ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان کې د موسيقۍ پاليسي جوړه شوې

د پاکستان د اطلاعاتو مخکينۍ وزيرې مريم اورنګزېب ويلي، مرکزي کابينې په نهم اګست د مخه ښې په غونډه کې د موسيقۍ پاليسي منظوره کړې ده.

11.08.2023 ډیوه

ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه

ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه

11.08.2023 ازادي راډیو

شهباز شريف: که د سايفر ليک شوي جزیات سم وي نو دا ډېر غټ جرم دی

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف ويلي که د سايفر جزيات چرته خپاره شوي او دا سم وي نو دا ډېر غټ جرم دی

11.08.2023 ډیوه

د پاکستان نګران وزيراعظم به څوک وي؟

پاکستان کې د نګران وزیراعظم ټاکلو دپاره مشورې پېل شوي او پاکستاني مطبوعاتو د ځينو کسانو نومونه خپريږي هم، خو د وزيراعظم شهباز شریف او اپوزيشن مشر ترمنځ د نګران وزيراعظم ټاکلو دپاره پرون يوه ناسته شوې او د بلې ناستې نن کېدو ويل شوي دي.

11.08.2023 ډیوه

د پښتونخوا نګران وزیراعلی د خپلې کابېنې غړو نه استعفاګانې اخستې دي

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو نګران وزیر بیرسټر فیروز جمال بیلابیلو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې د صوبې نګران وزیراعلی ښاغلي اعظم خان د زیارت/پنجشنبې په ورځ د نګرانې کابینې د 19 غړو نه استعفاګانې اخستې دي

11.08.2023 ډیوه

جان کربي: موږ ته طالبانو ته پېسې نه ورکوو، خپلو بشري شریکانو ته یې ورکوو

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د امریکا غږ افغانستان څانګې سره په ځانګړې مرکې ویلي دي چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو کلک نظارت کوي‌ چې په سم ځای کې ولګول شي.

11.08.2023 امریکا غږ

یمن: القاعده ډلې د بنګله دېش یو شهري آزاد کړی دی

د بنګله دېش یو شهري چې د ملګرو ملتونو دپاره یې کار کولو او یو کال وړاندې په یمن کې د القاعده ډلې لخوا اغوا کړی شوی و، آزاد شوی دی. دا خبر د بنګله دېش د وزیراعظمې دفتر د زیارت/پنجشنبې په ورځ ورکړ.

11.08.2023 ډیوه

توخۍ: د افغان نجونو ښځو وضعیت مې ځوروي

پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنۍ دوه کاله په پوره کېدو دي، په دې موده کې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو له خوا ډول ډول محدودیتونه لګول شوي او دا لړۍ اوس هم روانه ده. ګڼو فعالانو اندېښنه ښودلې، که نړیوال خپل اواز پورته نه کړي، دا محدودیتونه به لا پسې پراخ شي. نن مو د ازادۍ مېلمه پروګرام کې د ښځو او نجونو د حقونو فعاله وږمه توخۍ مېلمنه ده. د بحث کوربه صالح محمد صالح دی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:  

11.08.2023 ازادي راډیو

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

11.08.2023 امریکا غږ

سپینه ماڼۍ له اوکراین سره د نویو پوځي مرستو لپاره له کانګرس څخه ۱۳ میلیارد ډالر غواړي

د ولسمشر جوبایډن حکومت له اوکراین سره د نویو پوځي مرستو لپاره له کانګرس څخه څه باندې ۱۳ میلیارد نور ډالر غوښتي دي.

11.08.2023 امریکا غږ

د پاکستان پارلېمان – چې اوس مات شوی – په سیاست کې د پوځ د کردار زیاتولو ذمه وار بلل شوی

ناقدین حکومت د دې کار مذمت کوي چې د پارلېمان د ماتېدو نه وړاندې په څو هفتو کې یې په لسهاوو متنازعه قانوني مسودې یې په بېړه منظورې کړلې، او دوی دعوه لري چې په دې کار سره، ګني انتظامیې غوښتل پوځ خوشحاله کړي.

10.08.2023 ډیوه

ځنګلي اورونو په امریکا کې لږ تر لږه ۵۳ کسان مړه کړي

د متحدو ایالتونو د هاوايي په ایالت کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ اګست لسمه (زمری ۱۹) وویل چې ځنګلي اورونو د دغه ایالت په یوې سیاحتي سیمې کې لږ تر لږه ۵۳ تنه مړي کړي او ژغورونکي د ماوي د ځپل شوي ټاپو څخه د  خلکو د اېستلو هلې ځلې کوي.

10.08.2023 امریکا غږ

ایران له اوین زندان څخه د امریکايي بندیانو خلاصون او د سپینې ماڼۍ غبرګون

د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) د پنجشنبې په ورځ، د اګست لسمه ( زمري ۱۹) په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي په حواله خبر ورکړ، چې د دغه هېواد له اوین زندان څخه امریکايي بندیان خوشي شوي دي.

10.08.2023 امریکا غږ

د هند په پارلمان کې د مودي پر حکومت د نه باور طرحه ناکامه شوه

د هند په پارلمان کې د نریندرا مودي پر حکومت د نه باور طرحه وروسته له هغه له ماتې سره مخامخ شوه، چې ښاغلي مودي د پنجشنبې په ورځ، د اګست لسمه (زمري۱۹) ‌د پارلمان د درې ورځني بحث په پای کې یوه تونده وینا وکړه.

10.08.2023 امریکا غږ

ایران به څلور امریکایان د زندان نه په کور نظر بندۍ ته انتقال کړي

د انساني حقونو وکیل جېرېډ ګېنسر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل امریکايي قیدیان به د تهران د اوین زندان نه د نظر بندۍ دپاره یو هوټل ته منتقل کړی شي او د حفاظت ذمه واري به يې د ایراني محافظین په غاړه وي

10.08.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more