ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د افغانستان په اړه روسیه کې غونډه - سپینې خبرې

د روسیې مقامات وايي د افغانستان په اړه غونډه جوړوي او طالبان یې هم وربللي دي. روسیه د افغانستان په اړه څه دریځ لري؟ د سپینې خبرې پدې پروګرام کې پرې بحث شوی.

26.09.2023 امریکا غږ

اوتنبایووا: طالبانو سره د تعامل دروازې باید ونه تړل شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي‌ منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (میزان څلورمه) د امنیت شورا په غونډې کې وویل چې له طالبانو سره د نظر لوی اختلاف لا هم په خپل ځای دی او تعامل ورسره په ښه لوري روان نه دی.

26.09.2023 امریکا غږ

د امریکا د ولسمشرۍ جمهوري غوښتونکي نوماندان دوهمې مناظرې ته چمتو کیږي

ټاکل شوې ده چې د امریکا د راتلونکي کال د ولسمشرۍ د ټاکنو دپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماندان د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې پنځمه) خپله دوهمه مناظره وکړي.

26.09.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

26.09.2023 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان د وضعیت په اړه غږېږي- اشنا خپرونه

د امریکا غږ اشنا ټلوېزیون د سې شنبې په خپرونه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې جزئیات خپروو. په پاکستان کې د کډوالو د نیولو او په اسیایي لوبو کې د افغانو نجونو د برخې اخېستلو په اړه مهم راپورونه لرو.

26.09.2023 امریکا غږ

د روسیې خبرداری: اوکراین کې به امریکایي ټانکونه وسوځول شي

روسیې د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (میزان څلورمه) خبرداری ورکړ چې د امریکا ابرامز ټانکونه به په اوکراین کې د جګړې حالت بدل نکړي.

26.09.2023 امریکا غږ

د تورخم پر دروازه له پاکستان څخه د ایستل شوو افغانو کډوالو وضعیت - اتصال

ایا پاکستان د کډوالو پر سر سیاسي معامله غواړي؟ د اتصال د نن لومړی بحث پر همدې موضوع دی او په دوهمه برخه کې د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د افغانې لوبډلې پر ګډون تمرکز کوو.

26.09.2023 امریکا غږ

پاکستان د کېنسر د هغې دوا پلورونکو په اړه پلټنه پیل کړې چې ناروغان یې ړانده کړي دي

پاکستان وایي د هغو دوو پاکستاني وګړو په اړه پلټنه کوي چې د سویس د دوایانو د کمپنۍ روچ د کېنسر دوا اوېسټن یې په هېواد کې دواخانو ته ورکړې وه او د شوګر 12 ناروغان د دغو ستنو له لګېدو وروسته ړانده شوي دي. د پاکستان د دوایانو د انتظام مرکزي اداره (ډي آر اې پي) د ګل- دوشنبې په ورځ ویلي، د روغتیا چارواکو یې په پنجاب صوبه کې د اوېسټن دوا د کارول کېدو په اړه پلټنه پیل کړې ده. د کېنسر لپاره کارول کېدونکې اوېسټن دوا ته په پاکستان کې د کارول کېدو اجازه وه خو د خلکو د نظر تر اغېزمنېدو وروسته د پنجاب او سیند حکومتونو ورباندې بندیز لګولی دی. د پاکستان د درملو د انتظام ادارې په خپل بیان کې ویلي، "په شوګر اخته کسانو د بینایي بایللو پېښې هغه وخت رپوټ شوې دي چې په بدل شویو، وېشل شویو او نري شویو اوېسټن ستنو یې علاج شوی دی". د پنجاب د روغتیا نګران وزیر ډاکټر جاوید اکرم وایي، د دې پېښې د پلټنو لپاره یې یوه لس کسیزه کمېټۍ جوړه کړې او وایي پولیس له هغو دوو کسانو پوښتنې ګروېږنې کوي چې ګومان کېږي دغه دوا یې په صوبه کې وېشلې ده: "د دې مسئلې د پلټنې لپاره مو د لوړې کچې کمېټۍ جوړه کړې ده او د دوا د وېشونکو او د هغوی د مرسته کوونکو په ضد مو مقدمه درج کړې ده". د پاکستان د دواوو د انتظام اداره وایي د کېنسر لپاره کارول کېدونکې دغه دوا په پاکستان کې په غیرقانوني توګه جوړه شوې او وایي هېواد ته وروړونکو ته یې امر کړی د اوېسټن 100 میلیګرام ستنې مشکوکې بستې دې بیرته وروغواړي: "د رجسټر شوې اوېسټن ستنې خرڅول/ وېشل مو تر هغه وخته ځنډولي چې د خلکو د روغتیا لپاره یې په لیبارټریو کې د کیفیت منظوري یې ورکړل شي". روچ په سویس کې د دوایانو جوړولو نړیواله کمپنۍ ده، پر خپله ویبپاڼه یې ویلي چې اوېسټن د کېنسر د بېلابېلو ډولونو د علاج لپاره کارول کېږي او وایي د امریکې په ګډون د نړۍ په 130 کې منل شوې او منظوره شوې ده. روچ کمپنۍ د خپلو درملو د جعلکارۍ دغه "مجرمانه عمل" په کلکه غندلی او وایي تر خپله وسه به هر هغه څه وکړي چې د پاکستان له چارواکو سره همکاري وکړي او ناروغان له جعلکارۍ وژغورل شي: "په پاکستان کې چې چارواکو له اوېسټن ستنې څخه د نظر بایللو پېښه په ګوته کړې دا د درېیم فریق سپلایر په وسیله [د دوا] د خرابولو کېس دی". د پاکستان د دوایانو د انتظام اداره وایي، له اوېسټن سره تړلو پېښو کې ورته معلومه شوې چې دا دوا په بل نوم او له منظور شوي ضرورت بهر د شکرې ناروغۍ اړوند د سترګو د علاج لپاره کارول شوې ده. د کېنسر یا سرطان د دغې دوا اوېسټن بېخي لږ مقدار چې کارول کیږي، دا د سترګو دوا لوسېنټیس ته ورته دی او په ډېرو هیوادونو کې په هغو حالاتو کې د کم لګښت په توګه کارول کېږي چې د ړندوالي علاج پرې وشي. خو روچ کمپنۍ په خپل بیان کې ویلي، "اوېسټن په سترګو کې د هیڅ ډول کارولو لپاره نه ده تایید شوې، جعلي دوا ناروغانو ته روغتیایي خطر پېښوي ځکه چې کېدای شي مواد موثر نه وي او تاواني مواد ولري." د پنجاب د دوایانو د کنټرول د ادارې مرستیال عالم شېر وایي ځینې کمپنۍ اوېسټن ستنې اخلي او په کوچنیو ډوزونو کې یې بیرته بندوي او پر ناروغانو یې په ډېره ارزانه بیه خرڅوي.

