د بن پوهنتون انګړ واورې پوښلی وؤ، محصلین هم نور د کرسټمس په رخصتیو روان ول،هوا سړه او خړه وه، پوهنتون د رخصتیو له امله نږدې تړلی وؤ خو هستوي فزیک ته تږي دوه آلماني ساینسپوهان فريډ شتراسمن او آتو هان د انګریز ساینسپوهانو ارنست راډرفورډ او جیزم چادویک په نظریو باندې ژور فکرونه کوئ، کله ګوتې وشماري،کله یوبل ته په پټه خوله اشارې سره کوئ او سرونه سره ښوروي او کله هم بیا د کافي یا چای لپاره په دمه کې د خپلو موندنو په اړه خبرې کوئ. نن نو د ۱۹۳۸ عسیوي کال د ډیسامبر ۱۷ مه نیټه ده او هوا د تل په شان سړه، واورینه، خړه او آرامه برېښي، د چاپیریال آرمتیا د آتوهان چیغه ماته وي او یو دم دوه ساینسپوهان یوبل ته د خوشالۍ په چیغو غیږې ورکوئ. هو ! باید هم آتو هان او فریډ شتراسمن خوشالي وکړئ ځکه دوۍ د پیړۍ تر ټولو ستر ساینس انقلاب بنسټ ډبره یښې، هو ! دوۍ په لابراتوار کې هغه هسته چې څوکاله مخکي یې آن د اټوم د تجزیې فکر نه کیدل اوس په دوو برخو ویشلې او په دې سره یې د نه تمامیدونکې انرژي د تولید بنسټ یښی. هان او شتراسمن وکولای شول د یورانیموهستې ته د نیوترونونو د تزریق په واسطه د یورانیمو هسته ماته کړئ چې له هرې ماتیدنې سره ۲۰۰ میګا الکترون ولټه انرژي او دوه تر دریو پورې نیوترونونه هم چاپیریال ته خپاره کړئ.
د آتوهان او فریډ شتراسمن عملي تجربې ته اتریشۍ فزیکپوهې ډاکټر لیزا مایټنر په کال ۱۹۳۹ کې تیورتیکي بنسټ کیښود او په تیوریک بڼه یې دا ثابته کړه چې هسته هم چوولای شو.
د هان، شتراسمن او هایټنر له بده بخته دوۍ دا څيړنیزه تجربه د نړۍ په داسې یو کړکیچن حالت کې وکړه چې د دوهمې نړیوالې جګړې خبرې ډیرې تودوې وې. د هان او ملګرو د څیړنو خبر ډیر ژر د دوۍ له خړ پړ لابراتوار څخه د نړۍ له سترو وچو او سمندرونو تیر شو او هر ګوټ ته ورسید.ټول په دې ویره کې ول چې د نازي آلمان ساینسپوهان به داسې د لوړ قدرت لرونکې بمونه جوړ کړئ چې یو به یې وکولای شئ ټوله نړۍ ویجاړه کړئ. په دې سره په جګړه کې ټول ښکیل هیوادونه په دې هڅه کې شول چې څنګه کولای شي د هان او ملګرو د څیړنو په پایله کې را مینځ ته شوې د لوړې انرژي چینې د ځواکمنو بمونو لپاره وکاروئ.
په دې ترڅ کې له نازي آلمان څخه آمریکا متحده ایالاتو ته تښتیدلی ساینسپوه البرټ آنشټاین او له فاشیستې ایټالیا څخه تښتیدلی انریکو فرمې دا وپتیله چې د آمریکا ولسمشر ته باید د نازي آلمان لخوا د یوې ځواکمنې او وژونکې وسلې د جوړښت شونتیا خبر وکړل شئ، هماغه وؤ چې انریکو فرمی په مارچ میاشت کې له شیکاګو څخه واشنګټن ته روان شو خو په سپینه ماڼۍ کې چا د فرمي په خبرو غوږ ونه ګراوه، د فرمې له راستنیدو وروسته انشټاین د آمریکا د وخت ولسمشر فرانکلن روزویلټ ته لیک واستاوه چې د روان کال تر پایه دې په آمریکا کې اټومي څیړنو یو مرکز جوړ کړای شي. روزویلټ هم دې پروژې ته زړه ښه نه کړ او داسې وه انګیرله چې په داسې جګړیز حالت کې د دومره ستر لګښت لپاره اړتیا نه لیدلی کيږي خو بیا یې هم د یوه تدریجي پیل لپاره زړه ښه کړ.
