له نن څخه د شاوخوا ۴.۶  ملیارده کلونو پخوا کیسه ده.

ځمکه لکه سره سکروټه د سرو ایرو او دوړو په هغه پټۍ کې راوټوکېدله چې له نوي زېږېدلي لمر نه راچاپېره وه.

سپوږمۍ لا د ځمکې ګېډه کې وه، او لا نه وه زېږېدلې.

د ځمکې په سر اور غورځونکو غرونو او توپانونو داسې یو سوځونکی او ویجاړونکی چاپېریال جوړ کړی و چې د ژوند تصور هم پکې نه کېده.

خو ۴.۶ ملیارده کاله د مخه هم ځمکه له هغې سرې بټۍ نه تاوېدله چې نن ترې تاوېږي، او هغه بټۍ زمونږه لمر دی.

لمر د خپلې زېږېدنې نه تر ننه پورې، دا دی نږدې ۵ ملیارده کاله کېږي چې په پرلپسې توګه سوځي، او تمه ده چې دا سوځېدا به همدومره نور کلونه هم اوږده شي.

زمونږ لمر د خپل عمر منځنۍ شپې ورځې تېروي.

 

د لمر بټۍ کې چې کوم اور بل دی، د هغه له تپه دومره انرژي راشړل کېږي چې کچ کول یې لا د انسانانو د وسې خبره نه ده.

اټکل کېږي چې لمر په یو ثانیه کې دومره انرژي د تودوخې او رڼا په بڼه تولیدوي چې که انسانان د ځمکې په سر همدغه د یوې ثانیې انرژي وکاروي نو راتلونکو سل ملیونه کلونو لپاره به یې بس وي.

ځمکه د دې انرژي یوه ډېره وړه برخه را ایساروي.

ساینسپوهان په دې باور دي چې د لمر د همدې انرژي په مټ ده چې ژوند د ځمکې په سر غوړېدلی دی. د ضیایي ترکیب یا  Photosynthesis  په مټ همدغه د لمر انرژي په اړینه کیمیاوي انرژي بدلېږي، او د ځمکې په سر د شته ژوو ژوند چلوي.

پوښتنه دا راولاړېږي چې آخر د لمر په بټۍ کې داسې کوم سون توکي سوځې چې ملیاردونه کاله رڼا او تودوخه خوروي، خو د خلاصېدو نوم نه اخلي. دا سون توکی هایدروجن نومېږي.

لمر د بڅریزې بډاینې یا Nuclear Fusion په مټ  په یوه ثانیه کې ۶۰۰ ملیونه ټنه هایدروجن سوځوي. دا هایدوجن د بڅریزې بډاینې د عملیې په ترڅ کې په هیلیم Helium   بدلېږي، او په پایله کې یې بې کچې انرژي راخلاصېږي.

وګړو د پېړیو له اوږدې تجربې نه دا زده کړي دي چې لمر ته به نېغ نه ګوري. دوي پوهېږي چې د لمر وړانګې نه یوازې دا چې د دوي سترګې برېښولی شي، ان دا چې ړندولی یې هم شي. خو پرمختللو ساینسي  سامانونو اوس دا شوونې کړې ده چې انسان لمر سره سترګې وجنګوي.

ساینسپوهانو د تېرو څو لسیزو راهیسې د لمر سینه کې ډوب کتلي دي. دوي برسېره کړې ده چې دلمر په منځ کې د دوه قوو تر منځ یو ستر جنګ روان دی. دا قوې یوه د لمر جاذبه قوه ده چې لمر نور هم سره راټولوي، او بله بڅریزه بډاینه Nuclear Fusion  ده چې د لمر د پاشلو هڅه کوي.

په کومه ورځ چې د دې قوو ترمنځ انډول ړنګ شي، هغه د لمریز نظام لپاره بده ورځ ده.

تر هغې چې د لمر په بټۍ کې د سوځولو لپاره هایدروجن پرېمانه وي د دې انډول د ړنګېدو وېره نشته.