26.09.2023 ډیوه

د پاکستان پوځ وايي افغانستان سره یې نژدې درې اورپکي وژلي

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (میزان څلورمه) وویل چې د خیبرپښتونخوا په ایالت کې یې د اورپکو په یو پټنځای برید کړی او درې اورپکي یې وژلي دی.

26.09.2023 امریکا غږ

د افغانستان د کرکټ لوبډله هند ته ورسېده

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن سه شنبه سپتمبر ۲۶ (میزان څلورمه) د نړیوال جام د سیالیو لپاره هند ته ورسېده.

26.09.2023 امریکا غږ

امریکا واشنګټن ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر غوښتنه رد کړې ده

امریکا وایي په تهران کې د امریکایي وګړو د نیول کېدو اندېښنو ته په کتو یې تېره اوونۍ د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان غوښتنه رد کړې وه چې غوښتل یې واشنګټن ته سفر وکړي. د ایران د بهرنیو چارو د وزیر او د ایراني حکومت غبرګون تر اوسه په دې اړه مخې ته نه دی راغلی. د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند مېتیو میلر د دوشنبې- ګل په ورځ یوې خبري غونډې ته تایید کړه چې پایتخت واشنګتن ته د هغه غوښتنه د بهرنیو چارو وزارت رد کړې وه: "دا مو ذمه واري ده چې د ملګرو ملتونو د کارونو لپاره د ایران او نورو بهرنیو هیوادونو چارواکو ته نیو یارک ته د راتګ اجازه ورکړو، خو موږ د دې پابند نه یو چې هغوی ته واشنګټن ته د سفر کولو اجازه ورکړو". امیر عبداللهیان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته راغلی وو او غوښتل یې په واشنګټن کې د ایران د قونصلي ګټو څانګې ته راشي خو اجازه نه ده ورکړل شوې. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر وایي، "ایران چې د امریکې شهریان په ناقانونه توګه نیسي او د ایران ریاست د ترهګرۍ ملاتړ کوي دې ته په پام سره موږ د اوس دپاره مناسبه یا ضروري ونه ګڼله چې دا غوښتنه ومنل شي." ایران تېره اوونۍ په خپل هېواد کې له څو کلونو بندي پینځه امریکایي وګړي د بندیانو په تبادله کې خوشي کړل. امریکې ددغو بندیانو د خوشي کېدو په بدل کې ځینې ایراني بندیان خوشي کړي او د ایران کنګل کړې شپږ اربه ډالر یې هم ازاد کړي او له جنوبي کوریا یې د قطر یو بېنک ته استولي وو. د رپوټونو له مخې که د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته اجازه ورکړل شوې وای دا به په تېرو 14 کلونو کې واشنګټن ته د ایران د بهرنیو چارو د یو وزیر لومړنی سفر وای. امواج ویبپاڼې لومړی د یوې ناڅرګندې سرچینې له خولې ویلي وو چې ښاغلي عبداللهیان غوښتل په واشنګټن کې د ایران قونصلي چارې له نیژدې وګوري، خو وایي د هغه مقصد د تهران او واشنګټن په اړیکو ته مثبت رنګ ورکول هم وو. واشنګټن او تهران هغه وخت خپلې سفارتي اړیکې ختمې کړې چې په ایران کې د 1979م کال تر اسلامي انقلاب وروسته احتجاج کوونکو امریکایي سفارتکاران په تهران کې د امریکې په سفارت کې 444 ورځې یرغمل کړل. دا مهال په واشنګټن ډي سي کې د ایران د قونصلي ګټو پر څانګه د پاکستان بیرغ لګول شوی دی.

