محمد تنها

Profile Photo

محمد رحمت الله تنها اندړ د قضاوت پوه مولوي ميرزاخان عاطفي زوي دی. نوموړی د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅي کې د فزيك په څانګه كي استاد دی او علمي رتبه يې پوهنیار ده.
نوموړی د غزني ولايت د اندړو د ولسوالي اصلي اوسیدونکی دی. خو د ۱۳۶۲ لمريز كال د سلواغې په دويمه نيټه د كابل په ښار كي دې نړۍ ته سترګی غړولي دی.

زده کړې

لمړنی او ديني زده كړي یې له خپل ګران پلار څخه زده كړي او په يوولس كلني کې دسويي د آزمویني په تيرولو سره اووم ټولكي ته تللی ، مانا داچې زده كړي یې په ښونځي كې له اووم ټولګي څخه پيل كړي دي، په ۲۰۰۰ زیږیدیز كال كې د خيرخاني ميني د غلام حيدرخان له عالي ليسې څخه وتلی او په ۲۰۰۱ كال كي یې د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅئ كې د فزيك په ځآنګه كې زده کړي پیل کړي. استاد په ۲۰۰۴ زیږدیز كال كې د همدي پوهنځئ د فزيك له څآنګي څخه په لوړه درجه وتلی او په ۲۰۰۵ زیږدیز كال كي یې په همدغه څآنګه كي داستاد په بڼه په خپله دنده پيل كړي او تر اوسه هم په همدې دنده پاتي شوی. نوموړي دخپلي دندي په موده كي د نړيوالي اتومي انرژي ادارې په بیلابیلو نړیوالو فيلوشيپونو کې ګډون کړی. استاد د اټومي او اهستوي فزیک پوه دی او له افغان هستوي فزیک پوه پوهاند ډاكتر عبدالحي نظيفي سره یې په ګده د كابل پوهنتون لپاره دهستوي فزيك په اړه په پښتو ژبه دوه كتابونه ليكلي او چاپ شوي دي.د استاد تنها اندړ ګڼ شمیر مقالې په ځينو ملی او نړیوالو مجلو او ویبپاڼو کې خپرې شوي.استاد په ډیرو نړیوالو کانفرانسونو او سیمینارونو کې ګډون کړی او په ځیینو هغو کي یې بشپړه ونډه اخیستي ده.ټولي لیکني یې د ده په مورنی ژبه پښتو باندي دي. په پښتو دري او انګريزي باندې رواني خبري او لكني كولاي شی او په عربي، آلمانی او ارودو ژبو پوهيږی خو لیکني نشی پرې کولای. استاد دامحال په کابل پوهنتون کې د هستوی فزیک استاد دیږ

علمي لیکنې


نړۍ په فزیکي ماهیت کې بې رنګه ده

نور یا رڼا یو ډول انرژي ده چې د بېلا بېلو فریکونسۍ لرونکو الکترو مقناطیسي څپو په بڼه څرګندېږي. اوږدې څپې ټیټې فریکونسۍ او لنډې څپې لوړې فریکونسوۍ لري.‌فریکونسي د څپې د تکرار کچې ته وايي. هر څومره چې فریکونسي زیاته شي په هماغه اندازه څپه قوي کېږي. د الکترومقن

01.09.2013 محمد رحمت الله تنها

تیاره توکي او تیاره انرژي

مونږ په داسې یوه نړۍ کې اوسېږو چې که هرڅومره  یې د څپړلو او مطالعه کولو هڅه کوو، نور مو هم حیرانوي. د کهکشان څېړنه اوس د ساینسپوهانو لپاره هم د پندانې کیسه غوندې هره ورځ له سره کېږي، خو خلاصېږي نه. د ساینس د پېړو کتابونو او پرمختللو لابراتوارونو په لیدلو سره کېدای شي ځینې په دې باور وي چې ساینسپوهان د کهکشان په ډېرو کیسو پوه دي. خو ساینسپوهان یوازې په هرڅه د پوهېدو خوب لېدلی شي. د نړۍ، تشیا او پنځون په اړه ډېرې داسې بنسټیزې پوښتنې

27.08.2013 محمد رحمت الله تنها

لمر: پنځون، پیل او پای

ساینسپوهان په دې باور دي چې له نن نه شاوخوا ۵ ملیارده کاله  وروسته به لمر په خپل زړي کې ټول هایدروجن سوځولی وي، او د خپل پوټکې په سوځولو به یې هم پیل کړی وي.  د لمر د پوټکي سوځېدا به لمر له نننۍ کچې نه نږدې ۳۰۰ ځلې ډېر بړسولی وي، او لمر به د ځمکې په ګډون د لمریز نظام ډېره برخه د خپلې ګېډې نغري ته غورځولې وي. خو د لمر د ژوند کیسه به لا روانه وي. په ورپسې څو ملیونو کلونو کې به ټول هایدروجن د بڅریزې بډاینې Nuclear Fusion په مټ په هیلی