خو لمر کې د هایدروجن اوسنۍ زېرمه تلپاتې نه ده.

داسې یوه ورځ راروانه ده چې د لمر په هسته کې ټول هایدروجن سوځي، جاذبه قوه برلاسې کېږي، او دلمر هسته نړېږي.

د لمر هسته کې د سون توکو د خلاصېدو نه وروسته، د لمر په پوټکي یا قشر کې د شته هایدروجن سوون پیل کېږي. دې سره لمر په چټکۍ سره پړسېږي، او د خپل ژوند دویم پړاو پیلوي. ساینسپوهانو لمر ته په دې پړاو کې د رېډ جوینټ Red Joints نوم ورکړی دی.

رېډ جوینټ او د ځمکې برخلیک

ستورپوهان اټکل کوي چې له نن نه ۵ ملیارده کاله وروسته زمونږ د لمر په هسته کې ټول هایدروجن سوځي، او د لمر د پوټکي هایدروجن هم په چټکۍ سره خوړل کېږي. دې سره لمر په پړسېدو پیل کوي.

د دې پړسوب په ترڅ کې لمر له نننۍ کچې نه ۲۰۰ ځله غټېږي، او رڼا یې په زرګونو ځله ډېرېږي. دې سره زمونږ د لمریز نظام بڼه د تل لپاره بدلېږي.

پړسېدلی لمر دومره خونړی کېږي چې زیاتي د چا خبره د "خپلو بچیانو" په خوړلو پیل کوي. د هغو ګاټو یا Planets په ویجاړولو پیل کوي چې یو وخت یې لکه نازولو ماشومانو له ځانه چاپېره کړې ول.

اوس نو لمر هغه ښکلی او مهربانه موجود نه دی چې له برکته یې ځمکه سمسوره شوې وه، او ژوند غوړېدلی و. لمر اوس د اور او چاودنو یوه وېرونکې نړۍ ده چې هره ورځ یې ګېډه غټېږي.

د پړسوب د پروسې له پیل نه یو څو ملیونه کاله وروسته د لمر ګېډه د ځمکې تر پولو پورې رارسېږي، او په پای کې ځمکه هم لکه نورو ګاټو غوندې له ستوني تېروي.

انسانانو ته د شته ټکنالوژي په مټ د ګلیکسي کوم بل لمریز نظام ته کوچېدل له ناشوونو څخه ده.

که د ساینسپوهانو دا تیوري سمه وي نو تر دې پورې به د ځمکې په سر د انسان په ګډون د ژوند ټول ډولونه تري تم شوي وي. ځمکه به ملیونونه کاله پخوا د ژوند د پاللو وړتیا له لاسه ورکړي وي.

که انسانانو غوښتې وي چې خپل کهول یې له ورکېدو ژغورلي وي، نو په کار ده له دې ورځې نه یې ملیونونه کاله د مخه د ځمکې له سره کډه کړي وي، او په کوم بل لمریز نظام کې یې د ځان لپاره نوی استوګنځی کتلی وي.

 د شته انساني پوهې او ټکنالوژي په مټ دا له نا شوونو څخه ده.

زمونږ په سر باندې غوړېدلی آسمان د ملیونونو داسې ستورو بېلګې لري چې په پورته یاد شوي برخلبک اخته کېږي. ستورپوهان د همدې یادو شوو ستورو د برخلیک د څېړلو او شنلو پر بنسټ پوره باوري دي چې زمونږ لمر به هم همدارنګه راتلونکې ولري.

که څه هم ۵ ملیارده کاله وروسته رېډ جوینټ ځمکه خپلې ګېډې ته غورځوي، او د ځمکې په سر د ژوند ټولو ډولونو ته د پای ټکی ږدي، خو دې سره د لمر د ژوند کیسه پای نه مومي، او لاپسې اوږدېږي.

 

په راتلونکې لیکنه کې به درته ووایو چې د لمریز نظام د ړنګولو نه وروسته، د پړسېدلي لمر نورې کومې ارادې دي؟