د ۱۹۴۱ زیږدیز کال په پای کې آمریکایانو د اټومي بم د جوړولو لپاره یوه ستره پروژه چې مستعار نوم یا کوډ یې د منهاټن پروژه وه په کار وا چوله، د پروژې پیسې د آمریکا پوځ لخوا ورکول کیدې چې منهاټن هم د آمریکا پوځ کې د یوه انجینیري یونټ نوم وو. د ډیری کارکوونکو او عامو وګړو له لیدلوري دا پروژه د سوچه ساینسي څیړنو لپاره ډیزاین شوې پروژه ښکاریده.
په کال ۱۹۴۲ کې د آمریکا پوځ انجنیر جنرال لسلی ګروفیس د پنټاګان رغنیزو چارو مشري تر څنګ د منهاټن پروژې مشر وټاکل شو.
د اټومي بم جوړولو لپاره لمړنۍ څیړنې د کولمبیا، شیکاګو او د کلفرونیا بریکلي پوهنتونونو کې پیل شوې، په دې لړ کې انریکو فرمې لمړی کس وؤ چې وتوانید په شیکاګو کې لمړي کنټرول شوی هستوي ځنځیري تعامل را مینځ ته او په عملي بڼه د هستوي بم بنسټ کیږدئ. د فرمې له بریالۍ تجربې وروسته د منهاټن پروژې ته په ملیونونو ډالرو مخه کړه، د دفاع وزرات څخه نیولې بیا تر بهرنیو چارو وزارت پورې ټولو آمریکايي ادارو منهاټن سره بې ساري مالي مرسته وکړه. دغه مالي مرسته په آمریکا کې د بیلابیلو اټومي څیړنو په مرکزونو ولګیده چې په ترڅ کي یې جنرال ګروفیس د نیو مکسیکو ایالت په لوس آلاموس کې د یورانیمو بډاینې او هستوي بم جوړښت لپاره په ډیره پراخه کچه تائسیسات جوړ کړل او آلماني الاصله آمریکايي ساینسپوه رابرټ اوپنهایمر یې د مشر په توګه وټاکل. منهاټن اوس نو د نړۍ په کچه د اټومي څیړنو تر ټولو ستره پروژه ده چې شا او خوا ۱۳۰۰۰۰ کارکوونکي او د وخت دوه ملیارډه ډالره چې په اوسنیو ډالرو ۲۶ ملیارده ډالره کیږی بودیجه لرئ.
منهاټن اوس تر ټولو پټه پروژه ده چې نه آلمانان او نه هم جاپانیان د دې پروژې په اړه پوهاوی لري، روز ویلت او چرچل په دې هم سره سلا دي چې د منهاټن راز به خپل ملګري ستالین ته هم نه وایي،د منهاټن په اړه چوپه چوپتیا وه او ټولو فکر کول چې دا پروژه د آمریکا ساینسي څیړنو یوه برخه ده او هیچا یې نه په اړه خوله نه خوځوله او نه یې هم له راتلونکو زیانونو خبر ول.
د منهاټن فعالیت دومره مرموز وؤ چې آن د امریکا د وخت ولسمشر مرستیال ترومن هم تر هغو نه وؤ پرې خبر تر څو چې دی په خپله ولسمشر شو او یواځې د ساینسپوهانو یوه لس تر پنځلس کسیزه ډله پرې خبره وه،د دغې پنځلس کسیزې ډلې په ترکیب کې روسي استخباراتو ته کارکوونکی آلماني الاصله آمریکايي ساینسپوه کلاوس فوکس هم وؤ چې آمریکایان یې په اړه نه وؤ خبر.
د ۱۹۴۵ زیږدیز کال په اوړي کې د منهاټن پروژې د مکسیکو څانګې مشر اوپنهایمر جنرال ګروفیس ته وویل چې دی د اټومي بم آزموینې ته چمتو دی.
نن نو د ۱۹۴۵ کال د جولای په ۱۶ نیټه د منهاټن پروژې د نیومکسیکوـ ټرینیټي اټومي سایټ ساینسپوهان سره را ټول شوي ترڅو د اوپنهایمر په لاس جوړ شوی د نړۍ لمړنی اټومي بم آزمویښت ننداره وکړئ.
د اوپنهایمرجوړه شوې آله چې دی ورته اټومي بم وايي د یوې سل مټره لوړې ستنې پر سر و آزمویل شوه، د چاودنې ځواک دومره ډیر وؤ چې تر ۳۰۰ کیلو مټره پورې لرې واټن څخه یې لمبه ښکارېده، لمبې تر ۱۲۰ مترو پورې لوړې هوا ته پورته شوې او تر۱۵۰ کیلومټره پوري یې د سیمې اوسیدونکو د کورونو ښیښې ماتې کړې. کله چې د بم لمبه بیرته په ځمکه ولګیده د ځمکې پر مخ یې ۸۰۰ متره سورور سوری جوړ کړ چې د ډیرې تودوښې له امله یې د سوري شا او خوا شګی په ښیښه باندې واړولې.
