ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اسدالله: پخوا طالب وم، پلچرخي زندان کې هیرویني شوم

د دغه معتاد او یو شمېر نورو معتادینو کیسې او په افغانستان کې د نیشه یي توکیو وضعیت ته ځغلنده کتنه!

01.10.2023 ازادي راډیو

زیر آسمان کبود (تکرار)

زیر آسمان کبود (تکرار)

01.10.2023 ازادي راډیو

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مخ ته ځانمرګی برید شوی

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې ددغه هیواد پایتخت انقره کې دوو وسله والو بریدګرو ددغه وزارت مخ ته ځان پورې تړلو چاودیدنکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

01.10.2023 امریکا غږ

د نشه یي توکیو پر وړاندې د غور د یوه ورزش کار کمپاین

دا ورزش کار په بېلابېلو سیمو کې ګرځي او معتادین د نشه یی توکیو پریښودو ته هڅوي. د هغه او معتادینو خبرې په دې ویډیویي راپور کې ووینئ:

01.10.2023 ازادي راډیو

امیري: طالبان نشي کولای دا ادعا وکړي چې د افغانانو ژوند ښه شوی

د طالبانو له خوا بشري حقونو یو شمیر فعالانود نیولو په اړه د ځینو نړیوالو بنسټونواو شخصیتونوله خوا د غبرګونونو په لړکې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم د دغو فعالانو د ژر خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

01.10.2023 امریکا غږ

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

01.10.2023 ازادي راډیو

د کاج په مرکز د برید یو کال وشو؛ یوناما وايي د قربانیانو کورنیو ته ځواب نه دی ویل شوی

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" کابل کې د کاج په تعلیمي مرکز باندې د خونړي برید څخه د یو کال په پوره کیدو ددغه برید د قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ویلي دي، چې دا اداره د ټولو هغو کسانو ترڅنګ ولاړه ده چې په دغسې بریدونو کې یې زیان لیدلي دی.

01.10.2023 امریکا غږ

امریکايي کانګرس د حکومتي لګښتونو دقانوني مسودې منظوري ورکړه

امریکایي کانګریس خالي په ورځ د یوې نیمې میاشتې لپاره د حکومتي لګښتونو د یوې قانوني مسودې منظوري ورکړې ده چې دې سره د وفاقي حکومت د چارو د ودریدو مخه نیول شوې ده. دا قانوني مسوده د لاسلیک لپاره صدر جوباییډن ته لېږل شوې ده. تر عمومي بجټ وړاندې د حکومتي لګښتونو دا قانوني مسوده په داسې حال کې د سینیټ په غونډه کې منظور کړل شوې ده چې که د سینیټ د دواړو غاړو غړي پرې اتفاق ته نه وؤ رسېدلي نو ۱۱ ساعته وروسته به د وفاقي حکومت مالیاتي چارې به په ټپه ودرېدلې وې. د سینیټ په غونډه کې د ۴۵ ورځو لپاره د منظور شوې دې قانوني مسودې په حق کې د ډيمو کراټانو د ډلې 209 اؤ د ري پبلکنیز 126 غړو خپلې رایې ورکړې دي. د لګښتونو په دې قانوني مسوده کې د یوکراین دجګړې لپاره هیڅ پېسې نه دي اېښودل شوې خو هغه 16 بلینه ډالر پکې شامل کړی شوي دي چې صدر باییډن د افتونو په مهال د مرستو لپاره غوښتې وې . دامریکایي سینیټ د اکثریتي ډلې مشر چک شومر په قانوني مسوده له رایو ورکول کېدو نه وروسته خپل یو بیان کې ویلي دي چې "مونږ د شټ‌ ډاون نه ډډه کوؤ، دوه اړخېره تعلقات چې د سینیټ پېژندګلو ده ،غالب شول اؤ د امریکې لوس د راحت ساه اخستی شي" د امریکې د حکومت مالي کال یا د بجټ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه شروع کېږي. هم په دغه نېټه زوړ بجټ سر ته ورسېږي. که چرې  کانګرس ددې قانوني مسودې منظوري نه وه ورکړې نو د امریکې د وفاقي حکومت چارې به نن د اتوار د ورځې نه په ټپه ودرېدلې وې ، د حکومت ګڼ شمېر خدمات به ځنډېدلي وؤ ، په سرکاري کارکوونکو او په سیاسي معاملاتو به يې اغېزې کیدلې. د حکومت د بندېدو اثر په چا غورځېدو؟ د حکومت تړل کېدو په نتیجه کې به د وفاقي حکومت د مېلینونو کارکوونکو د تنخاګانو چېکونه ځنډېدل، چې په کې قریباً دوه مېلین پوځي عسکر او د دوه مېلین نه زیات غیر پوځي کارکوونکي شامل دي. د امریکې د پوځ عسکر چې په موجوده وخت کې په کار دي او اضافي عسکرو به هم خپل کار دوامداره ساتلو خو د دفاع وزارت قریباً 440000 غیر پوځي کارکوونکي به فرلو شوي  یا په عارضي ډول په کور کښېناستل. د وفاقي حکومت د کارمندانو نه علاوه به د حکومت تړل کېدلو سره د حکومت په خدماتو هم ژور اثرات کېدل. د پاسپورټونو او د وسلې لایسنس په شان د حکومتي نورو خدماتو  په درخواستونو به کار  ځنډېدلو. د وفاقي حکومت ځینې دفترونه به یا خو تړل کېدل او یا به هم د مقرره اتوو ګنټو نه د کم وخت دپاره پرانیستل کېدل. د وفاقي حکومت سره تړلي کاروبارونه به هم دحکومت د تړل کېدو نه متاثره کېدل چې په کې د وفاقي حکومت ټېکېداران، د سېلګرو دپاره خدمات او د وفاقي حکومت په انتظام کې د پارکونو چارې به هم متاثره کېدلې. د خلکو د سفر سره تړلې د صنعت اتحاد یو اېس ټرېول انډسټري اېسوشي اېشن وايي د شټ ډاون دلاسه د دوی صنعت به هر ورځ د 140 مېلین‌ ډالرو نقصان سره مخامخ کېدلو. د امریکي سپریم کورټ به هم د لنډ مهال شټ ډاون نه نه متاثره کېدو. نورې وفاقي عدلیې به هم خپل کار جاري ساتلو. ایا شټ ډاون یا د امریکې وفاقي حکومت مخکې هم تړل شوی؟ د نولس سوه اتیایم د لسیزې نه مخکې به بجټ د نه منظورېدو په سبب د حکومت چارې په مکمله توګه نه تړل کېدې خو د هغه وخت د وفاقي حکومت مشر وکیل یا اټارني جنرل ویلي وو چې د بجټ د منظورېدو نه بغیر وفاقي حکومت په قانوني توګه عملیات جاري نه شي ساتلی. د 1972 راهسې، 22 ځله د حکومت پېسې ختمې شوي دي او 10 ځله په کې کارکوونکي فرلو یا په عارضي رخصت لېږل شوي دي. تر ټولو اوږد شټ ډوان د 2018 او د 2019 ترمنځ و او دې سبب د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ او په کانګرس کې د ډېموکرېټېک پارټۍ د غړو ترمنځ په سرحد د دېوال په سر اختلاف و. دغه جزوي شټ ډاون 35 ورځې و.

