شاته

امریکايي کانګرس د حکومتي لګښتونو دقانوني مسودې منظوري ورکړه

امریکایي کانګریس خالي په ورځ د یوې نیمې میاشتې لپاره د حکومتي لګښتونو د یوې قانوني مسودې منظوري ورکړې ده چې دې سره د وفاقي حکومت د چارو د ودریدو مخه نیول شوې ده.

دا قانوني مسوده د لاسلیک لپاره صدر جوباییډن ته لېږل شوې ده.

تر عمومي بجټ وړاندې د حکومتي لګښتونو دا قانوني مسوده په داسې حال کې د سینیټ په غونډه کې منظور کړل شوې ده چې که د سینیټ د دواړو غاړو غړي پرې اتفاق ته نه وؤ رسېدلي نو ۱۱ ساعته وروسته به د وفاقي حکومت مالیاتي چارې به په ټپه ودرېدلې وې.

د سینیټ په غونډه کې د ۴۵ ورځو لپاره د منظور شوې دې قانوني مسودې په حق کې د ډيمو کراټانو د ډلې 209 اؤ د ري پبلکنیز 126 غړو خپلې رایې ورکړې دي.

د لګښتونو په دې قانوني مسوده کې د یوکراین دجګړې لپاره هیڅ پېسې نه دي اېښودل شوې خو هغه 16 بلینه ډالر پکې شامل کړی شوي دي چې صدر باییډن د افتونو په مهال د مرستو لپاره غوښتې وې .

دامریکایي سینیټ د اکثریتي ډلې مشر چک شومر په قانوني مسوده له رایو ورکول کېدو نه وروسته خپل یو بیان کې ویلي دي چې "مونږ د شټ‌ ډاون نه ډډه کوؤ، دوه اړخېره تعلقات چې د سینیټ پېژندګلو ده ،غالب شول اؤ د امریکې لوس د راحت ساه اخستی شي"

د امریکې د حکومت مالي کال یا د بجټ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه شروع کېږي. هم په دغه نېټه زوړ بجټ سر ته ورسېږي.

که چرې کانګرس ددې قانوني مسودې منظوري نه وه ورکړې نو د امریکې د وفاقي حکومت چارې به نن د اتوار د ورځې نه په ټپه ودرېدلې وې ، د حکومت ګڼ شمېر خدمات به ځنډېدلي وؤ ، په سرکاري کارکوونکو او په سیاسي معاملاتو به يې اغېزې کیدلې.

د حکومت د بندېدو اثر په چا غورځېدو؟

د حکومت تړل کېدو په نتیجه کې به د وفاقي حکومت د مېلینونو کارکوونکو د تنخاګانو چېکونه ځنډېدل، چې په کې قریباً دوه مېلین پوځي عسکر او د دوه مېلین نه زیات غیر پوځي کارکوونکي شامل دي.

د امریکې د پوځ عسکر چې په موجوده وخت کې په کار دي او اضافي عسکرو به هم خپل کار دوامداره ساتلو خو د دفاع وزارت قریباً 440000 غیر پوځي کارکوونکي به فرلو شوي یا په عارضي ډول په کور کښېناستل.

د وفاقي حکومت د کارمندانو نه علاوه به د حکومت تړل کېدلو سره د حکومت په خدماتو هم ژور اثرات کېدل. د پاسپورټونو او د وسلې لایسنس په شان د حکومتي نورو خدماتو په درخواستونو به کار ځنډېدلو.

د وفاقي حکومت ځینې دفترونه به یا خو تړل کېدل او یا به هم د مقرره اتوو ګنټو نه د کم وخت دپاره پرانیستل کېدل.

د وفاقي حکومت سره تړلي کاروبارونه به هم دحکومت د تړل کېدو نه متاثره کېدل چې په کې د وفاقي حکومت ټېکېداران، د سېلګرو دپاره خدمات او د وفاقي حکومت په انتظام کې د پارکونو چارې به هم متاثره کېدلې.

د خلکو د سفر سره تړلې د صنعت اتحاد یو اېس ټرېول انډسټري اېسوشي اېشن وايي د شټ ډاون دلاسه د دوی صنعت به هر ورځ د 140 مېلین‌ ډالرو نقصان سره مخامخ کېدلو.

د امریکي سپریم کورټ به هم د لنډ مهال شټ ډاون نه نه متاثره کېدو. نورې وفاقي عدلیې به هم خپل کار جاري ساتلو.

ایا شټ ډاون یا د امریکې وفاقي حکومت مخکې هم تړل شوی؟

د نولس سوه اتیایم د لسیزې نه مخکې به بجټ د نه منظورېدو په سبب د حکومت چارې په مکمله توګه نه تړل کېدې خو د هغه وخت د وفاقي حکومت مشر وکیل یا اټارني جنرل ویلي وو چې د بجټ د منظورېدو نه بغیر وفاقي حکومت په قانوني توګه عملیات جاري نه شي ساتلی.

د 1972 راهسې، 22 ځله د حکومت پېسې ختمې شوي دي او 10 ځله په کې کارکوونکي فرلو یا په عارضي رخصت لېږل شوي دي.

تر ټولو اوږد شټ ډوان د 2018 او د 2019 ترمنځ و او دې سبب د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ او په کانګرس کې د ډېموکرېټېک پارټۍ د غړو ترمنځ په سرحد د دېوال په سر اختلاف و. دغه جزوي شټ ډاون 35 ورځې و.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00