انسان له خپل پیدایښت نه تر ننه پورې د لمر سره یوه ځانګړې خپلوي پاللې ده.

هر ګهیځ د هسک له ختیز ګوټ نه راځلېدونکې سرې تبۍ انساني ژوند ته لوری وربخښلی دی. د شته ساینسسي پوهې له مخې د لمر وړانګې، او یا په بله وینا له ځمکې نه دلمر اوسنی مناسب واټن، له هغو درې یا څلورو اړینو شرایطو څخه یو دی چې ژوند یې د ځمکې پرمخ شونی کړی دی.

داسې ښکاري چې لرغوني انسانان هم د ژوند لپاره د لمر په ارزښت ښه خبر ول. د منځنۍ امریکا له لرغوني مایا مدنیت   Maya Civilization نه نیولې د مصر  تر عین شمس یا Heliopolis پورې په لسګونو لرغونو مدنیتونو لمر ته ان د خدای ځای ورکړی و.

 

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د داسې لسګونو ودانیو کنډوالې لیدل شوي دي چې د وخت د مروجې او پرمختللې خټګرۍ په مټ داسې دقت سره رغېدلې وې چې دلمر وړانګې یې ټوله ورځ د خدایې  لورېینې په توګه ایسارولې. د لمر په نامه به عبادتونه او خیراتونه کېدل، تورې به ایستل کېدې، سرښندنې ښودل کېدې، ودانۍ جوړېدې، او ښارونه او مدنیتونه ړنګېدل.

پر دې سربېره په اوسمهاله انسانې تاریخ کې هم د لمر ارزښت کم شوی نه دی. د انسانانو ژوند او کاروبار ډېری وخت د لمر پریوتو نه وروسته ګوزڼ وهي. د لمر کوزېدو او د شپې د تیارې د خپرېدو سره ډېری انسانان په درانده خوب څملي. له پېړیو راهیسې شاعرانو ته لمر د دوي د پنځونو نه زړېدونکې تشبیه ده. هنرمندانو تل خپل انځورونه د لمر په مخ ښکلي کړي دي.

خو لمر سره زمونږ د داسې یوې لرغونې اړیکې سره سره، د دې حیرانونکي جوړښت په اړه زمونږ مالومات ډېر تازه دي. په دې اړه په پرتلیزه توګه کره او د  باور وړ موندنې له شلمې پېړۍ را په دې خوا رابرسېره شوي دي. 

د لمر د زېږېدو، ځوانېدو، او دا چې د لمر پای او راتلونکی برخلیک به څه وي په دې اړه ساینسي پوهه ایله تېرو څو لسیزو کې راغوړېدلې ده.

په دې لړۍ کې به هڅه وشي چې لوستونکو ته لمر وروپېژنو، دا وسپړو چې لمر څنګه وزېږېد، څنګه پوخ شو، او دا چې د لمر راتلونکې به څه وي. دا به وشاربو چې د لمر د ژوند بهیر او راتلونکی برخلیک به د ځمکې لپاره، او د ځمکې په سره د انساني ژوند لپاره په څه مانا وي؟

لمر څه دی؟

لمر د هغو ملیاردونو ستورو څخه یو دی چې د کهکشان په بې سر او پایه لمن کې د خپلو ملیاردونو نورو خویندو ستورو په منځ کې ځلېږي، او له ځان چاپېره یې یو لمریز نظام جوړ کړی دی.

لمر زمونږ د لمریز نظام په منځ کې دېره دی، چې اته ګاټي یا Planets  یې په مدار راڅرخي. دا ګاټي له لمر څخه د واټن په ترتیب سره د عطارد Mercury، زهره Venus ، ځمکه Earth ، مریخ Mars ، مشتري Jupiter ، زحل Saturn ، اورانوس Uranus ، او نپتون   Neptune په نومونو یادېږي.   پلوتو Pluto  زمونږ په لمریز نظام کې له لمر څخه تر ټولو لرې پروت جوړښت دی چې پخوا د لمریز نظام نهم ګاټی بلل کېده خو په ۲۰۰۶ کال کې ساینسپوهانو ورنه د ګاټي حیثیت واخیست او اوس یې یوازې یو شنډ ګاټی بولي.

د ستورپوهنې د نړیوالې ټولنې د تعریف له مخې، ګاټی یا Planet  هغه جوړښت دی چې د یو ستورې په مدار راڅرخېږي، او دومره کتله ولري چې یو هایدروستاتیک انډول یې ساتلی وي، او خپل مدارونه او نږدې ګاونډ  یې له نورو جوړښتونونه پاک ساتلی وي.

لمر دغسې اته ګاټي له ځانه راچاپېره کړي دي.

لمر پخپله د لمریز نظام تر ټولو لوی جوړښت دی. د لمر کتله د ټول لمریز نظام د کتلې ۹۹ سلنه جوړوي، او د ځمکې له کتلې نه نږدې ۳۳۰۰۰۰ وارې دروند دی. د لمر قطر نږدې ۱.۴ ملیونه کیلومتره دی چې دا شمېره د ځمکې د قطر له څومره والي نه ۱۰۹ ځلې ډېره ده.

