یونېسېف: په بحیره روم کې یورپ ته د تلونکو کډوالو مرګونه زیات شوي دي
د جون په میاشت کې پاکستاني مطبوعاتو دا خبره ورکړی و چې یونان سره نږدې د کډوالو جهاز په سمندر کې د ډبېدو له امله باور کیږي چې قریباً درې سوه (۳۰۰) پاکستانیان مړه شوي دي. د مړه شوو کډوالو رشته دارانو د خپلو عزیزانو د مړه کېدو تصدیق وکړ
روسیه ۱۳۰ کسان د عسکرۍ خدمت ته جلبوي
د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین غوښتي دي چې د سږ کال په مني کې ۱۳۰۰۰۰ کسان د نظامي خدمت لپاره جلب کړي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
تر سیلابونو وروسته د نیویارک په ښار کې اضطراري حالت اعلان شو
د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې جمعه سپټمبر ۲۹ (تلې۷) د شدید باران څخه وروسته د اورګاډو سټیشنونه، لویې لارې او سړکونو له اوبو ډک شول او چارواکي اړ شول چې په ښار کې اضطراري حالت اعلان کاندي.
په نیویارک ښار کې د تاریخي باران او سېلابونو وروسته بېړنی حال اعلان شوی
د ای پي خبري ادارې ترمخه، په نیویارک کې د جمعې د ورځ باران نه دوه کاله مخکې د ایډا سمندري طوفان او باران له امله په ښار کې لږ تر لږه 13 کسان مړه شوي وو
زیر آسمان کبود (تکرار)
زیر آسمان کبود (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
اسیایي لوبو کې په ګډون سره افغان ښځینه لوبغاړو د طالبانو د بندیزونو پر ضد غږ اوچت کړ
افغان ورزشکاره کیمیا یوسفي وایي هغه په چین کې اسیایي لوبو کې د افغان نجونو د استازیتوب لپاره راغلې ده.
افغانستان کې ټولنیز عدالت شته؟ - ستاسې غږ
ستاسې غږ په دې خپرونه کې په افغانستان کې د ټولنیز عدالت په اړه د عامو افغانانو تجربې او نظرونه پوښتل شوي دي.
د افغان ښځینه فعالانو نیول غندو: یوناما
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د جمعې په ورځ، د سپټمبر ۲۹ (تلې اوومه) په یوې خبرپاڼۍ کې، د طالبانو له خوا په کابل کې د دوو معترضو مېرمنو او د هغوی د کورنیو غړو پر نیول کېدو "ژوره خواشینې" څرګنده کړې او د طالبانو دا اقدام یې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللی دی.
افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې - نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د کرکټ د شنونکي احمد فرهاد فدايي سره د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون او د ټیم په وړتیا خبرې کوو.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د مسکو فارمټ غونډې ارزونه – سپینې خبرې
د امریکا غږ اشنا راډیو د سپینې خبرې په خپرونه کې په روسیه کې د مسکو فارمټ غونډې او پر افغانستان یې د اغیزو په اړه له میلمنو سره بحث کتلای شئ.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سعودي اسرایلو سره اړیکې له امریکا سره په دفاعي تړون پورې وتړلې، د فلسطیني ریاست غوښتنه شاته شوه
سعودي عرب له امریکې سره د یو پوځي تړون کولو اراده لري، د دې تړون په بنیاد به له اسرایلو سره د اړیکو جوړولو په بدل کې له واشنګټنه غواړي چې د سعودي دفاع وکړي. دا خبره درو سیمه ییزو سرچینو کړې چې له دغو خبرو اترو خبر دي، هغوی وایي سعودي ویلي چې که اسرایل فلسطینیانو ته د ریاستي درجې په ورکولو کې لوی رعایتونه ور نه کړي هم ریاض به دا تړون ونه ځنډوي. له ځایي سرچینو څخه یوه وایي، که څه هم سعودي عرب د فلسطینیانو لپاره د سولې د پلان ملاتړ کوي، خو وایي دا ځل ریاض یواځې د فلسطینیانو لپاره نه بلکې د خپل هېواد لپاره هم یو څه غواړي: "د اړیکو عادي کېدل به د اسرایل او سعودي عرب تر منځ وي، که فلسطینیان یې مخالفت وکړي هم سعودي بر پر خپله لاره ځي". کېدای شي دا تړون تر «کاسټ ایرن» کم وي، خو سعودي ته د نېټو په طرز د دفاع ضمانت ورکوي او د دې غوښتنه لومړی هغه وخت شوې چې پر دې موضوع د 2022م کال په جولای کې ولیعهد شهزاد محمد بن سلمان او صدر جوبایډن په سعودي کې بحث کړی وو. یوه امریکایي سرچینه وایي کېدای شي دا له اېشیایي ریاستونو سره د واشنګټن د تړونونو غوندې وي، خو وایي که کانګرس یې منظوري ور نه کړي، نو بیا کېدای شي له بحرین سره د امریکې د تړون په څېر وي، چې هلته د امریکایي سمندري ځواک پینځمه بېړۍ ولاړه ده او وایي د دې تړون لپاره د کانګرس ملاتړ ته اړتیا نه شته. سرچینه وایي واشنګټن که سعودي عرب ته د غیر نېټو اتحادي حیثیت ورکړي لکه اسرایلو ته چې یې لا له مخې ورکړی دی نو کېدای شي دا تړون ریاض ته لا زیات د منلو وړ اوسي. خو دا ټولې سرچینې وایي که پر سعودي عرب د کوم هېواد برید کېږي نو د امریکې د خوندیتوب د ضمانت ډاډ به تر لاسه نه کړي، لکه د 2019م کال په ستمبر کې چې یې د تېلو پر ذخیرو میزایل بریدونو د نړۍ بازارونه ولړزول. ریاض او واشنګټن د هغو بریدونو تور په ایران پورې کړی وو خو تهران پکې لاس لرل رد کړي وو. د دې تړونونو په بنیاد به د نړۍ تر ټولو ستر د تېلو پلورونکی د امریکې د تحفظ د ضمانت په بدل کې له اسرایلو سره اړیکې عادي کړي او په منځني ختیځ کې به د اوږدې مودې دښمنان یو بل ته نیژدې کړي. دا تړونونه به په سیمه کې د چین تر اغېز وروسته سعودي واشنګټن تر ور پابند کړي او دا به د صدر جو بایډن لپاره د امریکې د 2024م کال تر صدارتي ټاکنو مخکې یوه سفارتي بریا وي. کېدای شي دا تړون پر فلسطینیانو د اسراییلو ځینې بندیزونه نرم کړي خو دا ډول اقدامات به د خپل ریاست لپاره د دوی له هیلو سره سم نه وي. د تړون په اړه له دغو خبرو اترو خبرو درو سیمه ییزو سرچینو وویل، د نورو عربي هېوادونو او اسرایلو د تړونونو په څیر چې په تېرو لسیزو کې شوي د ریاست لپاره د فلسطین اصل غوښتنه به پر شا شي. د سعودي حکومت او د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د دې ممکنه تړون په اړه په ایمېل کې ور لېږل شویو پوښتنه ته تر اوسه څه جواب نه دی ویلی او امریکایي سرچینې هم له نوم ښکاره کولو پرته ویلي چې پر دې دفاعي تړون لا کار روان دی.