شاته

د پاکستان سپریم کورټ فیصلو او حکمونو ته د بیاکتنې نوی قانون ناچله وګرځاوه

د جمعې په ورځ د پاکستان سپريم کورټ د پارليمان نه منظور شوی فیصلو او حکمونو ته د بیاکتنې قانون "ريويو اف ججمنټس اينډ ارډرز" ايکټ ناچله ګرځولی دی .

ځینې څیړونکي وایي دې سره د پخواني وزیراعظم نواز شریف لخوا د خپلې سزا پرضد عدالت کې د اپیل کولو مخه نیول شوې ده خو د قانون پخواني وزیر ښاغلي اعظم نذیر تارړ بیا ویلي چې دسپریم کورټ دې فیصلې سره به د نوازشریف په مقدمه هیڅ اغېز نه کیږي.

پخپله لنډه پرېکړه کې سپريم کورټ ويلي دي چې ريويو اف ججمنټس اينډ ارډرز" ايکټ دایين خلاف دی.

سپریم کورټ په دغه هکله د 87 پاڼو تفصیلي فېصله لیکلې ده چې هغې کې دجسټس منېب اختر د 33 پاڼو اضافي نوټ هم شامل دی .

د سپریم کورټ فيصله کې ويل شوي دي چې دا ايکټ دپارلیمان دقانون سازۍ داختيار نه تجاوز دی اؤ قانوني حېثيت یې نشته.

د پاکستان یو وتلي خبریال انصار عباسي ویلي د سپریم کورټ له لوري د ریویو اف ارډرز اینډ ججمنټس ایکټ د ناچله ګرځول کیدو نه وروسته داسې ښکاري چې راتلونکي انتخابات به د نواز شریف اؤ عمران خان نه بغیر وشي.

د جیو ټي وي په یو پروګرام کې د خبرو په مهال ښاغلي عباسي ویلي دا دبدقسمتۍ خبره ده چې حکومتونه اؤ پارلیمان قانون سازي کوي خو سپریم په دغه قانون سازۍ هم سیاست کوي اؤ په نزدې څو میاشتو کې دا سیاست نور هم عروج ته رسیدلی دی.

دسپریم کورټ لخوا دجارې شوې حکمنامې له مخې پارليمان دسپريم کورټ د واک د ساحې یا دایرې په اړه قانون سازي نۀ شي کولی اؤ دا ټاکل شوی اصول دی چې ساده قانون په ایين کښې بدلون يا اضافه نۀ شي کولی،

سپریم کورټ خپله فیصله کې ویلي چې دسپريم کورټ په قواعدو کې بدلون دعدليې دازادۍ په ضد دی.

عدالت ويلي دي چې ريويو اينډ ججمنټ ايکټ داسې جوړ کړی شوی لکه چې په ایين کښې ترميم ضروري وي، که چرې ددې قانون لاندې داپيل حق ورکړی شو نو دمقدمه بازۍ يو نوی سېلاب به مخې ته راشي.

په فېصله کښې ويل شوي دي چې عدالت دې نتيجې ته رسيدلی چې سپريم کورټ ريويو ايکټ په واضحه توګه دایين د زياتره مادو پرضد دی اؤ په يو صورت کښې هم دا ايکټ دایين سره هم اهنګي نۀ لري.

په حکمنامه کښې ویل شوي چې ټول نظرثاني شوي اپيلونه دارټيکل 188 لاندې دایر کيدای شي.

په فيصله کښې ويل شوي دي چې دنظرثانۍ په دایره کار دسپريم کورټ په فېصلو کې کوم ابهام نشته، په ارټيکل 188 او په دې دعدالتي فېصلو پابندي په ټولو لازمه ده.

عدالت خپله فیصله کې دپارلمان حواله ورکړې او ويلي یې دي چې پارلمان ته علم دی چې اپيل او نظرثاني دوه بيلا بيل څېزونه دي.

دفيصلې له مخې دسخت کوشش باوجود عدالت په دې نتیجه رسیدلی چې ريويو اف ججمنټ ايکټ دایین سره متصادم دی.

په فيصله کې ويل شوي چې د ايکټ لاندې دارټيکل 184 تهري دمقدمو د فېصلې خلاف متاثره فريق ته د اپيل حق ورکړی شوی ؤ.

خبریال انصار عباسي ویلي وړمه ورځ قامي اسمبلي ماته شوې ده اؤ نن سپریم کورټ د ریویو یا بیا کتنې ایکټ ناچله وګرځولو او دې سره د نوازشریف مخه نیول شوې ده چې هغه د پاکستان په سیاست کې برخه وانه خلي.

هغه ویلي نواز شریف موقعه لرله چې دخپلې نااهلۍ د سزا پرضد عدالت ته اپیل وکړي خو وایي اوس سپریم کورټ دهغه نه دغه موقعه اخستې ده.

خو بل اړخ ته بیا دقانون پخواني وزیر ښاغلي اعظم نذیر تارړ ویلي چې دسپریم کورټ دې فیصلې سره د نوازشریف په کیس یا دوسیه هیڅ اثر نه پریوځي .

بیلابیلو رسنیو ته هغه ویلي چې پارلیمان دایین د 184/3مې دفعې لاندې قانون منظور کړی چې د نا اهلۍ سزا به پینځوو کالو نه زیاته نه وي.

هغه وویل نوازشریف خپله دپینځوو کالو د نااهلۍ موده سرته رسولې ده اؤ اوس سیاست کې برخه اخستل دهغه حق دی.

دپاکستان سپریم کورټ د پاناما په قضیه کې پخوانی وزیراعظم د ټول عمر لپاره د سیاست نه ناهله کړی وو، خو په داسې حال کې چې اوس یو وارې بیا په پاکستان کې د عامو انتخاباتو تیارۍ روانې دي مسلم لیګ(ن) ګوند ویلي چې نواز شریف به ډیر زر وطن ته راستون شي اؤ دلته به عدالتونو کې دخپلو مقدمو پیروي وکړي.

دمسلم لیګ نواز ګوند صدر اؤ دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف تېره ورځ پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې نوازشریف به دهغوي د ګوند له لوري راتلونکی وزیراعظم ټاکل کیږي.

سپريم کورټ دشپږو اوريدنو وروسته په ١٩م جون د "ريويو اف ججمنټس اينډ ارډرز" په هکله فيصله محفوظ کړې وه.

دايکټ لاندې دارټيکل 184 مقدمو فيصلې خلاف متاثره فريق ته د اپيل حق ورکړی شوی ؤ.

دايکټ لاندې اپيل اوريدونکي بينچ کښې دججانو شميره دمرکزي کيس اوريدونکو ججانو نه زياته لازم ګرځول شوې وه ، ريويو اينډ ججمنټ ايکټ کې داپيل لپاره به فريقينو ته دنوي اپيل کولو اجازه هم وي،

د ريويو اينډ ججمنټ ايکټ لاندې د ولسي مفاد لپاره په مقدمو کښې دنظرثانۍ اپيلونه به لارجر بينچ اوري.

دپاکستان تحريک انصاف پشمول په انفرادي حېثيت کښې نورو وکيلانو دغه ايکټ چيلنج کړی ؤ.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00