شاته

میانوالي:دپولیسو په پوسته د ترهګرو برید کې یو عسکر اؤ دوه وسله وال وژل شوي دي

چارواکي وایي دپاکستان دپنجاب ایالت په میانوالي سیمه کې ترهګرو دپولیسو په یوه پوسته ډله ییزه برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر اؤ دوه ترهګر وژل شوي دي.

د خالي- شنبې په ماسخوتن د پنجاب د پولیسو مشر ډاکټر عثمان انور رسنیو ته ویلي ترهګرو دا برید میانوالي کې د کنډل په مقام د پولیسو په یوه پوسته کړی دی.

د پولیسو د مشر ترمخه ترهګرو د دوؤ لوریو څخه په پوسته برید کړی ؤ خو وایي پولیس چمتو ولاړ وؤ اؤ په وخت یې دغه برید ته ځواب ویلی دی.

ډاکټر عثمان انور وویل د ترهګرو لخوا په پوسته ناتاره ډزو کې یو پولیس عسکر اؤ د پولیسو ځوابي ډزو کې دوه ترهګر وژل شوي دي.

په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې پاکستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي د هغې زیاتره ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان یا هم وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې دي.

میانوالي کې په پولیسو دشوي دې برید نه یوه ورځ وړاندې دبلوچستان په مسوتګ اؤ دخېبر پښتونخوا په هنګو سیمو کې ځانمرګي بریدونه شوي وؤ چې شلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

تر دغو خونړیو پېښو څو ساعته وړاندې د پاکستان پوځ خبر ورکړی ؤ چې د بلوچستان په ږوب سیمه کې یې له ترهګرو سره نښته شوې چې پکې څلور پوځيان اؤ درې ترهګر وژل شوي دي.

پاکستان کې د شوؤ دې وروستیو ترهګریزو بریدونو نه وروسته د کورنیو چارو مرکزي نګران وزیر سرفراز بګټي پخپل یو بیان کې ویلي دي چې ریاست به ددې ترهګرۍ پر وړاندې غلی نه کښیني .

ښاغلی بګټي وایي ریاست به یو، یو ترهګر، د هغوي روزونکي اؤ سهولتکاران راباوسي اؤ د بېګناه خلکو د وژنې بدل به ترې اخلي.

د کورنیو چارو داخله وزیر ویلي د پاکستان امنیتي ځواکونو کې دا توان شته چې ترهګر به خپل انجام ته رسوي.

سرفراز بګټي زیاته کړې ده چې ریاست د مظلوم ولس سره ولاړ دی اؤ د بېګناه خلکو د وینو بدل به اخلي.

په اګست کال ۲۰۲۱م کې چې افغانستان کې یو وارې بیا طالبانو اقتدار په زوره ونیولو له هغې راپدیخوا پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده اؤ پاکستاني چارواکي وخت په وخت تورونه لګوي چې په پاکستان کې دکیدونکو بریدونو پلانونه ترهګر دافغانستان دننه جوړوي.

افغان طالبان دریځ لري چې خپله خاوره د بل چا پرضد کارول کېدو ته نه ورکوي خو ددې ترڅنګ په مطبوعاتو کې داسې دعوې هم مخې ته راغلې دي چې په دې وروستیو کې افغان طالبانو د ټي‌ ټي پي داسې تر ۲۰۰ وسله وال نیولي دي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ فعالیتونو کې ککړ دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00