نن سبا د نړۍ په اقتصاد او سیاست کې انرژي او د هغه منابع رغنده رول لري، غربیان له هغو عربو سره ښه ملګرتیا کوئ چې د انرژي منابع یې وسره شریکې کړېدئ، نړیوال یوبل سره مخالف هیوادونه ځکه په یوه میز خبروته سره کیني چې اقتصادي ګټي یې یو په بل پسې تړلې وي لنډه دا چې په یویشتمه پیړۍ کې د اوږدمهاله ملګرتیا فلسفه نوره د تطبیق وړ نده،په دې پیړۍ کې اوږدمهاله ګټې مهمې دي. د ګڼ شمیر ګټو په لړ کې یو هم یو له بله د انرژي د ضرورتونو پوره کولو ګټه ده.دې چارې ته د حل موندلو لپاره مهمه ده چې په نړۍ کې د انرژي شته منابع، ډولونه او د جغرافیایي موقعیتونه تشخیص شي چې بیا د هغې له مخې هر هیواد د انرژي خپلې پالیسی ګانې طرحه کړئ.د انرژي پالیسیو په طرحه کې مهمه ټکی داده چې څومره آسانه،ارزانه او مصؤونه کولای شو د انرژي منابعو ته لاس رسي ولرو ؟ د دغو دریو فکټورونو څخه هر یوه ته کمه پاملرنه کولای شي په هیواد کې د انرژي او چاپیریال ناورین را مینځ ته کړئ. د شلمې پیړۍ په پای کې نړۍ په ډیر چټک ډول صنعتي کیدو خواته لاړه چې ورسره یې د انرژي شدیده اړتیا هم مخ په زیاتیدو شوه چې دې اړتیا انسان دې ته اړ ویست تر څو خپل چاپیریال کې هم داسې خطرناک بدلونونه راولي چې اوږدمهاله زیانونه یې د لنډ مهاله ګټو په پرتله په وارونو زیات دي. د دغو چاپیریالي زیانونو له ډلې یو هم هوا ته له فابریکو څخه وتونکی کاربن دای اکساید دی، دغه ګاز چې د اوزون د پردې د تخریب لامل ګرځي له یوې خوا د ځمکې هوا تودوي او له بلې خوا له لمرڅخه زیان رسونکي وړانګې چې د جلدي سرطان لامل کیدای شي ځمکې ته انتقالیږي. تر اوسه پورې لس د انرژي لس ډوله منابع تشخیص شوېدي. چې د هغو له ډلې یې د بیلابیلو لاملونو له مخې هستوي انرژي غوره ګڼل شوېده. هستوي انرژي د انرژي ټولو منابعو په پرتله پاکه، ارزانه او مصؤنه ده خو د امنیت ساتل یې د یوه غیر مستقر هیواد لپاره لږ ستونزمن کار دی.
له هستوي انرژي څخه په لمړي ځل کال ۱۹۴۰ کې د آمریکا متحده ایالاتو کې کار واخیستل شو چې د دوهمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې دا انرژي د اټومي بمونو د جوړونې لپاره وکارېده. په ۱۹۵۰ کې د هستوي انرژي سولیئزو مخو لپاره کاریدل بیرته پیل شول چې په پایله کي یې د آمریکا په شیکاګو ایالت په کال ۱۹۵۱ کې لمړنی هستوي ریکټور جوړ کړ چې د ۲۰۰ کیلو واټه برېښنا تولید وړتیا یې درلوده او اوس دا ریکټور په یوه موزیم بدل شوی. اوسمهال په ۳۱ هیوادونو کې ۴۳۰ هستوي ریکټورونه جوړ شوي چې د نړۍ ۱۱.۵٪ برېښنا تولیدوي. په نړۍ کې شپاړس هیوادونه اوسمهال خپله څلورمه برخه برېښنا له هستوي ریکټورونو څخه تامینوي چې په دې کې فرانسې هیواد له له څلورو څخه خپله دریمه برخه انرژي له هستوي ریکټورونو څخه اخلي او په دې سره فرانسه د هستوي انرژي تر ټولو ستر تولیدونکی هیواد دی. ډنمارک او ایټالیا په خپله هستوي ریکټورونه نه لري خو د ګاونډیو هیوادونو له ریکټورونو څخه خپله ۱۰٪ برېښنا تامینوي.
په ۲۰۱۳ کې لندن کې د انرژي نړیوال سمپوزیم کې وړاندې شوې د ایکسون انرژي آمریکايي کمپنۍ څيړنې ښيي چې تر ۲۰۴۰ پورې به په نړۍ کې د برېښنا د اړتیا کچه ۸۰٪ ته لوړه شي چې په دې سره به د برېښنا تولیدوونکې هستوي بټیو کچه هم دوه برابره شي، په دې څیړنه کې داسې پتییل شوې چې تر ۲۰۴ پورې به د نړۍ وګړي ۹ ملیارډو ته ورسیږي، دغې کمپنۍ د انرژي په نورو منابعو هم څیړنه کړې او دې پایلې ته رسیدلی چې که دولتونه کمپنیو ته سبسایډي ورنکړي نو د هستوي انرژي کمپنیو څخه پرته د انرژي بله هیڅ کمپنۍ خپل د لګښت د برېښنا له پلورلو څخه نشي برابرولای.
هستوي انرژي منبع د اټومونو د چاودنې په پایله کې را مینځ ته کیدونکې انرژي ده، کله چې سترې هستې لکه یورانیم چوی او وړې هستې لکه هایډروجن سره یوځای کیږي نو په پایله کې انرژي را مینځ ته کیږي چې دغې انرژي ته هستوي انرژي وايي او تعاملونو ته یې په ترتیب سره هستوي انشقاق او هستوي اتحاد ویل کیږئ.
