ساینسپوهان په دې باور دي چې له نن نه شاوخوا ۵ ملیارده کاله  وروسته به لمر په خپل زړي کې ټول هایدروجن سوځولی وي، او د خپل پوټکې په سوځولو به یې هم پیل کړی وي.

 د لمر د پوټکي سوځېدا به لمر له نننۍ کچې نه نږدې ۳۰۰ ځلې ډېر بړسولی وي، او لمر به د ځمکې په ګډون د لمریز نظام ډېره برخه د خپلې ګېډې نغري ته غورځولې وي.

خو د لمر د ژوند کیسه به لا روانه وي.

په ورپسې څو ملیونو کلونو کې به ټول هایدروجن د بڅریزې بډاینې Nuclear Fusion په مټ په هیلیم بدل شوی وي، او  دا عملیه به تر هغې پورې اوږدېږي چې هیلیم هم په کاربن، آکسیجن، او نورو درنو عناصرو واوړي.

وایټ ډوارف  White Dwarf

په پای کې د بڅریزې بډاینې عملیه پای ته رسېږي، او د لمر جاذبه قوه برلاسې کېږي. دې سره پړسېدلی لمر په خپله هسته کې نړېږي. جاذبه قوه لمر سره راټولوي. د لمر حجم له ننني حجم نه هم کوچنی کېږي، او تودوخه او انرژي له لاسه ورکوي.

لمر به نو زیاتي د کاربن او آکسیجن یوه سړه ډېرۍ وي.  ستورپوهان په دې پړاو کې لمرډوله ستورو ته د وایټ ډوارف  White Dwarfنوم ورکوي.

 

                                                                 وایټ ډوارف د کهکشان له ډېرو منډلو جوړښتونو څخه بلل کېږي.

 

وایټ ډوارف د کهکشان له ډېرو کثیفو او منډلو جوړښتونو څخه بلل کېږي. د دې جوړښتونو کثافت دومره ډېر دی چې د ستورپوهانو په باور که یو شی د نننۍ ځمکې په سر لس  ګرامه وزن ولري، نو په وایټ ډوارف کې به همدا شی په زرګونو کیلوګرامه دروند وي.

په بله وینا که چا نه یوه ګړۍ یا یو قلم په وایټ ډوارف کې ولوېږي نو وزن به یې په ټنونو وي، او په جرثقیل به هم د پورته کولو نه وي.

زمونږ هغه مست، اورغورځونکی، ژوند رغوونکی، او بیا وروسته ویجاړونکی لمر اوس د کاربن د لوټو په یو دروند غونډاري بدل شوی دی چې د ځلېدونکو مرغلرو په آسمان کې یې درک لګول هم ګران شوي دي. نننیو پرمختللو ستورکتونکو ماشینونو اوس دا تر یو بریده آسانه کړې ده چې د لوړ هسک په ژورو کې د وایټ ډوارف ځینې بېلګي وګوري، شننه یې وکړي، او پر بنسټ یې زمونږ د لمر د راتلونکې وړاندوینه وکړي.

د ستورپوهانو څېړنو ښودلې ده چې زمونږ د لمر د کچې ستوري په پای کې ټوله رڼا له لاسه ورکوي، او د بلېک ډوارف Black Dwarf  په بڼه په کهکشان کې له پامه لوېږي. ساینسپوهان د دې ډلې ستورو په اړه لا تر دې ډېر څه نه پوهېږي.

خو هغه ستوري چې زمونږ د لمر په پرتله په لسګونو ځله ستر دي د ژوند نور داسې پړاوونه هم مخې ته لري چې آسمان کې د ملیاردونو ستورو دا روانه ډرامه لا پسې په زړه پورې کوي.

ستر ستوري لکه زمونږ لمر غوندې د White Dwarf  پړاو نه وروسته د کهکشان په بې سر او پایه غېږه کې ورکېږي نه، بلکې د یوې سترې او لړزونکې چاودنې په ترڅ کې د خپل د موجودیت ګواښ راکوي، او دا څرګندوي چې دوی تر اوسه هم په کهکشان کې د یوې بې سارې نندارې د ښودلو جوګه دي.

د سترو ستورو وایټ ډوارف د آسمان سینه کې یوه داسې لږپېښه خو رنګینه ننداره جوړوي چې یوازې بختور او درونه ناک ستورپوهان يې د لیدلو جوګه دي. دا ننداره سوپر نووه نومېږي.

 

سوپر نووا Supernova

ستر ستوري د خپل ژوند په  دې پړاو کې یوه ډېره پراخه او درنه چاودنه کوي.

د سوپر نووې چاودنې به له نږدې واټن نه هرومرو وېرونکې او ویجاړونکې وي، خو مونږ یې چې په لسګونو زره نوري کاله لرې دلته د ځمکې په سر وګورو نو د یوې داسې  رنګینې نندارې په څېر راڅرګندېږي چې د ډول ډول رنګونو وړانګې یې د کهکشان لرې ګوټونو ته خپرېږي.

