محمد تنها
محمد رحمت الله تنها اندړ د قضاوت پوه مولوي ميرزاخان عاطفي زوي دی. نوموړی د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅي کې د فزيك په څانګه كي استاد دی او علمي رتبه يې پوهنیار ده.
نوموړی د غزني ولايت د اندړو د ولسوالي اصلي اوسیدونکی دی. خو د ۱۳۶۲ لمريز كال د سلواغې په دويمه نيټه د كابل په ښار كي دې نړۍ ته سترګی غړولي دی.
زده کړې
لمړنی او ديني زده كړي یې له خپل ګران پلار څخه زده كړي او په يوولس كلني کې دسويي د آزمویني په تيرولو سره اووم ټولكي ته تللی ، مانا داچې زده كړي یې په ښونځي كې له اووم ټولګي څخه پيل كړي دي، په ۲۰۰۰ زیږیدیز كال كې د خيرخاني ميني د غلام حيدرخان له عالي ليسې څخه وتلی او په ۲۰۰۱ كال كي یې د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅئ كې د فزيك په ځآنګه كې زده کړي پیل کړي. استاد په ۲۰۰۴ زیږدیز كال كې د همدي پوهنځئ د فزيك له څآنګي څخه په لوړه درجه وتلی او په ۲۰۰۵ زیږدیز كال كي یې په همدغه څآنګه كي داستاد په بڼه په خپله دنده پيل كړي او تر اوسه هم په همدې دنده پاتي شوی. نوموړي دخپلي دندي په موده كي د نړيوالي اتومي انرژي ادارې په بیلابیلو نړیوالو فيلوشيپونو کې ګډون کړی. استاد د اټومي او اهستوي فزیک پوه دی او له افغان هستوي فزیک پوه پوهاند ډاكتر عبدالحي نظيفي سره یې په ګده د كابل پوهنتون لپاره دهستوي فزيك په اړه په پښتو ژبه دوه كتابونه ليكلي او چاپ شوي دي.د استاد تنها اندړ ګڼ شمیر مقالې په ځينو ملی او نړیوالو مجلو او ویبپاڼو کې خپرې شوي.استاد په ډیرو نړیوالو کانفرانسونو او سیمینارونو کې ګډون کړی او په ځیینو هغو کي یې بشپړه ونډه اخیستي ده.ټولي لیکني یې د ده په مورنی ژبه پښتو باندي دي. په پښتو دري او انګريزي باندې رواني خبري او لكني كولاي شی او په عربي، آلمانی او ارودو ژبو پوهيږی خو لیکني نشی پرې کولای. استاد دامحال په کابل پوهنتون کې د هستوی فزیک استاد دیږ
افغانستان او ساینس
په افغانستان کې ساینس کومې خوا ته روان دی ؟
په یاد مې دي چې مور او پلار به مې په افغانستان کې د راډیوګانود لومړني نسل کیسه راته کوله، هو د غږ هغه ډبلي به یې یادول چې په یوه کلي کې به یوه ايښي و او سپین ږیرو به له استغفار سره مل ویل چې زمانه اخره شوې او ډبلی خبرې کوي. د ساینس او ټکنالوژي دا پرمختګ یوازې کلیوال نه بلکې ښاریان هم اندېښمن هیښ کړي ول له ملا تر عامي، له مزدوره تر باداره، له کارګره تر سرداره پورې ټول د ټکنالوژي په دې پرمختګ باندې ساعتونه سره غږیدل. دولت هم په دې لټه کې و چې څنګه وکولای شي دا ټکنالوژي هیواد ته ر
دآنلاین بورس لټونې لنډکی لارښود
د آنلاین بورس یا سکالرشیپ د موندنې لند لارښود سکالرشیپ یا بورس هغې نقدي پانګې ته وايي چې یوه وړ زدکوونکي ته د لوړو زدکړو په موخه د یوه هیواد، ادارې، شخصي شرکت او یا هم یو شخص لخوا د هغه لاسته راوړونو د هڅونې لپاره ورکول کیږئ . د بورسونو موندنه کله کله سخته ښکاريږي خو که څوک یې د لټون په ډول او لارو چارو پوه شي نو ډیره آسانه ده. د بورسونو په لټون کې چې لاندې دری اصله په پام کې ونیول شي بیا نو د بورسونو لټون ګران کارندی.
په افغانستان کې له ساینس سره جفا
دا منم چې په اوسنۍ نړۍ کې سیاست او ډیپلوماسي لومړۍ خبره کوئ خو په دې باندې ټول باید پوه شو چې د پخو سیاستونو تر شا پاخه کارونه روان دي. د هېواد پرمختګ د هغه په سیاستوالو او ډیپلوماتانو کې نه دی خلاصه شوی، دا ساینس او ټکنالوژي ده چې یو هېواد د ځواکمنو هېوادونو په کتار کې راولي.نن د نړۍ ډېری وګړي آمریکا په پوځي ډګر کې د هغو له پرمختللو وسایلو، ناسا، ایپل، جنرال موټورز او داسې نورو څخه پیژني نه د اوباما او کلینټن له مخې. د آلمان زیمنس کمپنۍ تولیداتو ته
وطني ساینس پوهان
دا نړۍ له ډيرو پړاونو لكه غلام ساتني ، په توره د امپراتورويو جوړول ، په بشري ځواك د تمدونونو ورانول او آبادول او داسي نورو له تيرولو څخه وروسته په ډيره دبدبه يوشتمي پيړۍ ته ننوتله. په دې پيړۍ كې نور نه توره چليږي او نه هم د مټ ځواك. برلاسى هغه دى چې د وخت سره په برابري تكنالوژي او ساينس باندې ځان سمبال كړي. هغه هيواد چې ساينس لري هغه به بادار او هغه هيواد چې يې نه لري هغه به هرو مرو غلام پاته كيږي ، نو ښكاره خبره ده چې زمونږ په ګران هيواد كې هم د ټولو ناخوالو اصلي سر چينه د پوهني
د هېوادونو په پرمختګ کې د ساینس ونډه
په نړۍ کې هېوادونه د پرمختګ له پلوه په دریو ډلو ویشل کېږي.پرمختللي هېوادونه، مخ په وده هېوادونه او وروسته پاتې هېوادونه.دغه ډلبندي د هېوادونو اقتصادي، سیاسي او ټولنیز حالت په ارزونې سره ترسره کېږي چې په دغه ارزونو کې بنسټیز فکټورونه تل اقتصاد او ټولنیز حالت شمېرل کېږياقتصادي پرمختګ دوه اصلي چینې لري چې یوه یې د هېواد طبیعي زیرمې او بله یې د هېواد صنعتي او کرنیز تولیدات دي.دوهمه برخه یې په هېواد کې د ساینس اوټکنالوژۍ پرمختګ پورې نیغه اړیکه لري.هغه هېوا