شاته

پاکستان کې تیرو ۹ میاشتو کې تر ۷ سوو ډیر کسان د ترهګرۍ په پیښو کې وژل شوي: راپور

یو څیړنیز راپور چې شنبه سپټمبر ۳۰ (تلې۸) خپور شوی پکې ویل شوي چې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړنیو نهو میاشتو کې د دې هیواد په بیلا بیلو برخو کې څه باندې ۷۰۰ کسان د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي.


د امنیتي مطالعاتو څیړنیز مرکز پدې راپور کې چې مرکز یې د پاکستان په پایتخت اسلام آباد کې دی ویل شوي چې د تیر کال په پرتله پدې هیواد کې "ترهګریز بریدونه" ۱۹ په سلو کې ډیر شوي.

په راپور کې ویل شوي چې دا بریدونه په ځانګړي توګه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ولایتونو کې ډیر شوي چې د افغانستان سره ګډه پوله لري.

د څیړنیز مرکز په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې ملکیان او امنیتي ځواکونه پدې بریدونو کې وژل شوي.

په راپور کې ویل شوي چې په تیرو نهو میاشتو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۳۸۶ غړي د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي چې ۱۳۷ یې سرتیري او ۲۰۸ یې پولیس و.

د دې راپور له مخې په تیرو ۸ کالونو کې دومره ډیر امنیتي ځواکونه په یو کال کې په پاکستان کې د وسله والو په بریدونو کې ندي وژل شوي.

د دې راپور له مخې په تیرو نهو میاشتو کې د نیمه پوځي ملیشو ۳۳ غړي هم وژل شوي چې د پاکستان د پوځ لخوا کنټرولیږي.

خو بل پلو بیا د پاکستان پوځ یوازې د خپلو ۲۱۴ سرتیرو وژل کیدل تائید کړي.

د هغو معلوماتو له مخې چې امریکا غږ د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګي د اعلامیو څخه راټول کړي، د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې یوازې د همدې ۲۱۴ سرتیرو مړینه تائید شوې خو معلومه نده چې دې څیړنیز مرکز ولې د سرتیرو مړینه ډیره ښودلې.

دا راپور داسې مهال خپریږي چې یوه ورځ وړاندې د پاکستان د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ولایتونو کې په یوې چاپې او یو ځانمرګي برید کې تر ۶۰ ډیر کسان ووژل شول.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د مستونګ په سيمه کې د "میلاد النبي" د ورځې په مناسبت په یوه جوړه شوې غونډه کې په چاودنه کې لږ تر لږه ۵۳تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

یوه بله چاودنه چې د خیبر پښتونخوا ایالت د هنګو په سیمه کې د جمعې په ورځ په یو جومات کې دننه وشوه، لږ تر لږه درې تنه پکې ووژل شول او تر لسو ډیر ټپي شول.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې بریدونو د کولو ادعا نده کړې.

د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه، د پاکستاني طالبانو غورځنګ او بلوڅ بیلتون غوښتونکي هغه ډلې دي چې ډیری وخت په پاکستان کې د بریدونو د کولو ادعاوې کوي خو تر اوسه دوي هم پدې هکله څه ندي ویلي.

پاکستاني مقامات ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان شاوخوا ۴۰۰۰ غړي په افغانستان کې دي، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې هېڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

فورم \ دبحث خونه