د نړۍ وګړي د پیدایښت له پیله له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ وو، د دغو ننګونو په مقابل کې مقاومت تر هغه پورې اسانه برېښېده چې انسانان لا په دې نه و توانېدلي چې خپل ځان ته په خپل لاس د غمونو کروندې جوړې کړي.
په ساینس کې د وروستیو دوو پېړیو پرمختګونو د انسانانو په ژوند کې د هوساینې راوستلو ترڅنګ ننګونې هم زیاتې کړې.
دغه ننګونې هله له کنټروله ووتلې چې د انسان ماغزو د اټوم او هستې څېرې کولو تابیا وکړه. ايټالوي ساینسپوه انریکو فرمې په ۱۹۳۴ زیږدیز کال کې د یورانیمو هستې په چاودنې سره په د هستوي بمونو بنسټ کېښود چې له دې وروسته د امریکا متحدو ایالاتو په ۱۹۴۲ کې د منهاټن پروژې په ترڅ کې چې لومړی د اټومي برېښنا د تولید لپاره پیل شوې وه اټومي بم جوړ او د دويمې نړیوالې جګړې په پای ۱۹۴۵ کي یې د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو باندې واچول.
له دې سره د نړۍ نورو ځواکمنو هېوادونو هم د اټومي بمونو د جوړولو تابیا وکړه چې په دې لړ کې د پخواني شوري اتحاد په دې وتوانېد چې په ۱۹۴۹ کې هایډروجني بمب جوړ کړي.
په دې سره د امریکا متحده ایالات نور په دې وپوهېدل چې د امریکا په ګټه د هستوي وسلو مونوپولیزم ختم شوی.
له همدې امله د امریکا د وخت ولسمشر ایزن هاور په ۱۹۴۳ کال کې د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته وړاندیز وکړ چې یوه داسې نړیواله اداره دې رامنځ ته شي چې په ټوله نړۍ کې د هېوادونو هستوي پروګرامونه وڅاري او د اټومي ټکنالوژۍ د نظامي کارونې څخه دې مخنیوی وکړي.
د دغې ادارې له رامنځ ته کېدو وروسته د دغې ادارې او غړیو هېوادونو له خوا د اټومي وسلو د پرمختګ او بندیز لپاره ځینې تړونونه لاسلیک شول چې د دغو تړونونو یوه مهم تړون د اټومي وسلو د پرمختګ او مخنیوي تړون دی چې په ۱۹۶۸ کال کې لاسلیک شوی.
د دغه تړون له مخې غړي هېوادونه دا حق لري چې سوله ییزه اټومي انرژي وکاروي خو دا حق نه لري چې هستوي ټکنالوژي د نظامي موخو لپاره وکاوري (د امنیت شورا پنځه دایمي غړي لکه امریکا، روسیه، چین، فرانسه او انګلستان له دې امر مستثنا دي).په نړۍ کې نژدې ټول هېوادونه هستوي پروګرامونه لري، خو هستوي پروګرامونه هله ناندریز شي چې نور نو د سوله ییزتوب بریدونو څخه د وتو په حال کې وي، دغه ډول پروګرامونه په عادي توګه د نړیوال اټومي انرژي اژانس د ناظرینو لخوا کنټرولیږي، خو کله کله ځینې هېوادونه د خپلو هستوي پروګرامونو پټه برخه او یا هم غیر سوله ییزه ښکاره برخه د نظارت لپاره د نړیوالو ناظرنیو په اختیار کې نه ورکوي. یو له هغو هېوادنو چې دا پروګرام یې اوس ناندریزه بڼه غوره کړې، ایران دی.
لکه څنګه چې پورته وویل شول، ایران دا حق لري چې هستوي برېښنا تولید کړي، خو د دې برېښنا لپاره باید سون توکي له نړیوالو اجازه لرونکو تولیدوونکو هیوادونو لکه روسیه او چین وپېري نه دا چې دوی یې خپله بډای کړي او که چېرې بډای کوي هم باید د هستوي برېښنا له حده یې زیات بډای نه کړي، خو که چېرې یو هېواد د هستوي برېښنا تر حده پورې د یورانیمو بډاینې امکانات ولري، نو د بم جوړولو تر حده د غني کولو امکانات هم لرلای شي.
د یادونې وړ ده چې یورانیم باید د برېښنا د تولید لپاره تر ۴۰ سلنه او د اټومي بم جوړنې لپاره تر ۹۰ سلنه پورې بډای شي.
د ایران اټومي پروګرام هله ناندریز شو چې د ایران حکومت یوې مخالفې ډلې په ۲۰۰۲ کال کې د ایران د نطنز او اراک هستوي تاسیساتو له پټو فعالیتونو پرده پورته کړه.
په پیل کې ایران دا ومنله چې د نړیوال اټومي انرژي اژانس ناظرینو ته به د کتلو اجازه ورکوي، خو له هغه سره سره ایران ونه کولای شول نړیوال ناظرین په دې قانع کړي چې ګواکې هستوي پروګرام یې سوله ییز دی.