01.10.2023 ډیوه

د متحده ایالاتو د حکومت تړل کیدو مخه ونیول شوه

د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې شنبه سپټمبر ۳۰ (تلې ۸) دیموکراتانو د جمهوري غوښتونکو لنډ مهالي اقدامات په غوڅ اکثریت ومنل او پدې سره د حکومت د ځینو برخو تړل کیدو مخه ونیول شوه.

01.10.2023 امریکا غږ

دپاکستاني روپۍ له ارزښت لوړېدو وروسته پاکستان کې د تېلو بیعې غورځول شوې دي

دپاکستان حکومت د تېلو نرخونو کې د کمي اعلان کړی دی چې دهغې ترمخه د پټرولو د یو لیټر نرخ 8 روپۍ اؤ د ډیزلو نرخ  11 روپۍ غورځېدلی دی. د تېرې څه مودې راهسې پاکستان کې دتېلو بیعې په پرله پسې ډول په بره روانې وې چې د څېړونکو په وینا دتېلو د بیعو لوړېدو سره هیواد کې د ګرانۍ کچه هم لوړه شوې ده. د خزانې وزارت له لوري دخالي اؤ اتوار په منځ شپه د جاري شوې اعلامیې له مخې د پټرولو د یو لیټر نرخ کې د 8 روپو له کمي راتلو وروسته اوس ددې بیعه 323 روپو اؤ 38 پېسو ته راښکته شوې ده. همدا شان د ډیزلو د یو لیټر نرخ 11 روپۍ غورځېدلی اؤ 318 روپۍ اؤ 18 پیسې ټاکل شوی دی. د خزانې وزارت وایي دتېلو بیعې یې ځکه غورځولې دي چې په نړیواله منډي کې هم دتېلو بیعې په ښکته راغلې دي. د خزانې وزارت وینا ده چې د مخکې په پرله اوس دپاکستاني روپۍ ارزښت هم په بره تللی دی ځکه نو حکومت د تېلو د نرخونو د کمولو پرېکړه کړې ده. دا مهال پاکستان کې په یو لیټر پټرولو 60 روپۍ اؤ په ډیزلو 50 روپۍ لیوي ټیکس اخستل کیږي چې دحکومت لخوا د تېلو نوؤ نرخونو کې دغه ټیکس پځای ساتل شوی دی. د تېرو څو اوونیو راهسې پاکستان کې د ډالر د نرخ غورځېدو لړۍ دوامداره ده اؤ څيړونکي وايي پاکستان کې د ډالر د بیې لوړېدل او د روپۍ ارزښت کمېدل د اقتصاد د اصولو په اساس نه وي بلکې د ډالر د غېر قانوني کاروبار او نور سياسي او خراب امنيتي صورتحال له امله وي. د اقتصاد استاذ ډاکټر بشير احمد وایي، په پاکستان کې د ډالر د زياتيدو یا کمېدو وجوهات د معاشياتو د اصولو مطابق نه دي. وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي "دلته خلک د راروان وخت د پاره ځان سره ډالر ساتي، خلک د ملک سياسي، معاشي او د امنيت صورتحال ته ګوري، په نزديو کې چې کوم د ډالر قيمت کې زياتوالی راغلی و هغه هم د معاشي اصولو سره سم نه و" څيړونکي وايي د پاکستان حکومت د روانې میاشتې نه د ډالرو د ذخیره کوونکو، قاچاقبرانو اؤ په ناقانونه ډول د پیسو د کاروبار کوونکو پرضد سخت عملیات پېل کړي چې د هغې په نتیجه کې دروپۍ قدر پرله پسې ډول په ښه کېدو روان شوی دی.