هستوي انرژي په دوه ډوله تولیدیدای شي چې یو ډول یې له کنټرول څخه وتلی او بل یې تر کنټرول لاندې ډول دی چې له کنټرول څخه وتل ډول یې هستوي بمونه او تر کنټرول لاندې ډول یې هستويریکټور دی.
هستوي ریکټورونه د نورو ټولو برښنایی بټیو په بڼه کار کوئ او یواځینی فرق یې دادی چې دغه ریکټورونه د تیلو او سکرو پرځای یورانیم د سون توکو په بڼه کاروئ او هغه داسې چې د یورانیمو د هستې له چاودنې څخه انرژي لاس ته راځی چې بیا دا انرژي د ریکټور شا او خوا اوبه تودوئ چې دا اوبه بیا په بخار اوړئ او په پایله کې بخار توربین او توربین د برښنا تولید کوونکی یا جنراټور په کار اچوئ.یورانیم ډول ډول ایزوتوپونه لرئ چې یواځې یورانیم ۲۳۵ یې د چاودنې وړ دئ او انرژی تولیدوئ. یورانیم ۲۳۵ په طبیعی ډول له ۱٪ څخه کم له یورانیم ۲۳۸ سره ګډ پیدا کیږئ چې دا یورانیم بیا بډاینې ته اړتیا لرئ تر څو د انرژی د تولید جوګه شئ. یورانیم۲۳۵ باید له ۲ تر ۳ سلنه بډای شئ ترڅو په ریکټور کې د سون توکو په بڼه وکارول شئ. په هستوی ریکټورونو کې د نړۍ لمړۍ پیښه د انګلستان د غربی کمبریا په ریکټور کې د باد د تندوالی له امله په ۱۹۵۷ کال کې رامینځ ته شوه چې چاپیریال ته یې راډیو اکټیف وړانګې خپرې کړئ او په پایله کي یې د دغې سیمې د شیدو په استعمال بندیز ولګید. اوسني ریکټورونه د اټوماټیک بندیدلو وړتیا لرئ او د ګواښ د رامینځ ته کیدو په صورت کې په خپله مړ کیږئ.
د هستوی صنعت تر ټولو یوه ستره پوښتنه داده چې له دغې ټکنالوژي څخه لاس ته راغلی هستوی فاضله توکو سره چې ځیني یې تر سلهاوو زرو کالونو راډیواکټیف پاتې کیږئ باید څه وکړو؟ ځینې هستوي فاضله توکې چې په لوړه کچه راډیو اکټیف دئ د خپل کانټینر د ذوب کیدو لامل هم ګرځیدای شئ چې په پایله کي به یې چاپیریال په ډیر زیامن کونکې ډول په تشعشع ککړ شئ.ډیری هستوي فاضله توکي په ریکټور کې سوځیدلی یورانیم او یا هم د ریکټور ځینې هغه برخې دئ چې له کار څخه لویدلې وئ.د دغو هستوی فاضله توکو د ساتنې لپاره بیلابیلې کړنلارې شته چې یوه یې هم تراوسه داسې نده ثابته شوې چې چاپیریال به په وړانګو نه ککړوئ. آمریکا او فینلنډغواړي خپل هستوی فاضله توکې تر ځمکې لاندې خښ کړئ،خو د دې کار لپاره باید لمړی دا څیړنه تر سره شئ چې دغه فاضله توکي به په اوږده مهال کې د اوبو تر ځمکې لاندې چینې نه ککړوئ. یوه بله کړنلاره دا هم ده چې فاضله توکي دې فضا ته ولیږدول شئ او هملته دې وچول شئ تر څو له مینځه ولاړشئ.
دنړۍ تر ټولو ستره او زیانمن کونکې هستوي چاودنه د اوکراین په چرنوبیل ریکټور کې په کال ۱۹۸۶ کې پیښه شوه، دغې چاودنې په لس هاوو خلک مړه کړل او په سل هاوو زره یې په تشعشع باندې معروض کړل خو بیا هم که چیرې دغه حوادث د هندوستان په بوپال کې کیمیاوي توکو فابریکې له چاودنې سره چې په کې ۸۰۰۰ کسان او د بنګلادیش د کالو فابریکه کې له وروستۍ حادثې سره چې په کې ۱۵۰۰ کسان مړه شول پرتله کړو همدرانګه هر کال د ذغالو کانونو کې د چاودنو له امله د مړو شمیر ته ځیر شو نو دې پایلې ته رسیږو چې هستوي ټکنالوژي تر ټولو هغو نورو ټکنالوژيو مصؤونه ده چې برېښنا تولیدوي.
لکه څنګه چې مخکې وویل شول چې د انرژی موضوع نن صبا په نړیوال سیاست کې رغنده رول لري نو هغه ملتونه چې په ټولیز ډول باندې د سیاسي ګوندونو تر مینځ یې ستونزې ډیرې او د هستوي ټکنالوژي په اړه یې عامه پوهاوی کم وي نو د سیاستوالو د منفي تبلیغاتو له امله کله نا کله د هستوي انرژي په اړه یې نظرونه منفي شي خو دا موضوع د ساینسي حقیقت له مخې علمي بنسټ نه لري. افغانستان هم په دې وروستیو کلونو کې د آلمان زیمنس کمپنۍ په مرسته خپله د انرژي دیرش کلنه سټراټیژي لیکلي خو لکه څڼګه چې په المان کې هستوي انرژي د سیاست ښکار ګرځیدلې نو له همدې امله د افغانستان د انرژي په دیرش کلنه سټراټيژي کې هم د هستوي انرژي مسله ډیره کم رنګه او ورته ځای ندی ورکړل شوی.