کله چې د ۱۹۴۵  زیږدیز کال اګسټ میاشت د دوهمې نړیوالې جګړې په ورستیو کې د آمریکا د پوځ لخوا د جاپان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو باندې اټومي بمونه واچول شول نو په  پایله کي یې شا او خوا ۲۲۰۰۰۰ بې ګناه جاپاني وګړي ووژل شول چې په دې سره دوهمه نړیواله جګړه هم پای ته ورسیده. دې پیښې د نړۍ نور ځواکمن هیوادونه لکه روسیه، انګلستان او فرانسه هم د اټومي وسلو جوړولووته وهڅول. په دې لړ کې د روسیې هیواد په ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې د هایډروجني بمب په جوړولو بریالی شو. کله چې آمریکايي چارواکي په دې ډاډه شول چې نور نو دوۍ د اټومي بمونو یواځيني لرونکي او زبرځواکي ندي نو په دې لټه کې شول چې د اټومي بمونو د کارونې او جوړوني د مخنیوي لپاره لاس په کار شي. همدا وه چې د ۱۹۵۳ زیږدیز کال په ډیسامبر کې د آمریکاد وخت ولسمشر آیزن هاور د ملګرو ملتونو اوه څلویښتمې کلنۍ غونډې ته د هستوي او اټومي وسلو د بندیز یوه څارن سازمان د رامینځ ته کولو وړاندیز وکړ. آیزن هارو خپلې خبرې په دې شعار باندې پیل کړې "اټوم د سولې لپارهAtom for Peace " ده وویل چې د اټومي وسلو په جګړه کې هیڅ هیواد هم بریالی کیدای نشي نو اړینه بریښي چې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه دې یو داسې ناپیلی مینځګړی سازمان جوړ کړي چې د غړیو هیوادونو هستوي او اټومي فعالیتونه کنټرول کړي. دې ناپیلي څارونکي سازمان ته د اټومي انرژي نړیوال سازمان یا   International Atomic Energy Agency (IAEA) نوم ورکړل شو. دا سازمان په ۱۹۵۷ زیږدیز کال کې په رسمي بڼه د نیویارک په ښار کې رامینځ ته شو چې وروسته یې مرکز د اطریش هیواد پلازمینې ویانا وټاکل شو. د دې سازمان ځيني مهمې دندې په لاندې ډول وټاکل شوې:

1.    د دې سازمان په غړيو هیوادونو کې د هستوي وسلو او اټومي بمونو جوړول منع دي او د دې سازمان غړي هیوادونه له اټومي انرژي څخه د پوځي موخو لپاره کار نشي اخیستلای او یواځې د سولیزو موخو لپاره اټومي انرژي کارولای شي.

2.    غړي هیوادونه به ددې ضمانت کوي چې هر ډول راډيو اکټیف توکي لکه یورانیم، پلوټونیم، سټرانشیم، سیزیم، او کوبالت به له ناقانونه او نا مسؤوله کسانو څخه خوندي ساتي تر څو په ناقانونه توګه هستوي وسلې ترې جوړې نشي.

3.    غړي هيوادونه به دمرکزي سازمان (IAEA) څخه دبرېښنا انرژي دتولید په موخه د اټومي بټیو د جوړولو لپاره هر ډول علمي او تخنیکي مرستې تر لاسه کوي خو په بدل کې به تل د نړيوالې اټومي انرژي څارونکو له خوا کنترولیږي تر څو په بټۍ کې تولیدشوي پلو ټونیم د اټوم بمب د جوړولو لپاره  ونه کارول شي.

4.    غړي هیوادونه په دې مکلف دي چې نړیوال اټومي آژانس له معیارونو سره سم خپله د

مصئونیت کړنلاره جوړه کړئ.

 

دیادونې وړه ده چې د نړیوال اټومي آژانس غړیو هیوادونو په ۱۹۷۰ زیږدیز کال کې د هستوي وسلو د نه خپرواي یو قانون تصویب کړ چې د هغه له مخې غړي هیوادونه مکلف دي چې خپل اټومي فعالیتونه  د نړیوال اټومي انرژي آژانس  د څارګر ټیم تر نظر لاندې تر سره کړي خو ددغه قانون تصویب کونکو په ډله کې پینځه داسې هیوادونه شته چې دوۍ د غه څارګر ټیم ته د څارنې اجازه نه ورکوي او په بدل کي یې د غړیو هیوادونو تخنیکي کارکونکو په روزنه کې مرسته کوي. دغه پینځه هیوادنه  آمریکا، روسیه، انګلستان، فرانسه او چين دي. د دې ترڅنګ پاکستان، هند، شمالی کوریا او اسرائیل هیوادونو دغه قانون ندی لاسلیک کړی چې په دې سره دهغو هیوادونو شمیرچې څارګر ټیم ته د څارنې اجازه نه ورکوي نهو ته رسیږي.

دا سازمان اوسمهال ۱۵۱ غړي هیوادونه لري او افغانستان یوه له هغو ۲۲ هیوادونو څخه دی چې د د دې سازمان د بنسټ ایښودلو په پیل یانې ۱۹۵۷ زیږدیز کال  یې د دې سازمان غړیتوب تر لاسه کړ.

که څه هم نړیواله اټومي‌ انرژي اداره په پیل کې ناپیلې او د ملګروملتونو له چوکاټ څخه جلا را مینځ ته شوې خو اوس هم دخپلو فعالیتونو ریپوټ د ملګروملتونو سرمشریزې او ملګروملتونو امنیت شورا ته ورکوي.‌ دغه اداره دوه سیمه ایز دفترونه یو په نیویارک او به په جینیوا کې لري، دوه د هستوي مصؤونیت سیمه ایز دفترونه یو په تورنتو او بل په توکیو کې لري او همدارنګه دری لابراتوارونه په ویانا، زیبرسدورف او موناکو کې لري.

نړیوال اټومي انرژي آژآنس په لاندې ډول باندې اداري جوړښت لري:‌

۱ ـ لوي مشر یا ډایرکټر جنرال

۲ ـ د مدیرانو بورډ

۳ ـ سرمشریزه یا جنرال کانفرانس

۴ ـ سکرتریت

ډایرکټر جنرال د هستوي انرژۍ، هستوي مصوؤنیت او امنیت، هستوي ساینس او تطبیقاتو،‌ سېفګارډ، تخنیکي همکاریو او مدیریت څانګو مشري کوئ.  او د سرمشریزې مشر هر کال د غړیو هیوادونو د استازو لخوا ټاکل کیږئ.