لمر ته ځمکه تر ټولو نږدې ګاټی نه دی، او ځمکه له لمر نه نږدې ۱۵۰ ملیونه کیلومتره لرې پرته ده. د لمر وړانګې  د نږدې ۸،۲  دقیقو مزل نه وروسته د ځمکې مخ ته رسېږي.

د لمر کیمیاوي جوړښت هم ډېر په زړه پورې دی. د لمر د کتلې دریمه برخه هایدروجن نه جوړه ده، او د پاتې یوې برخې ډېره یې هیلیم Helium ده. د آکسیجن، کاربن او وسپنې په ګډون نور عناصر د لمر د کتلې تر ۲ سلنې لږه برخه جوړوي.

 

لمر څنګه وزېږېد؟

ستورپوهان په دې باور دی چې زمونږ لمریز نظام په اټکلي توګه ۴،۶ ملیارده کاله د مخه زمونږ د ګلکسي  مرکز ته نږدې وپنځېد.

ګلکسي Galaxy د کهکشان په بې سر او پایه لمن کې هغه غټ جوړښتونه دي چې  زمونږ ذ لمر په څېر په ملیاردونو ستوري، او ستوریز نظامونه یې په خپله غېږه کې د جاذبې قوې په مټ ساتلي دي. هغه ګلکسي چې زمونږ لمر او لمریز نظام پکې پروت دی سپینه لار یا Milky Way نومېږي.

 

 

عكس: زمونږ د ګلکسي، سپینې لار، Milky Way یو ګوټ: سپینه لار زمونږ د لمر به ګډون د ملیاردونو ستورو استوګنځی دی.

 

پوښتنه دا ده چې که لمریز نظام ملیاردونه کاله د مخه پنځېدلی دی نو بیا دا کوم تاریخپوه و چې د لمریز نظام کیسه یې په تفصیل سره لیکلې ده، او تر نننیو انسانانو یې رسولې ده؟

ساینسپوهان څنګه وپوهېدل چې لمر، او د ځمکې په ګډون د لمریز نظام نور توکي ملیاردونه کاله د مخه زمونږ د ګلکسي په غېږ کې وزېږېدل؟

د دې بوښتنې ځواب ډېر په زړه پورې دی:

کله چې مونږ د پسرلي یا دوبي په یوه رڼه شپه د خپل بام سر ته خېژو، او د شنه آسمان سینه کې په ملیاردونو شیندلې مرغلرې ګورو، د دوي ډېری برخه زمونږ د لمر په څېر ستوري دي.

دا ملیاردونه ستوري، چې یا زمونږ ګلکسي کې دننه او یا هم د باندې شیندل شوي دي، د خپل ژوندانه بېلابېل پړاوونه تېروي. ځینې یې نوي زېږېدل شوي ستوري دي، او ځینې یې د زېږېدو په حال کې دي. ځینې یې زمونږ د لمر همزولي دي، او ځینې یې زاړه او عمرخوړلي ستوري دي.

د ستورو د همدې ځنګله اوږدې او ستومانوونکې څېړنې ساینسپوهان په دې برلاسې کړي چي د لمر د زېږېدو کیسه هم تېره کړي. په ننني آسمان کې ډېرې داسې بېلګې شته چې د لمر د زېږېدو پېښې سره ورته والی لري.

د آسمان په ځینو ډېرو لرې پرتو ګوټونو کې د بخار او مالیکولي دوړو سترې ورېځې د لیدلو وړ دي، چې ستورپوهان یې کله کله د ستورو زېږنتون هم بولي. دا ورېځې په سلګونه زره نوري کاله Light Year پراخې دي.

یو نوري کال نږدې ۱۰ تریلیونه کیلومتره کېږي.

کله کله په دې ورېځو کې ځینې برېښنایي او فزیکې تعاملات پېښېږي چې په پایله کې یې د دې مالیکولي ورېځو تراکم ډېرېږي. د تراکم ډېرېدو سره د ورېځو هغه برخه چې کثافت یې ډېر وي جاذبه قوه پیدا کوي، او شاوخوا ټولې دوړې ځانته راکاږي.

د ورېځو په منځ کې د جاذبې قوې په زور رامنځ ته شوې کتله د راتلونکي لمریز نظام زړی دی. د وخت تېرېدو سره همدې زړي نه لمر جوړېږي، او له زړي نه چاپېره بڅرکي نورې کتلې جوړوي چې د منځنۍ کتلې (لمر) په مدار څرخېږي. دا نوې کتلې راتلونکې ګاټي Planets  جوړوي چې ځمکه یې یوه بېلګه ده.

د نننۍ ځمکې په سر د ځینو ډبرو او ګټونو جبولوجیکي څېړنې جوته کړې ده چې ځمکه زمونږ د لمرهمزولې ده.