د آنلاین بورس یا سکالرشیپ د موندنې لند لارښود

 

 سکالرشیپ یا بورس هغې نقدي پانګې ته وايي چې یوه وړ زدکوونکي ته د لوړو زدکړو په موخه د یوه هیواد، ادارې، شخصي شرکت او یا هم یو شخص لخوا د هغه لاسته راوړونو د هڅونې لپاره ورکول کیږئ . د بورسونو موندنه کله کله سخته ښکاريږي خو که څوک یې د لټون په ډول او لارو چارو پوه شي نو ډیره آسانه ده. د بورسونو په لټون کې چې لاندې دری اصله په پام کې ونیول شي بیا نو د بورسونو لټون ګران کارندی.

 

۱ ـ  نقدې مرسته

 

۲ ـ څانګړي بورسونه

 

۳ ـ د بورسونو د لټون کړنلاره  

 

۱ ـ نقدي مرسته

‌ په نړی کې ډیر داسې پوهنتونونه شته چې د وړتیا او یا هم اړتیا پر بنسټ خپلو زدکوونکو سره نقدي مرستې کوي. د دې لپاره چې پوه شۍ آیا دا پوهنتون له زکوونکو سره نقدي مرسته کوي او کنه ؟ همدومره بس ده چې نوموړي پوهنتون ویپاڼې ته سر ورښکاره کړئ.

د وړتیا او اړتیا پر بنسټ نقدي مرستو تر مینځ ډیر توپیر نشته خوکه چیرې  کوم پوهنتون ډیره بودیجه ولري هغه له زدکوونکو فیس نه اخلي او یا هم کله کله وړیا استوګنځي هم ورکوي چې دې ته د اړتیا پربنسټ مرسته وايي خو که چیرې پوهنتون بودیجه لږ وي بیا نو یواځې وړ زدکوونکو سره نقدي مرستې کوئ.‌نو که چیرې تاسو وړتیا لري هیڅ وخت په دې سوچ کې مه اوسۍ چې ګواکې تاسو به لوړو زکړو ته لاره پیدا نکړئ. د ښو استعدادونو لپاره تل ښې آسانتیاوې شته.

 

۲ ـ څانګړي بورسونه:‌

 

 بورسونه هیڅ وخت په عادي حالت کې نه ورکول کیږي. هر هیواد، شخص او یا هم کمپنۍ چې بورسونه ورکوي نو حتما خپله موخه په کې لري.‌د بیلګې په ډول هغه هیواد چې وغواړي په نړیوالو باندې په لږه بیه خو ښه انځور سره ځان وپېژني نو ښه لاره یې داده چې د نړۍ څخه خپل هیواد ته زدکړو ته خلک را بولي. بورسونه تل د کلتور د خپراوي په موخه یوه ښه وسیله ګرځیدای شي. که شخص یا کمپنۍ بورس درکوي نو حتما دا تمه لري چې له فراغت وروسته باید دوۍ ته کار وکړې.

 

۳ ـ د بورسونو د لټون کړنلاره

 

د برسونو دموندنې لپاره تر ټولو غوره لاره داده چې د بورسونو په موندنه کې وخت تیر کړې او په ریښتینې بڼه د خپل ذوق او سویې مطابق بورس پیدا کړې.‌

 

د بورسونو د موندنې او لارښوونې لپاره تر ټولو آسانه او مخامخ لاره داده چې بورسونه د کټګوریو او هیوادونو پر بنسټ ولټوۍ چې لاندینی لینک یې تر ټولو غوره لاره پته ده:

 

http://scholarship-positions.com

 

همدارنګه لاندینۍ ویپاڼې د بورسنو لپاره غوره ویپاڼې ګڼل شوېدي:‌

 

http://www.scholarshipexperts.com/

http://www.careerinfonet.org/scholarshipsearch/ScholarshipCategory.asp?searchtype=category&nodeid=22

http://www.scholarships.com/financial-aid/college-scholarships/scholarships-by-type/international-student-study-abroad-scholarships/aws-international-scholarship-program/

 


http://www.akdn.org/akf_scholarships.asp

 

که په افغانستان کې یاست او انټرنټ نه لرۍ نو د افغانستان د لوړو زکړو وزارت د بهرنیو اړیکو څانګه تر ټولو سمه پته ده. لاندې ځینې ادارې افغانستان ته بورسونه ورکوي:‌

 

د آمریکا سفارت (فولبرایټ بورسونه)

د آلمان اکاډمیکو همکاریو دفتر (ډاډ یا DAAD)

آسیایی بانک

اسلامي بانک

نړیوال بانک

جاپان سفارت

سویډن سفارت

پاکستان سفارت

هند سفارت

ایران سفارت

مصر سفارت

او داسې نور ...

 

په افغانستان کې د نوموړو ادارو لخوا ټول ورکوونکي بورسونه د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت لخوا تنظیمیږي.‌