شاته

دپاکستاني روپۍ له ارزښت لوړېدو وروسته پاکستان کې د تېلو بیعې غورځول شوې دي

دپاکستان حکومت د تېلو نرخونو کې د کمي اعلان کړی دی چې دهغې ترمخه د پټرولو د یو لیټر نرخ 8 روپۍ اؤ د ډیزلو نرخ 11 روپۍ غورځېدلی دی.

د تېرې څه مودې راهسې پاکستان کې دتېلو بیعې په پرله پسې ډول په بره روانې وې چې د څېړونکو په وینا دتېلو د بیعو لوړېدو سره هیواد کې د ګرانۍ کچه هم لوړه شوې ده.

د خزانې وزارت له لوري دخالي اؤ اتوار په منځ شپه د جاري شوې اعلامیې له مخې د پټرولو د یو لیټر نرخ کې د 8 روپو له کمي راتلو وروسته اوس ددې بیعه 323 روپو اؤ 38 پېسو ته راښکته شوې ده.

همدا شان د ډیزلو د یو لیټر نرخ 11 روپۍ غورځېدلی اؤ 318 روپۍ اؤ 18 پیسې ټاکل شوی دی.

د خزانې وزارت وایي دتېلو بیعې یې ځکه غورځولې دي چې په نړیواله منډي کې هم دتېلو بیعې په ښکته راغلې دي.

د خزانې وزارت وینا ده چې د مخکې په پرله اوس دپاکستاني روپۍ ارزښت هم په بره تللی دی ځکه نو حکومت د تېلو د نرخونو د کمولو پرېکړه کړې ده.

دا مهال پاکستان کې په یو لیټر پټرولو 60 روپۍ اؤ په ډیزلو 50 روپۍ لیوي ټیکس اخستل کیږي چې دحکومت لخوا د تېلو نوؤ نرخونو کې دغه ټیکس پځای ساتل شوی دی.

د تېرو څو اوونیو راهسې پاکستان کې د ډالر د نرخ غورځېدو لړۍ دوامداره ده اؤ څيړونکي وايي پاکستان کې د ډالر د بیې لوړېدل او د روپۍ ارزښت کمېدل د اقتصاد د اصولو په اساس نه وي بلکې د ډالر د غېر قانوني کاروبار او نور سياسي او خراب امنيتي صورتحال له امله وي.

د اقتصاد استاذ ډاکټر بشير احمد وایي، په پاکستان کې د ډالر د زياتيدو یا کمېدو وجوهات د معاشياتو د اصولو مطابق نه دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي "دلته خلک د راروان وخت د پاره ځان سره ډالر ساتي، خلک د ملک سياسي، معاشي او د امنيت صورتحال ته ګوري، په نزديو کې چې کوم د ډالر قيمت کې زياتوالی راغلی و هغه هم د معاشي اصولو سره سم نه و"

څيړونکي وايي د پاکستان حکومت د روانې میاشتې نه د ډالرو د ذخیره کوونکو، قاچاقبرانو اؤ په ناقانونه ډول د پیسو د کاروبار کوونکو پرضد سخت عملیات پېل کړي چې د هغې په نتیجه کې دروپۍ قدر پرله پسې ډول په ښه کېدو روان شوی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00