شاته

طالبانو په تېرو درو ورځو کې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې پینځه خبریالان نیولي دي

رپوټونه وایي په رسنیو باندې د بندیزونو په ترڅ کې طالبانو په تېرو درو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پینځه خبریالان نیولي او بندیان کړي دي، خو طالبانو لا په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله اداره سي پي جې وایي په افغانستان کې چې د 2021م کال په اګست کې طالبانو واکمن شوي د تېر جمهوري نظام د شل کلنې دورې فعاله مېډیا په شدیده توګه اغېزمنه شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز (اې ایف جې سي) وايي، د طالبانو د حکومت د استخباراتو ادارې په تېرو څو ورځو کې په ننګرهار، پکتیا، غزني او کندوز ولایتونو کې پینځه ځایي خبریالان نیولي دي.

اې ایف جې سي د جمعې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې د «کلید رېډیو» دوه خبریالان فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالحي ماسپښین شاوخوا درې بجې په جلال اباد په ښار کې له خپل دفتره له ځان سره وړي دي.

د طالبانو امنیتي چارواکو په پکتیا ولایت کې هم د «اریانا نیوز» د کابل خبریال حسیب الله سراب د پنجشنبې- زیارت په ورځ په مرکزي ښار ګردېز کې نیولی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، د طالبانو امنیتي ساتونکو په کندوز ولایت کې د «سلام وطندار» ځایي‌ رېډیو خبریال حسیب حساس هم نن د جمعې په سهار نیولی دی.

دغه مرکز وایي تر دې مخکې د یکشنبې- اتوار په ورځ په غزني ولایت کې د باختر سرکاري خبري ایجنسۍ خبریال سید وحدت الله ابدالي د دغه ولایت ځایي چارواکو نیولی او اوس هم له طالبانو سره په بند کې دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې ددغو خبریالانو د نیولو سبب معلوم نه دی او نه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د افغان خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکو تنظیمونو د دغو افغان خبریالانو پر نیول کېدو ژوره خواشیني ښکاره کړې او د طالبانو له حکومته یې غوښتنه کړې چې هغوی دې بې له کوم شرطه ژر خوشي کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له ځایي چارواکو غوښتي، چې که ددغو خبریالانو په اړه هر ډول شکایت لري د رسنیو د قانون له مخې دې یې د شکایتونو د ارزونې او د رسنیو د سرغړونې د څېړلو د کمیشن له لارې حل کړي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د شمېر له مخې د ننګرهار، پکتیا، غزني او کندوز ولایتونو کې له دغو پینځو تازه نیول شویو خبریالانو پرته لږ تر لږه څلور نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هم له طالبانو سره په بند کې دي. مرکز وایي:

"یو خبریال شاوخوا پینځه میاشتې دمخه نیول شوی، یو خبریال یوه میاشت وړاندې نیول شوی او د رسنیو یو کارکوونکی دوې اونۍ وړاندې نیول شوی او په زندان کې اچول شوی دی".

مرکز په نیول شویو خبریالانو کې یواځې د افغان اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي نوم یاد کړی او د نورو خبریالانو نومونه یې د امنیتي ستونځو له کبله نه دي ښودلي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان په دې وروستیو کې په یو رپوټ کې په رسنیو باندې د طالبانو د پراخو بندیزونو خبر ورکړی او ویلي یې وو چې د طالبانو حکومت معلوماتو ته د رسنیو لاسرسی هم محدود کړی، د خبریالانو او پر خپل حکومت د تنقید کوونکو نیول یې زیات کړي دي.

د بشري حقونو سازمان ویلي وو چې له همدې کبله خبریالان او رسنۍ د خپلسره نیولو له ډاره په اندېښنه کې دي او مهم معلومات نه خپروي.

خو د طالبانو حکومت د دې میاشتې په سر کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو د بهیر په پیل کې ویلي وږ، چې حکومت یې د بیان ازادۍ ته ژمن دی، خو وایي رسنۍ باید داسې موضوعاتو خپاره نه کړي چې نظام ته ترې زیان رسیږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00