آمریکایانو خپل ولس او نړیوالو ته د رسنیو له لارې وویل چې د نیو مکسیکو په دښته د آمریکا پوځ یوه سلاکوټ کې چاودنه را مینځ ته شوې خو له دې سره مل د آمریکا د وخت ولسمشر هاري ترومن ته د آلمان په پوتسدام کې خبر ورکړل شو چې د اټومي بم چاودنه بریالۍ وه.
هو !نړۍ اوس نو اټومي زمانې ته ور ننوتې، نور نو د مټو په زور څوک ځواکمن نه ښکاري، نور به دلته ټکنالوژي سیاست، حکومت او اقتصاد چلوي.
د دې خبر له اوریدو وروسته ترومن په دې ډاډه وو چې نور دی دوهمې نړیوالې جګړې د ختمیدا توان لري خو د بم د کارونې په اړه ځکه اندیښمن وؤ چې دا چاره کولای شي ټول ځواکمن او په جګړه کې ښکیل هیوادونه دې ته وهڅوي تر څو د بشریت په لاس تر ټولو وژونکې وسلې جوړې او وکاروئ، دی وایي چې زما د ژوند تر ټولو سخت تصمیم همدا وؤ چې د بم د کارونې او نه کارونې په اړه تصمیم ونیسم. همدا وؤ چې ترومن د جاپان ادارې ته یو لیک واستاوه او په کي یې ولیکل چې جاپان دوه لارې لري یا بې له قید او شرطه تسلیمیدل او یا هم د آمریکا په لاس د جاپان له مینځه تګ،خو په لیک کې د اټومي بم په اړه هیڅ هم نه وؤ لیکل شوي. جاپانیانو د بې له قید او شرط تسلیمدو ته د نه ځواب ورکړ چې په دې سره د ۱۹۵۴ کال د اګسټ په ۶ نیټه د اینولا ګې په نامه یوې الوتکې چې پاول ټیبټس یې پیلوټي کوله د جاپان په هیرو شیما باندې د لیټل بای یا واړه هلک په نامه لمړنی اټومي بم واچاوه، بم ۶۴ کیلو بډای شوي یورانیم درلودل چې یواځې یو کیلو شا او خوا یې وچاودیدل او نور ۶۳ کیلو یې بې له چاودنې په ځمکه خواره شول. د بم یواځې ۸۶۰ ملي ګرامه مواد په انرژي او راډیو اکټیفو توکو باندې واوښتل چې ۱۶ کیلو ټنه ټی ان ټي انرژي یې تولید کړه. چاودنې په لمړیو ثانیو کې ۷۰۰۰۰۰ جاپانیان د لوړې انرژي او فشار له امله وچول چې په راتلونکو ورځو، میاشتو او کلونو کې ۱۰۰۰۰۰ نور جاپانیان هم د همدې چاودنې له امله مړه شول، بم په هیروشیما کې هرڅه له مینځ یوړل له برېښنا نیولې بیا تر مخابرو او هر بل سیسټم. له ټوکیو سره یوه ورځ اړیکه پرې وه، ټوکیو یو استازی را ولیږل چې وګوري په هیروشیما څه تیریږي،استازي لمړۍ ورځ پر لاره، دوهمه په هیروشیما او دریمه په بیرته ځان ټوکیو ته ورسول او له ناورین څخه یې د ټوکیو چارواکې خبر کړل، په دې لړ کې د اګسټ په نهمه د چاغ سړي یا فټ من په نامه دوهم بم د ناګاساکي په ښار وغورځاوه چې دې بم هم په لمړیو ثانیو کې ۸۰۰۰۰۰ جاپانیان د لوړې انرژي او فشار له امله وګول او په راتلونکو ورځو او کلونو کې د هیروشیما او ناګاساکي د بمونو له امله د جاپانیانو مرګ کچه ۲۲۵۰۰۰ ته ورسیده. فټ من ۶.۲ کیلو وزن درلود. د دوو اټومي بمونو له چاودنې وروسته د ۱۹۴۵ د اګسټ په ۱۴ باندې جاپانیان تسلیم او دوهمې نړیوالې جګړې ته د پای ټکی کیښودل شو. ځینې آمریکایان او نړیوال تل آمریکا په دې تورنوي چې د منهاټن پروژې محصول باید د بشریت په وژنه کې نه وای کارول شوی خو ترومن به تل ویل چې په جاپان د بم اچولو تصمیم یو نظامي تصمیم وؤ.
د مهاټن پروژې له بشپړیدا وروسته څیړنو وښوله چې د پروژې کارکوونکي د ۴۰۰۰ پټو هستوي تجربو څخه د شویو وړانګو له امله یا مړه،یا معیوب، یا په سرطان اخته او یا هم عقیم شول.