د نړیوالو ناظرینو دغو اندېښنو امریکا او د هغې اروپايي ملګري دې ته اړیستل چې پر ایران فشار واچوو، چې د یورانیمو بډاینې خپل پروګرام ودروي، په دې ترڅ کې ایران په ۲۰۰۳ کې هوکړه وکړه، چې د یورانیمو بډاینې پروګرام ودروي خو دا هوکړه لیک په ۲۰۰۵ کال کې د ایران د وخت ولسمشر محمود احمدي نژاد په واک ته رسېدو سره مات او ایران د یورانیمو بډاینه بیا له سره پیل کړه.په ۲۰۰۶ کال کې د نړیوال اټومي انرژي اژانس د ایران اټومي پروګرام دوسیه د ایران له خوا د اټومي وسلو د پرمختګ د مخنیوي تړون د ماتولو په تور د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړه چې له هغه نه تر اوسه د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر اوو ځلو پورې په ایران بېلابېل بندیزونه ولګول، چې ایران د یورانیمو بډاینې پروګرام بند کړي.
په دې لړ کې ایران په ۲۰۰۹ کال کې د (فردو) په نامه تر ځمکې لاندې د نورو هستوي تاسیساتو د شتون خبر ورکړ، چې له هغه راپدېخوا د ایران حکومت او نړیوالو ترمنځ د ایران هستوي دوسیې پر سر خبرو زور اخیستی، خو په وار وار دا خبرې بې له کومې پایلې پای ته رسیدلې دي چې ایران، د امنیت شورا غړي او نور اروپایي هېوادنو ایران د تړون په ماتولو او ایران دوی د تړون په ماتولو تورنوي.
د امنیت شورا وايی اوس دوی کره شواهد لري چې د ایران په هستوي تاسیساتو کې د یورانیمو د بډاینې ماشینري د دې توان لري چې یورانیم د اټومی د اړتیا تر بریده بډای کړي همدارنګه امنیت شورا وايي چې د ایران د یورانیمو بډاینې پروګرام ۱۸ کاله مخکې پټ پیل شوی اوکه ایران ژر تر ژر دا پروګرام بند نه کړي نو دا اندېښنه ورځ په ورځ مخ په زیاتېدو چې ایران دې اټومي بم جوړ کړي.
خو ایران وايي چې موږ یورانیم د اټومي برېښنا ترکچې بډای کوو، چې دا زموږ حق دی او دا کچه د هستوي وسلو د ممنوعیت په تړون کې هم ممنوع نه ده اعلان شوې او غړي هیوادونه دا حق لري چې یورانیم د برېښنا د تولید تر بریده بډای کړي.
د نړیوالو غونډو په ترڅ کې ایران وايي، نړیوال دې دا ورسره په لیکلې بڼه ومني چې دوی به یورانیم بډای کوي او ایران به دا ضمانت په لیکلې بڼه ورکړي چې ایران به اټوم بم نه جوړوي، خو په دې کې دواړه غاړې یو پر بل بې باوره دي.
نړیوالوپه لوړه کچه له ایران سره د اټومي پروګرام پر سر خبرې د تېرکال له پایه بیا تر اوسه پورې درولې دي.د ۲۰۱۳ کال له جون راهیسې چې د ایران حکومت په مشرتابه، د ایران په بهرني سیاست او همدارنګه اټومي فعالیتونو په سیاست کې څه مثبت بدلون ترسترګو کیږي، نو داسې هیلې شته چې د ایران ناندریز اټومي پروګرام ته به یوه سوله ییزه د حل لاره پیدا شي او که چېرې دا سوله ییزه حل لاره پیدا نه شي، نو نړیوالې ټولنې په سر کې امریکا په وار وار دا ګواښ کړی چې د اړتیا په صورت کې به په ایران نظامي برید وکړي.د یادولو وړ ده چې د امنیت شورا پر دایمي غړو سربېره ځینې نور هېوادونه لکه پاکستان، شمالي کوریا او هندوستان چې اټومي بمونه لري د اټومي وسلو د ممنوعیت تړون نه دی لاسلیک کړی. د دې ترڅنګ داسې ګمان کیږي چې ایران او اسرائیلو هم اټومي وسلې لري.
په ۱۹۶۸ کې د اټومي وسلو د مخنیوي او ممنوعیت د تړون د لاسلیکېدو پرمهال هند ویل چې لومړی دې پاکستان لاسلیک کړی او پاکستان ویل چې لمړی دې هند لاسلیک کړي، دې خبرې دوه منطقه درلودل یو دا چې هند او پاکستان دواړه د انګریزانو له نیواکه نوي خلاص شوي ول او ځان یې تر دې بریده خپلواک نه بلل چې ګواکې دوی دې هغه نړیوال تړون چې انګلستان ورته ژمن نه دی، لاسلیک کړي، دويم دا چې پاکستان او هند دواړو ویل چې موږ په یوبل سره په غیر مستقیم ډول په جګړه کې یو نو یو هېواد دې لومړی دا ګام پورته کړي چې بیا یې دویم هېواد هم پورته کړي.
که څه هم په رسمي بڼه داسې کوم لیکلی دلیل نه شته چې ولې دواړو هېوادونو دا تړون نه دی لاسلیک کړی، همدارنګه شمالي کوریا له جنوبي هغې سره د ستونزې لرلو په پلمه دا تړون لاسلیک نه کړ.
ایران چې دا تړون لاسلیک کړی، نو هغې ته یا باید ژمن پاتې شي او یورانیم بډایه نه کړي او یا هم له دې تړونه ووځي چې دا یو اوږد بهیر دی، چې ایران په دې کې خپلې هغه ګټې چې د نړیوال اټومي انرژي اژانس له خوا تخنیکي مرستې دي په خطر کې ويني.