سره زر د نجیبه فلزاتو په کتار کې راځي خپل اصلیت تر ډیرې مودې پورې ساتي، نجیبه فلزات د هغوۍ کیمیاويخواصو او په آسانه له چاپیریال سره د نه تعامل له امله ډیر ګران دي ځکه خو د هیوادونو د پیسو پشتوانه هم سره زر دي. د سرو زرو زیرمه کول او بیا د اړتیا په وخت کې له هغه څخه ګټه پورته کول تل د یوه هوسا ژوند لپاره اړین بلل شوي. تل به مو اوریدلي وي چې وخت سره زر دي،د دې خبرې مانا دا کیدای شي چې همدا شیبه چې اوس تیره شوه بیا نه راګرځی نو ښه به دا وي چې له همدې شیبې داسې ګټه پورته کړې چې د راتلونکې ژوند لپاره دي یوه ښه زیرمه وي. په فزیک کې د هرڅه د کچې اخیستنې لپاره اووه اساسي مقادیر دي چې د هغو له مخې نور ټول مقادیر تعریفیږي چې طول، کتله،وخت،برښنايي جریان،د تودوښې درجه،د مادې مقدار او د روښنايي شدت دی چې وخت د دغو مقادیرو دریم مهم کمیت ګڼل کیږي.
وخت یو داسې بعد دی چې د تیرې شوې،اوسنۍ او راتلونکې زمانې تر مینځ تړاو را مینځ ته کوي او یا هم د دوو حوادثو تر مینځ موده تعیینوي.
د انشټاین نسبیت په تیوري کې د یوې حادثې د تعریف لپاره دو پارامترونو باندې پوهاوي ته اړتیا ده چې یو یې وخت او بله یې فضا ده چې فضا بیا دری د سور، اوږدوالي او لوړوالي ابعاد لري چې څلورم بعد یې وخت ښوول شوی.
وخت د اندازه کولو لپاره بیلا بیلې وسیلې کارول شوې دي چې تر ټولو لومړنۍ وسیله یې مصریانو تر میلاد ۱۵۰۰ کاله مخکې کارولې وه. د وخت په تیرودو سره د وخت اندازه کولو لپاره بیلابیلې میخانیکي وسیلې وکارول شوي، په تاریخ کې داسې ویل کیږي چې د اوسني عصري میخانیکي ساعتونو بنسټ د خلیفه هارون الرشید په وخت کی ښودل شوی. د وخت د اندازه کوله لپاره هغه وسیله ډیره اغیزمنه ده چې حساسیت یې ډیر او خطا په کې لږه وي چې د دې کار لپاره د اندازه کولو د وسایلو یا ساعتونو په جوړونه او ټاکنه کې داسې معیارونه په پام کې نیول کیږي چې تر ډیرې مودې پورې د طبیعي عوامولو له امله د تغیر وړ نه وي او که وي هم تغیر یې ډیر کم وي.
اوسمهال په نړۍ کې د وخت د اندازه کولو تر ټولو حساسه آله اټومي ساعت دی. دغه ساعت هغه وړې څپې یا مایکرو ویف کاروي چې د اټوم انرژي سویو کې د بدلون په پایله کې چاپیریال ته خپریږي. تر دې دمه په اټومي ساعت کې یوه ثانیه هغې موده ته وايي چې په هغه کې ۹۱۹۲۶۳۱۷۷۰ ځله اهتزاز کونکې مایکرو ویف انرژي د سیزیم اټوم په دو سویو کې د بدلون لامل وګرځي. د دې ساعت کاري بنسټ داسې دی چې د سیزیم اټومونه له یوه داسې پایپ څخه تیريږي چې هلته مایکرو ویف ورباندې لکیږي، که چیرې دغه د دغو څپو فریکونسي ۹۱۹۲۶۳۱۷۷۰ وه نو د سیزیم اټومونه د انرژي د دوو مختلفو سویو تر مینځ په اهتزاز راځي چې په پایله کې د سیزیم اټومونو د انرژي په سویو کې بدلون را مینځ ته کیږي، دغه بدلون د پایپ په پای کې د یوه پیژندونکي یا ډیکټور په واسطه ثبتیږي. په هره اندازه چې په سیزیم لګیدونکې راډیويي څپو فریکونسي ۹۱۹۲۶۳۱۷۷۰ ته نیږدې وي په هماغه اندازه پيژندونکي د سیزیم ډیر اټومونه ثبتوي. دغه ساعت یوه ثانیه د تر ۱۰۰ ملیونه کاله پورې ساتي مانا دا چې په ۱۰۰ ملیونه کاله کې به تاسو یوه ثانیه ناوخته کار ته رسیږي. اوسمهال ساینس پوهان په دې اړه کارکوي چې په الکترومقناطیسي ساحه کې د را ګیرشویو اټومونو څخه خپریدونکې وړانګې اندازه کړي چې دا به تر اوسني ساعت دری برابره ډیر دقت ولري چې له دې سره کیدای شي د یوې ثانیې تعریف هم بدل شي. په دې نوي ساعت کې به د سیزیم اټومونوته ا هتزاز ورکولو لپاره د مایکرو ویف پرځای د لیدلو وړ لېزر وړانګې کارول کیږي چې د کچې اخیستنې دقت څو برابره زیاتوي او همدارنګه به تاسو ۳۰۰ ملیونه کاله وروسته یوه ثانیه ناوخته کار ته رسیږئ. د وخت دقیقه اندازه کیدای شي د یوه عادي وګړي په حیث ستاسو په ژوندانه کې کوم خاص بدلون را مینځ ته نکړي خو که چیرې تاسو حساسې مخابراتي ټکنالوژۍ ته اړتیا لرۍ، که چیرې د سهامو په مارکیټ کې کار کوئ، که چیرې د ځمکې په مخ د چټ موقعیت موندلو لپاره اړ یاست او یا په ټولیزه توګه تاسو په مایکرو نړۍ کې بوخت یاست نو بیا نو د هر ثانیې ملیونمه برخه هم ستاسو د ژوند لوری بدلولای شي.