26.09.2023 ډیوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ورلډ کپ سیالیو کې د ګډون لپاره هند ته رسېدلې ده

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د 2023م کال د نړیوال کپ په سیالیو کې د برخې اخستو په موخه هند ته رسېدلې ده اؤ ټاکل شوې ده د جمعې په ورځ به د جنوبي افریقې د لوبډلې سره خپله وړومبۍ دوستانه سیالي کوي. د آی سي سي نړیوال کپ یو ورځنۍ سیالۍ د راتلونکې میاشتې اکتوبر نه په هند کې پېل کیږي چې وړومبي سیالي به پکې په 5م اکتوبر د انګلینډ اؤ نیوزي لینډ تر منځ د احمد اباد په لوبغالي یا میدان کې کیږي. د افغانستان لوبډله به خپله وړومبۍ سیالي په 7م اکتوبر د بنګله دیش پرضد کوي اؤ بیا به یې په 23 اکتوبر د پاکستان سره سیالي وي. د افغانستان کرکټ بورډ په ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخواني ټویټر) د افغانستان د ملي لوبډلې هند ته د رسیدلو انځورونه خپاره کړي دي. د ورلډ کپ په سیالیو کې د برخې اخستو لپاره هند ته له روانېدو نه وړاندې د افغان کرکټ د ملي لوبډلې غړو اؤ د افغان کرکټ بورډ چارو په افغانستان د واکمنو طالبانو د یو مهم مشر انس حقاني سره لیدنه کړې ده. په ټولنیزو رسنیو ددغه لیدنې انځورونه خپاره شوي چې پکې لیدل کیږي انس حقاني اؤ افغان لوبډله د نړیوال کپ په سیالیو کې د افغان لوبډلې د بریاليتوب لپاره دعا کوي. د نړیوال کپ په دې سیالیو کې به د افغان لوبډلې مشري حشمت الله شهیدي کوي اؤ په نورو لوبغاړو کې یې رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، ریاض حسن، رحمت شاہ، نجیب الله ځدران، محمد نبي، اکرام علي خیل، عظمت الله عمرزئ، راشد خان، مجیب الرحمان، نور احمد، فضل الحق فاروقي، عبدالرحمان اؤ نوین الحق شامل دي. ددې ترڅنګ ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف او فرید احمد د ضرورت په وخت د لوبې لپاره په لوبډله کې نیول شوي دي. د نړیوال کپ په دې سیالیو کې به پاکستان خپله وړومبي سیالي په 6م اکتوبر د نیدر لینډ په ضد کوي اؤ بیا د هند اؤ‌ پاکستان ترمنځ ستره سیالي په 14م اکوبر احمد اباد کې کېدونکې ده. په نړیوال کپ کې به ټولې 48 سیالۍ ترسره کیږي اؤ پائ لوبه به یې په 19م نومبر وي

26.09.2023 ډیوه

ایران کې څلور کسان د زهرجنو شرابو د خرڅلاو په تور په اعدام محکوم شول

د ایران قضائیه قوې د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې څلورمه) وویل، په دغه هېواد کې څلور کسان د ککړو شرابو د خرڅلاو په تور په اعدام محکوم شوي دي.

26.09.2023 امریکا غږ

چین پر خپلو شرکتونو او اشخاصو د ایران سره د تړاو په سر د امریکا بندیزونه وغندل

بیجینګ د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې څلورمه) وویل پر هغو چینایي شرکتونو او اشخاصو د متحده ایالاتو د بندیزونو "سخت مخالفت" کوي چې د متحده ایالاتو د مالیې وزارت وايي د ایران د ډرون او پوځي الوتکو له پراختیا سره اړیکې لري.

26.09.2023 امریکا غږ

سعودي عربستان د اسرائیل له خوا اشغال شوې لویدیځې غاړې ته پلاوی لېږلی

سعودي عربستان چې د امریکا په منځګړیتوب له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په اړه خبرې کوي، د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې څلورمه) اشغال شوې لویدیځې غاړې ته یو پلاوی ولیږه.

26.09.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more