محمد تنها
محمد رحمت الله تنها اندړ د قضاوت پوه مولوي ميرزاخان عاطفي زوي دی. نوموړی د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅي کې د فزيك په څانګه كي استاد دی او علمي رتبه يې پوهنیار ده.
نوموړی د غزني ولايت د اندړو د ولسوالي اصلي اوسیدونکی دی. خو د ۱۳۶۲ لمريز كال د سلواغې په دويمه نيټه د كابل په ښار كي دې نړۍ ته سترګی غړولي دی.
زده کړې
لمړنی او ديني زده كړي یې له خپل ګران پلار څخه زده كړي او په يوولس كلني کې دسويي د آزمویني په تيرولو سره اووم ټولكي ته تللی ، مانا داچې زده كړي یې په ښونځي كې له اووم ټولګي څخه پيل كړي دي، په ۲۰۰۰ زیږیدیز كال كې د خيرخاني ميني د غلام حيدرخان له عالي ليسې څخه وتلی او په ۲۰۰۱ كال كي یې د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅئ كې د فزيك په ځآنګه كې زده کړي پیل کړي. استاد په ۲۰۰۴ زیږدیز كال كې د همدي پوهنځئ د فزيك له څآنګي څخه په لوړه درجه وتلی او په ۲۰۰۵ زیږدیز كال كي یې په همدغه څآنګه كي داستاد په بڼه په خپله دنده پيل كړي او تر اوسه هم په همدې دنده پاتي شوی. نوموړي دخپلي دندي په موده كي د نړيوالي اتومي انرژي ادارې په بیلابیلو نړیوالو فيلوشيپونو کې ګډون کړی. استاد د اټومي او اهستوي فزیک پوه دی او له افغان هستوي فزیک پوه پوهاند ډاكتر عبدالحي نظيفي سره یې په ګده د كابل پوهنتون لپاره دهستوي فزيك په اړه په پښتو ژبه دوه كتابونه ليكلي او چاپ شوي دي.د استاد تنها اندړ ګڼ شمیر مقالې په ځينو ملی او نړیوالو مجلو او ویبپاڼو کې خپرې شوي.استاد په ډیرو نړیوالو کانفرانسونو او سیمینارونو کې ګډون کړی او په ځیینو هغو کي یې بشپړه ونډه اخیستي ده.ټولي لیکني یې د ده په مورنی ژبه پښتو باندي دي. په پښتو دري او انګريزي باندې رواني خبري او لكني كولاي شی او په عربي، آلمانی او ارودو ژبو پوهيږی خو لیکني نشی پرې کولای. استاد دامحال په کابل پوهنتون کې د هستوی فزیک استاد دیږ
هستوي ټکنالوژي او سیاست
د منهاټن پروژه - د آمریکا اټومي بم پټ رازونه
د بن پوهنتون انګړ واورې پوښلی وؤ، محصلین هم نور د کرسټمس په رخصتیو روان ول،هوا سړه او خړه وه، پوهنتون د رخصتیو له امله نږدې تړلی وؤ خو هستوي فزیک ته تږي دوه آلماني ساینسپوهان فريډ شتراسمن او آتو هان د انګریز ساینسپوهانو ارنست راډرفورډ او جیزم چادویک په نظریو باندې ژور فکرونه کوئ، کله ګوتې وشماري،کله یوبل ته په پټه خوله اشارې سره کوئ او سرونه سره ښوروي او کله هم بیا د کافي یا چای لپاره په دمه کې د خپلو موندنو په اړه خبرې کوئ. نن نو د ۱۹۳۸ عسیوي کال د ډیسامبر ۱۷ مه نیټه
د هستوي انرژي مخینه او راتلونکې
نن سبا د نړۍ په اقتصاد او سیاست کې انرژي او د هغه منابع رغنده رول لري، غربیان له هغو عربو سره ښه ملګرتیا کوئ چې د انرژي منابع یې وسره شریکې کړېدئ، نړیوال یوبل سره مخالف هیوادونه ځکه په یوه میز خبروته سره کیني چې اقتصادي ګټي یې یو په بل پسې تړلې وي لنډه دا چې په یویشتمه پیړۍ کې د اوږدمهاله ملګرتیا فلسفه نوره د تطبیق وړ نده،په دې پیړۍ کې اوږدمهاله ګټې مهمې دي. د ګڼ شمیر ګټو په لړ کې یو هم یو له بله د انرژي د ضرورتونو پوره کولو ګټه ده.دې چارې ته د حل موندلو لپاره مهمه ده چې په
