايي پېښه د یکشنبې په ورځ د تربت د کیچ ضلعې کلګ ته څېرمه د کېچ سیند پر غاړه شوې ده چې ټولې اووه نجونه پکې مړې شوي دي.
قریشي : د عمران خان ژوند په خطر کې دی
د پاکستان د مخکني صدراعظم عمران خان د ګوند چاراکو او مدافع وکیلانو شکایت کړی چې په زندان کې د ښاغلي خان سره د لیدو اجازه نده ورکړل شوې او زیاتوي چې هغه د هیواد په تر ټولو نومبدي زندان کې په ناوړه شرایطو کې ساتل کیږي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
ټرمپ د انتخاباتو نتیجې بدلولو په قضیې کې د قاضي بدلیدل غواړي
د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یکشنبه اګست ۶ (زمري۱۵) ویلي د محکمې څخه به د هغې قاضۍ د بدلولو غوښتنه وکړي چې د انتخاباتو د نتیجې بدلولو په قضیې کې د ټرمپ د جنایي محاکمې مشري کوي.
سوریه کې جهادي ډلو ۶ سرتیري وژلي
د سوریې د بشري حقونو څار ادارې یکشنبه اګست ۶ (زمري۱۵) ویلي چې جهادې ډلو د دې هیواد په شمال لویدیځ کې د حکومتي ځواکونو په یوې پوستې برید کړی، شپږ سرتیري یې وژلي او دوه نور یې ټپي کړیدي.
این حق من است (تکرار)
این حق من است (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)