دا منم چې په اوسنۍ نړۍ کې سیاست او ډیپلوماسي لومړۍ خبره کوئ خو په دې باندې ټول باید پوه شو چې د پخو سیاستونو تر شا پاخه کارونه روان دي.
د هېواد پرمختګ د هغه په سیاستوالو او ډیپلوماتانو کې نه دی خلاصه شوی، دا ساینس او ټکنالوژي ده چې یو هېواد د ځواکمنو هېوادونو په کتار کې راولي.نن د نړۍ ډېری وګړي آمریکا په پوځي ډګر کې د هغو له پرمختللو وسایلو، ناسا، ایپل، جنرال موټورز او داسې نورو څخه پیژني نه د اوباما او کلینټن له مخې.
د آلمان زیمنس کمپنۍ تولیداتو ته اوس هم نړۍ ګوته په غاښ نیولې او د آلمان د پیژندګلوي دروازه یې ګڼي، د جاپان ټویوټا کمپنۍ د نړۍ د موټرو مارکیټ او د سوني تولیداتو زموږ تاسو د کورونو تاقچې قبضه کړي، د جنوبي کوریا سامسونګ کمپنۍ د جنوبي کوریا د پیژندنې ستر آدرس آن زموږ او تاسو تر جیبونو پورې لارې کړي.
خو آیا کله مو دا فکر هم کړی چې د دې ټولو ستریاوو او بریاوو اصلي کریډټ چاته رسیږي؟هو هغو ساینسپوهانو او څیړونکو ته رسېږي چې شپه او ورځ یې په ځان خوبونه حرام کړي او د هېواد د سوکالۍ لپاره په لابراتوارونو کې د کوچیانو په شان ژوند تېروي. اوس نو زما هېواد ته راشه لا اوس هم د ساینس په ګټه او ستروالي نه یو خبر او یا هم نه غواړو خبر شو.د ملت خو هسې هم ساینس ته نه دی ور پام، په ملي بودیجه کې هم یو پول تخصیص د ساینس او څیړنو لپاره نه دی ځانګړی شوی دولت ته چې یې کله کله بل څوک هم ورپام کړي نو بیا یې د ډیپلوماسي او نا سم سیاست ښکار وګرځوي. یوه لنډه بیلګه یې درته وایم:
څو ورځې مخکې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي کې د یوه لابراتوار د برابرولو لپاره نړیوال اټومي انرژي آژانس مرکز ته ورغوښتل شوي و چې له خپلې وړاندې شوې پروژې څخه دفاع وکړو.
له ځان سره مل پلاوي لست کې مې ولیدل چې یو کس د بهرنیو چارو وزارت هم راسره روان دی، پوښتنه مې وکړه چې دا خو بیخي مسلکي ورکشاپ دی نو دې کس ته څه اړتیا په کې لیدل کېږي؟
په تنده لهجه باندې ځواب داسې وؤ چې: “ تو تا به الی جوان استی، امر رئیس صایب جمهور است که با هر هیئت افغاني باید یک نماینده وزارت خارجه باشه”.
لومړی خو ځواب په دې راته قانع کوونکی نه و چې د ولسمشر آمر خو به هرومرو د سیاسي سفرونو لپاره وي نه علمي او ساینسي. خو خیر سفر پیل شو، د بهرنیو چارو وزارت دغې آغلې استازې په هر هوايي ډګر کې د لوړ احترام تمه لرله او له سره یې دا نه شوای منلای چې دا دې د بورډنګ پاسونو لپاره په کتار کې ودریږي، هر چاته به یې ویل چې:هلکه ته پوهیږې زه یوه ډیپلوماته یم!.
په هر حال سفر پای ته ورسید او په سبا یې د غونډې ځای ته ورغلو،چې ګورم دغې آغلې ډیپلوماتې د ډالیو بکسه را وایستله او ډیری ګډونوالو باندې چې شاید له ډیرو سره یې لومړۍ لیدنه وه د ډالۍ ویشلو پروسه پیل کړه، موږ ټول هک پک پاتي شوو چې دا یې بیا څه ډول ډیپلوماسي ده؟آغلې ډیپلوماتې په یوه اونۍ ورکشاپ کې پرته له دې چې شاپېنګ ته لاړه شي، په هغه او په دغه نیوکه وکړي او یا هم په بهرنیو چارو وزارت کې خپل موقف تشریح کړي، یوه شېبه هم په ورکشاپ کې برخه وانه خیسته چې ورته به مو وویل چې لږ خو ته هم برخه واخله ! را غبرګه به یې کړه: “ولا مه خو ماستر حقوق استم ده ساینس نه میفامم شما میفامین دگه همرایش کار کنین مه میرم کمی شاپېنگ کنم که اینجه کیفیت هر چیز بسیار خوب است”.
له بلې خوا له سفارت څخه هم یوه استازې راغلې وه، د هغې حالت تر دې لږ ښه و، ځکه په دې باندې يې اعتراف کاوه چې زه لا اوس هم باید ډیر شیان زده کړم.
د ورکشاپ په درېیمه ورځ د انرژي وزارت یو بریتور انجينیر صاحب هم رانه وتښتیدو او په قوي ګومان یې په اورپا کې د پناه غوښتنې تابیا کړې وه. په ډيرې خواشینۍ او له درده ډک زړه مو دغه حالت وزغمل او په بریالیتوب سره مو له خپلو څیړنیزو پرژو نه دفاع وکړه. کله چې د کابل په لور بیرته را روانیدو نو آغلې وویل ”مه کابل نه میرم، میرم به یک چند روز سویس که بیخی دق آوردیم”.
غوښتنه
د هېواد په ناخوالو او دردونو د یوه دردمن ځوان په حیث په ټولیز ډول له دولت او په خاصه توګه له ولسمشر نه په ډیر عجز سره غوښتنه کوم چې د خدای په لیاز! ساینس د ناسم سیاست او ډیپلوماسۍ ښکار مه ګرځوۍ.
موږ پریږدئ چې دې کړیدلي هېواد ته د ساینس په ډګر کې لږ څه وکړو کنې تر قیامته به همداسې د بل محتاج وؤ او تل به مو د نسوارو د ډبلي په شا د کراچۍ جوړ نښه لیکلې وي.