ولې د ایران اتومي پروګرام ناندریز دی؟
د نړۍ وګړي د پیدایښت له پیله له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ وو، د دغو ننګونو په مقابل کې مقاومت تر هغه پورې اسانه برېښېده چې انسانان لا په دې نه و توانېدلي چې خپل ځان ته په خپل لاس د غمونو کروندې جوړې کړي. په ساینس کې د وروستیو دوو پېړیو پرمختګونو د انسانانو په ژوند کې د هوساینې راوستلو ترڅنګ ننګونې هم زیاتې کړې. دغه ننګونې هله له کنټروله ووتلې چې د انسان ماغزو د اټوم او هستې څېرې کولو تابیا وکړه. ايټالوي ساینسپوه انریکو فرمې په ۱۹۳۴ زیږدیز کال کې د یورانیمو
نړیوال اټومي انرژيآژانس لنډه پېژندنه
کله چې د ۱۹۴۵ زیږدیز کال اګسټ میاشت د دوهمې نړیوالې جګړې په ورستیو کې د آمریکا د پوځ لخوا د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو باندې اټومي بمونه واچول شول نو په پایله کي یې شا او خوا ۲۲۰۰۰۰ بې ګناه جاپاني وګړي ووژل شول چې په دې سره دوهمه نړیواله جګړه هم پای ته ورسیده. دې پیښې د نړۍ نور ځواکمن هیوادونه لکه روسیه، انګلستان او فرانسه هم د اټومي وسلو جوړولووته وهڅول. په دې لړ کې د روسیې هیواد په ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې د هایډروجني بمب په جوړولو بریالی شو. کله چې آمریکايي چارواکي په دې ډا
د یورانیمو په اړه لنډ مالومات
د یوارنیمو نوم د اورانوس سیارې له نامه څخه اخیستل شوی چې د یورانیمو له کشف څخه اته کاله مخکې کشف شوې وه. یورانیم د لمړي ځل لپاره د یوه آلماني کیمیاپوه لخوا په ۱۷۸۹ زیږدیز کال کې کشف شول، دا یورانیم دپخواني بوهیما یا اوسني چک هیواد د سپینوزرو له کان څخه لاس ته راغلي وؤ. یوارانیم د لمړي ځل لپاره په ۱۸۴۱ زیږدیز کال کې د فرانسوي عال
هستوي برېښنا
د لمړی ځل لپاره په کال ۱۹۵۶ کې د انګلستان د کالډر هال په ښار کې دبرښنا د تولید لپاره ستر ریکټور جوړ شو چې د ۴۷ کلونو لپاره یې انګلستان ته برښنا ورکړه.د دغه ریکټور هستوی توکی یورانیم ول چې د نړۍ تر نیمایی زیات یورانیمد کاناډا، آسټرالیااو قزاقستان لخوا تولیدیږئ. هستوي ریکټورونه د نورو ټولو برښنایی بټیو په بڼه کار کوئ او یواځینی فرق یې دادی چې دغه ریکټورونه د تیلو او سکرو پرځای یورانیم د سون توکو په بڼه کاروئ او هغه داسې چې د یورانیمو د هستې له چاودنې څخ
د فزیک هغه معادله چې دویمه نړیواله جګړه یې پای ته ورسوله
د جګړې او سولې په خبرو کې سیاست هغه وسیله ده چې تل د ټولو سترګې ور اوړي خو کله کله دریم فکټور هم په کې معجزې کوي، د دویمې نړیوالې جګړې په پای ته رسولو کې د فزیک مشهورې معادلې د ساینس اعجاز نړیوالو ته په اثبات ورسول، یو لوری یې داسې زبرځواک باندې واړاوه چې هغه بل لوري جګړې ته د پاي ټکي ایښودلو څخه پرته بله هیڅ لاره نه درلودله. هو د انشټاین د کتلې او انرژی د معادلت مشهوره معادله یادووم E = mc^2 . دغه معادله چې د فزیک له اړخه تر ټولو لنډه خو تر ټولو د درندې مانا او علمي وزن ل