 

                                                                سوپر نووا د کیمیاوي عناصرو سرچینه بلل کېږي

 

مونږ په ښونځي کې د ډېرې لومړنۍ کیمیا له لوستونو نه زده کړي دي چې په ځمکه او درست کهکشان کې هر څه له کیمیاوي عناصرو نه جوړ دي. کیمیا پوهانو دا عناصر په دوره یي جدول کې، چې پخوا د مندلیف جدول هم نومېده،  منظم کړي دي. د دې عناصرو څخه د ۹۰ په شاوخوا کې عناصر په طبیعي توګه موندل کېږي.

خو تر وروستیو کلونو پورې انسانان په دې نه پوهېدل چې دا عناصر چېرته جوړېږي. د سوپر نووې د پېژندل کېدو سره د کیمیاپوهانو دا ستونزه هواره شوه.

کله چې له سوپر نووې نه خپرېدونکې رنګینې وړانګې وشنل شوې نو ساینسپوهانو وموندله چې دا وړانګې د کیمیاوي عناصرو د جوړېدو له کبله راپورته کېږي. په بله وینا سوپر نووي د کیمیاوي عناصرو، په تېره د فلزي عناصرو د جوړولو فابریکه ده.

د لمر لومړني څو ملیارده کلونه یوازې د هیلیم د جوړولو وسه لري، په ریډ جوینټ کې د کاربن او آکسیجن د جوړېدو شونتیا هم شته، خو د وسپنې، ژېړو، مسو، او نورو درندو عناصرو د جوړولو لپاره د سوپر نووي په څېر چاودنو ته اړتیا ده.

نیوترون ستوري Neutron Star  

د عام وګړي انګېرنه به هرو مرو دا وي چې د سوپر نووا  درنه چاودنه د ځان په ګډون په خپل ګاونډ کې هر څه ویجاړوي.

فزیکپوهانو وښودله چې سوپر نووا چاودنه هر څه له منځه وړي خو په یو جوړښت باندې یې وسه نه رسېږي، اوهغه جوړښت یې خپله هسته ده.

دې چاودنې سره که له یوې خوا د سترو ستورو پوټکی بیخي شیندل کېږي، نو له بلې خوا د ستورو هسته لا پسې منډلې کېږي، او  د ډېر لوړ کثافت په لرلو سره د نیوترون ستوري neutron Star  په بڼه پاتې کېږي.

تیاره ګوټونه  Black Holes

کیسه د لمر له پنځون نه پیل شوه. مونږ ولوستل چې زمونږ لمر او ورته ستوري چې شاوخوا ۱۰ ملیارده کاله ژوند وکوي، په پای کې د کاربن د تورو او سړو غونډارو په بڼه د مرغلرین کهکشان په ځلېدونکې لمن کې ‌‌‌ورکېږي، اوبیا نه لیدل کېږي.

مونږ دا هم ولوستل چې زمونږ د لمر په پرتله یو څه ستر ستوري یو څه سرتمبه دي، او دژوند یو څو نور پړاوونه هم وهي. رنګینه او زوروره چاودنه کوي، او په پای کې د یو منډلي جوړښت بڼه غوره کوي او د نیوترون ستوری نوم ګټي.

اوس به د هغو ستورو په زړه پورې برخلیک باندې ځان پوه کړو چې تر ټولو ستر ستوري بلل کېږي او زمونږ لمر نه خو لږترلږه پنځوس وارې ستر دي. دا ستوري د خپل د ژوند کیسه نوره هم اوږدوي.

په دې ستورو کې د سوپر نووا چاودنې نه وروسته یوه ستره او د لوړ کثافت درلودونکې هسته پاتې کېږي. د پاتې شونو هستو د لوړ کثافت له کبله یې جاذبه قوه دومره لوړه  وي چې هرڅه ځانته راکاږي، او ان رڼا هم ترې نه نشي تښتېدلی.

څنګه چې د لوړې جاذبې قوې له زوره  رڼا هم د دې ستورو له سطحې نه انعکاس نه شي کولی، نو دا جوړښتونه د تیارو ګوټونو غوندې راڅرګندېږي.

د تیاره ګوټونو په اړه انساني پوهه ډېره خواره ده. هڅې روانې دي چې ساینس یوه ورځ دا تیاره ګوټونو په خپله رڼا راڼه کړي.

که څه هم په ښکاره د ستورو د ژوند په زړه پورې کیسه په همدې پړاو کې پای مومي، خو هغع کیسه چې د ستورو د ژوندانه له کیسې نه رازېږېدلې ده، لا روانه ده. هغه کیسه د کهکشان کیسه ده چې بیا به یې کله درته تېره کړو.

پای