20.08.2013 محمد رحمت الله تنها

لمر: پنځون، پیل او پای

له نن څخه د شاوخوا ۴.۶  ملیارده کلونو پخوا کیسه ده. ځمکه لکه سره سکروټه د سرو ایرو او دوړو په هغه پټۍ کې راوټوکېدله چې له نوي زېږېدلي لمر نه راچاپېره وه. سپوږمۍ لا د ځمکې ګېډه کې وه، او لا نه وه زېږېدلې. د ځمکې په سر اور غورځونکو غرونو او توپانونو داسې یو سوځونکی او ویجاړونکی چاپېریال جوړ کړی و چې د ژوند تصور هم پکې نه کېده. خو ۴.۶ ملیارده کاله د مخه هم ځمکه له هغې سرې بټۍ نه تاوېدله چې نن ترې تاوېږي،

20.08.2013 محمد رحمت الله تنها

لمر: پنځون، پیل او پای

انسان له خپل پیدایښت نه تر ننه پورې د لمر سره یوه ځانګړې خپلوي پاللې ده. هر ګهیځ د هسک له ختیز ګوټ نه راځلېدونکې سرې تبۍ انساني ژوند ته لوری وربخښلی دی. د شته ساینسسي پوهې له مخې د لمر وړانګې، او یا په بله وینا له ځمکې نه دلمر اوسنی مناسب واټن، له هغو درې یا څلورو اړینو شرایطو څخه یو دی چې ژوند یې د ځمکې پرمخ شونی کړی دی. داسې ښکاري چې لرغوني انسانان هم د ژوند لپاره د لمر په ارزښت ښه خبر ول. د منځنۍ امریکا له لرغوني مایا مدنیت   Maya Civilization نه نیو

20.08.2013 محمد رحمت الله تنها

ولې د نور چټکتیا په طبعیت کې د چټکتیا وروستی حد دی ؟

اینشټاین د نور چټکتیا ته "په طبعیت کې د چټکتیا وروستی حد وویل" ، نوموړی وویل چې که چیرې په طبعیت کې تر دې چټکتیا پورته چټکتیا را مینځ ته شئ نو د نسبیت تیوری به تر پوښتنې لاندې راشئ. ده وویل دا به په دې مانا وي چې  ګولی د ماشې له کشکولو څخه مخکې هدف ته رسیدلې ده. دا پدیده به حتی دا امکان رامینځ ته کړي چې وخت هم په حرکت کې شئ. اوس دا پوښتنه رامینځ ته کیږئ چې ولې د نور چټکتیا په طبعیت کې د چټکتیا روستی حد دی ؟ مخکې له دې نه چې د پوښتنې ځواب ته راشو، لمړی باید پوه شو چې د نور

18.08.2013 محمد رحمت الله تنها

ولې مو جګړې ته زړه کیږئ ؟

په یاد مې چې خدای بښلي پلار مې د شهید سردار محمد داود خان د وخت لیکل شوی کتاب د حساب برخې د زدکړې لپاره راته راوړی وؤ. په دې کتاب کې هر څه ډیر په سولیز تفکر سره انځور شوي د بیلګې په توګه د ویش یا تقسیم د زدکړې په برخه کې داسې مثال ورکړل شوی وؤ چې که چیرې مونږ لس مڼې ولرو او هغه وغواړو په پینځو ملګرو باندې وویشو نو هر یوه ته به دوه دوه مڼې ورسیږي چې دلته مڼې مقسوم، مونږ پینځه ملګري مقسوم علیه او  د دو عدد خارج قسمت دی.‌ دې کتاب په ذهن کې عجیبه ښکلا انځوروله

16.08.2013 محمد رحمت الله تنها

دټول وژنو وسلې

یویشتمه پیړۍ ده،‌ نور هغه وختونه نشته چې امپراتورۍ به د مټو په زور ټینګیدلې،‌اوس ټکنالوژي او تخنیک د ځواکمن کیدلو بنسټیز اصل بلل کیږي. په دغو ټکنالوژیو کې تر ټولو مهمه هغه یې د و سلو جوړونې ټکنالوژي ده. وسلې د کار د بنسټ له مخې په دری ډوله دئ،‌لمړی هغه ډول چې د کیمیاوی تعاملاتو او کیمیا پورې اړونده خواصو پر بنسټ کارکوی، دوهم هغه ډول و سلې چې بیولوژیکی خواصو او په بیولوژي پورې اړونده تعاملاتو په مټ کار کوئ او دریم هغه ډول چې د فزیکی  یا په ځانګړې توګه

16.08.2013 محمد رحمت الله تنها

نوی اټومي ساعت به وخت له سره تعریف کړي

سره زر د نجیبه فلزاتو په کتار کې راځي خپل اصلیت تر ډیرې مودې پورې ساتي، نجیبه فلزات د هغوۍ کیمیاوي‌خواصو او په آسانه له چاپیریال سره د نه تعامل له امله ډیر ګران دي ځکه خو د هیوادونو د پیسو پشتوانه هم سره زر دي.‌ د سرو زرو زیرمه کول او بیا د اړتیا په وخت کې له هغه څخه ګټه پورته کول تل د یوه هوسا ژوند لپاره اړین بلل شوي. تل به مو اوریدلي وي چې وخت سره زر دي،‌د دې خبرې مانا دا کیدای شي چې همدا شیبه چې اوس تیره شوه بیا نه راګ

16.08.2013 محمد رحمت الله تنها

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more