د هسټوي بټۍ په مرکزي برخه کې یورانیم د سون توکو په بڼه کاریږﺉ. په دغه برخه کې د اوبو یو تړلی سیسټم شته چې د بټۍ په سړولو کې مرسته کوﺉ. کله چې د سړیدونکو اوبو د پمپولو سیسټم له کاره ولویږﺉ نو د بټۍ تودوښه په بې ساري ډول د سانتي ګراد تر ۵۰۰۰ درجو پورې لوړیږي چې په دې حالت کې اوبه په اوکسیجن او هایډورجن اوړي.
هایډروجن له بټۍ څخه باندې وځي او د هوا له اوکسیجن سره یو چټک تعامل کوي چې دا تعامل د چاودنې لامل ګرځي. په دغه ډول چاودنه کې چاپیریال ته په زیاته کچه راډیو اکتیف وړانګې خپریږئ.
20.08.2013
- محمد رحمت الله تنها
ساینسپوهان په دې باور دي چې له نن نه شاوخوا ۵ ملیارده کاله وروسته به لمر په خپل زړي کې ټول هایدروجن سوځولی وي، او د خپل پوټکې په سوځولو به یې هم پیل کړی وي.
د لمر د پوټکي سوځېدا به لمر له نننۍ کچې نه نږدې ۳۰۰ ځلې ډېر بړسولی وي، او لمر به د ځمکې په ګډون د لمریز نظام ډېره برخه د خپلې ګېډې نغري ته غورځولې وي.
خو د لمر د ژوند کیسه به لا روانه وي.
په ورپسې څو ملیونو کلونو کې به ټول هایدروجن د بڅریزې بډاینې Nuclear Fusion په مټ په هیلی...
22.08.2013
- محمد رحمت الله تنها
په یوه هستوي بټۍ کې د یورانیم ۲۳۵ هستو د انشقاق په پایله کې ستره تودوښه تولیدیږﺉ.د ریکټور په مرکزي برخه کې یو ځنځیري هستوي تعامل رامینځ ته کیږي چې بیا دا ځنځیري تعامل د کنټرول میلو په واسطه کنټرولیږي. په نړۍ کې ډول ډول هستوي بټۍ شته چې پیژندل شوی او ډیر د کار وړ ډول یې تر فشار لاندې اوبو هستوي بټۍ ده چې د دوو کړیو بټۍ هم ورته ویل کیږي او هغه ځکه چې دا ډول بټۍ د اوبو دوه کړیی کاروي. لمړی کړی یې هغه تودې اوبه کاروي چې د هستوي تعامل په پایله کې رامینځ ته شوې دي. دا اوبه د سانتی...