01.10.2023 ډیوه

میانوالي:دپولیسو په پوسته د ترهګرو برید کې یو عسکر اؤ دوه وسله وال وژل شوي دي

چارواکي وایي دپاکستان دپنجاب ایالت په میانوالي سیمه کې ترهګرو دپولیسو په یوه پوسته ډله ییزه برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر اؤ دوه ترهګر وژل شوي دي. د خالي- شنبې په ماسخوتن د پنجاب د پولیسو مشر ډاکټر عثمان انور رسنیو ته ویلي ترهګرو دا برید میانوالي کې د کنډل په مقام د پولیسو په یوه پوسته کړی دی. د پولیسو د مشر ترمخه ترهګرو د دوؤ لوریو څخه په پوسته برید کړی ؤ خو وایي پولیس چمتو ولاړ وؤ اؤ په وخت یې دغه برید ته ځواب ویلی دی. ډاکټر عثمان انور وویل د ترهګرو لخوا په پوسته ناتاره ډزو کې یو پولیس عسکر اؤ د پولیسو ځوابي ډزو کې دوه ترهګر وژل شوي دي. په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې پاکستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي د هغې زیاتره ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان یا هم وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې دي. میانوالي کې په پولیسو دشوي دې برید نه یوه ورځ وړاندې دبلوچستان په مسوتګ اؤ دخېبر پښتونخوا په هنګو سیمو کې ځانمرګي بریدونه شوي وؤ چې شلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه. تر دغو خونړیو پېښو څو ساعته وړاندې د پاکستان پوځ خبر ورکړی ؤ چې د بلوچستان په ږوب سیمه کې یې له ترهګرو سره نښته شوې چې پکې څلور پوځيان اؤ درې ترهګر وژل شوي دي. پاکستان کې د شوؤ دې وروستیو ترهګریزو بریدونو نه وروسته د کورنیو چارو مرکزي نګران وزیر سرفراز بګټي پخپل یو بیان کې ویلي دي چې ریاست به ددې ترهګرۍ پر وړاندې غلی نه کښیني . ښاغلی بګټي وایي ریاست به  یو، یو ترهګر، د هغوي روزونکي اؤ سهولتکاران راباوسي اؤ د بېګناه خلکو د وژنې بدل به ترې اخلي. د کورنیو چارو داخله وزیر ویلي د پاکستان امنیتي ځواکونو کې دا توان شته چې ترهګر به خپل انجام ته رسوي. سرفراز بګټي زیاته کړې ده چې ریاست د مظلوم ولس سره ولاړ دی اؤ د بېګناه خلکو د وینو بدل به اخلي. په اګست کال ۲۰۲۱م کې چې افغانستان کې یو وارې بیا طالبانو اقتدار په زوره ونیولو له هغې راپدیخوا پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده اؤ پاکستاني چارواکي وخت په وخت تورونه لګوي چې په پاکستان کې دکیدونکو بریدونو پلانونه ترهګر دافغانستان دننه جوړوي. افغان طالبان دریځ لري چې خپله خاوره د بل چا پرضد کارول کېدو ته نه ورکوي خو ددې ترڅنګ په مطبوعاتو کې داسې دعوې هم مخې ته راغلې دي چې په دې وروستیو کې افغان طالبانو د ټي‌ ټي پي داسې تر ۲۰۰ وسله وال نیولي دي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ فعالیتونو کې ککړ دي.

01.10.2023 ډیوه

کرکټ نړیوال جام؛ کوم افغان لوبغاړي پکې لوبیږي؟

د صفي الله ستانکزي په دې ویډیویي راپور کې وینئ، چې د هند په کوربه توب دغو سیالیو کې ګټونکي لوبډلې څومره نقدي جایزې ترلاسه کوي؟ راته ولیکئ، چې افغان لوبډله به څومره جایزه وګټي!

01.10.2023 ازادي راډیو

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

01.10.2023 امریکا غږ

پاکستان کې تیرو ۹ میاشتو کې تر ۷ سوو ډیر کسان د ترهګرۍ په پیښو کې وژل شوي: راپور

یو څیړنیز راپور چې شنبه سپټمبر ۳۰ (تلې۸) خپور شوی پکې ویل شوي چې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړنیو نهو میاشتو کې د دې هیواد په بیلا بیلو برخو کې څه باندې ۷۰۰ کسان د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي.

01.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

30.09.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more