شاته

د خليجي هېوادونو له لوري پاکستان کې د اربونو ډالرو د سرمایه کارۍ مخې ته څه خنډونه دي؟

نړيوال مطبوعات وايي خليجي هېوادونه په پاکستان کې د اربونو ډالرو پانګونو ته تېار دي او په دې لړ کې د پاکستان طاقتور پوځ د خليجي هېوادونو لپاره د کان کيندنې او توانايۍ په منصوبو کې د برخې اخستو لپاره لارې اسانوي.

اقتصادپوهان وایي دا منصوبه تر هغې نه شي کاميابېدای تر څو چې د پاکستان په اقتصادي تګلارو کې د عدم تسلسل ستونزه نه وي هواره شوې او مقامي خلکو ته ددې منصوبو څخه د رسېدونکو ګټو باور نه وي ورکړل شوی.

د خپل بدحاله اقتصاد ښه کولو او هېواد ته د بهرنيو پانګو د راوړلو په خاطر پاکستان د سعودي عرب په ګډون د خليجي هېوادونو سره خبرو کې بوخت دی.

امريکايي مجله وال سټريټ جنرل وايي سعودي عرب بلوچستان کې د تانبې لوی درنګ- چې ماليت یې 7 اربه ډالره دی- اخستل غواړي او ددې ترڅنګ دغه هېواد په پاکستان کې د تېلو د صفا کولو د کارخانې په قیام هم خبرې کوي.

امريکايي مجلې وال سټريټ جنرل ددې منصوبې څخه له بلد سرچينو د خولې ليکلي چې سعودي عرب د تانبې د هغه لويې کان اخستو لپاره خبرو کې بوخت دی کوم چې په بلوچستان صوبه کې د کنېډا بېرک ګولډ کمپنۍ د 7 اربو ډالرو په لګښت تېار کړی دی.

مجله د پاکستاني او خليجي هېوادونو د چارواکو له قوله لیکي چې ددې ترڅنګ په پاکستان کې د سعودي عرب لخوا دتیلو دصفا کولو دکمپنۍ په لګولو هم خبرې مهم پړاو ته رسېدلې دي

په دې منصوبه به 14 بيليونه ډالره لګښت راځي.

د پاکستان حکومت په هېواد کې د بهرنيو پانګو د راغب کولو لپاره په دې ورستو کې د پانګونې د اسانتياو خصوصي کونسل هم جوړ کړې چې د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرال عاصم منير ېې هم برخه ده.

د مالي او اقتصادي چارو څيړونکي وايي د خليجي هېوادونو په پاکستان کې پانګونې هله ممکن کېدای شي که پاکستان کې د پاليسيانو د تسلسل دنشتوالي ستونزه هواره شي اؤ دلته بهرنيو پانګونو لپاره اسانتیاوې ورکړل شي.

د اقتصادي چارو څېړنکار ډاکټر ساجد امين ډيوه سره په دې اړه خبرو کې وويل "زما په اند مونږ له به دا باوري جوړول وي چې ددې سرماېه کارۍ به عام تن ته څه ګټه وي"

هغه وایي که بلوچستان ته سرمایه کاري راځي نو ایا دا به هلته مقامي خلکو ته د روزګار نوې موقعې ورکړی شي؟

"داسې نه چې زما په څېر تن به د اسلام اباد نه لاړ شي او هلته به روزګار ترلاسه کړي او زه ګڼم که چېرې دې دوه دريو څيزونو ته پام وکړی شي نو شاېد چې دا بيا څه ګټه ولري."

د اقتصادي بد حالۍ او سياسي عدم استحکام سره مخ پاکستان د تېر جون میاشت کې د نړیوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف سره د 3 اربه ډالرو لنډ مهاله لوظنامه لاسلیک کړې ده.

د مجلې ترمخه کان کيندنه، د توانايۍ بنيادي اډانه، د کرکيلې څانګه او د سرکاري کاروباري ادارو نجکاري هغه ټول شېان دي چې په سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او قطر باندې د خرڅون د منصوبې برخه کېدای شي.

د پرمختيا او منصوبه بندۍ پخواني وزیر احسن اقبال چې د پانګونې د اسانتياو د ځانګړي کونسل د انتظامي کمېټۍ مشر هم دی ،وېلي چي نړيوالو پانګوالو ته په پاکستان کې د سرماېه کارۍ غوره موقعې شته خو باید پاکستان نړیوالو پانګوالو ته د تګلارو د تسلسل باور ورکړي.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي پاکستان به له تېرو 70 کلونو راهیسې د بجټ خسارې پوره کولو لپاره قرضې اخستې خو اوس چې بهرني هېوادونه اسلام اباد ته پورونه ورکول بند کړي دي نو اوس د پاکستان حکومت د خپلو شتمنیو خرڅولو ته پام ګرځولی دی.

ماهرين وايي متحده عرب امارات او د پاکستان دوست هېوادونه غواړي چې پاکستان خپلې شتمنۍ خرڅې کړي او په دې لړ کې د سرمایه کارۍ لپاره دغه هېوادونه د 8 اربه ډالرو يو فڼد هم جوړوي. او د کله نه چې خليجي هېوادونو په پاکستان کې د کان کيندنې او نورو څانګو کې د سرماېه کارۍ عزم څرګند کړی د هغې ښه اثرات د پاکستان په بېلابېلو برخو کې ليدل کېږي.

د مالي چارو کارپوهه او د وڼدو د بازار په چارو نظر لرونکی شهريار بټ ډيوه ته وايي په پاکستان کې د سعودي عرب او نورو خليجي هېوادونو د سرماېه کارۍ د عزم ښه اثر د هېواد په اقتصاد ليدل کېږي، د ونډو بازار په پرله پسې ډول ښه روان دی او که راتلونکو ورځو کې پاکستان ته پېسې راشي نو روپۍ به مستحکم شي او بل به ورسره زموږ د ډالرو ذخیره هم سېوا شي ولې چې د آی اېم اېف د تړون ترمخه به مونږ له دا ذخيره د اتوؤ اربو ډالرو څخه 15 اربو ډالرو ته رسول وي.

په دې وروستیو کې د سعودي عرب خارجه او د کان کيندنې وزيرانو په پاکستان کې د سرمایه کارۍ په فرصتونو د خبرو لپاره اسلام اباد سفر هم کړې و.

خليجي هېوادونو دا نه ده ښکاره کړې چې هغوى په پاکستان کې د څومره ماليت سرماېه کاري کول غواړي خو سږ کال د جنورۍ په میاشت کې سعودي عرب ویلي وو چې هغه په پاکستان کې 10 اربه ډالرو سرماېه کارې ته تېار دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00