د یوارنیمو نوم د اورانوس سیارې له نامه څخه اخیستل شوی چې د یورانیمو له کشف څخه اته کاله مخکې کشف شوې وه. یورانیم د لمړي ځل لپاره د یوه آلماني کیمیاپوه لخوا په ۱۷۸۹ زیږدیز کال کې کشف شول، دا یورانیم دپخواني بوهیما یا اوسني چک هیواد د سپینوزرو له کان څخه لاس ته راغلي وؤ. یوارانیم د لمړي ځل لپاره په ۱۸۴۱ زیږدیز کال کې د فرانسوي عالم پلیګوت لخوا تجزیه شول او په  ۱۸۹۶ زیږدیز کال کې د هنری بیکرل لخوا د یوارنیمو اکتیفیتی ثابته شوه. د یوارنیمو هستې د چونې امکان چې لمړی ځل په ۱۹۳۸ زیږدیز کال  کې د آلماني فزیکپوهانو اتوهان او فریتز شتراسمن لخوا رامینځ ته شو. یوارنیم د ځمکې د نایابه عناصرو په ډله کې اته څلویښتم ځای لري. طبیعي یورانیم دری ایزوتوپونه لري چې په طبیعیت کې یورانیم دوه سوه اته دیرش ۹۹.۲۷۴۵ سلنه ، یورانیم دوسه پنځه دیرش ۰.۷۲۰ سلنه او یورانیم دوه سوه څلور دیرش ۰.۰۰۵۵ سلنه دي. یو ټن طبیعي یورانیم کولای شي چې ۴۰ ملیون کیلو واټه بریښنا تولید کړي چې د انرژي دا کچه د ۱۶۰۰۰ ټنه سکرو انرژی او ۸۰۰۰۰ بیرله تیلو انرژی سره معادله ده.

د یو پاوڼد یا۵۴۰ ګرامه یورانیمو بیه په ۲۰۰۳ زیږدیزکال کې ۱۰.۷۵ ډالره وه چې دا بیه ورځ تر بلې ورځې لوړیدای شي.یورانیم له ۱۵۰ درجو د سانټی ګراډ څخه په  پورته تودوښه کې کیدای شي چې اور واخلي خو دا اور اخیستنه هستوي چاودنه نده او په ۳۸۲۸ درجې د سانتي ګراډ کې خوټیږي. د یورانیمو کثافت د سرپو په پرتله ۱.۶ ځلې زیات دی ، که چیرې په یوه ګیلن کې ۳.۶ کیلو شیدې ځای شي نو په همدې ګیلن کې ۶۸ کیلو یورانیم ځاییدای شي. یورانیم له میلاد څخه په سلهاوو کلونو مخته د یوه شین ته مایل زیړې رنګونکې مادې په ډول کاریدله چې د هغه وخت ځینې ټوټې په نیپال او ایټالیا هیوادونو کې موندل شوې دي. په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې ۳۵۷۶۷ ټنه یورانیم په ټوله نړۍ کې تولید شوي وو. له یورانیمو څخه د هستوي انرژي د تولید او هستوي‌وسلو لپاره کار اخیستل کیږي. که چیرې یورانیم تر ۴۰ سلنه پورې بډای شي نو د برښنا د تولید او که چیرې تر ۹۰ سلنه پورې بډای شي بیا د هستوي بم د جوړښت لپاره کارول کیږي.

د یورانیم خرڅلاو يواځې د دولتونو تر مینځ امکان لري او اشخاص یا شرکتونه په شخصي توګه د یورانیمو تجارت نشي کولای.


په طبعیت کې د یورانیمو ټول ایزوتوپونه په عین اندازه نه پیدا کیږي، تر ټولو کم پیدا (٪۰،۷) ایزوتوپ یې یورانیم دوه سوه پینځه دیرش دی چې د انشقاق او لوړې انرژي د تولید وړتیا لري.‌

د یورانیمو په یوه معینه کتله (د بیلګې په ډول یو کیلوګرام)‌ کې د یورانیم دوسه اته دیرش را لرې کول یا فیصدي را ټیټول په نوموړې کتله کې د یورانیم دوه سوه پینځه دیرش د فیصدي د لوړیدا سبب ګرځي چې دې عملیې ته د یورانیمو بډاینه وايي. د بډاینې معکوس عمل ته د یورانیمو فقیر کول وايي چې غني شوي یورانیم په هستوي بمونو او ریکټورونو کې کاریږي او فقیر شوي یورانیم د هستوي وسلو په خولپوټو کې کاریږي.‌


د یادونې وړ ده چې که چیرې یو څوک وکولای شي یورانیم تر ۴۰ سلنه پورې بډای کړي نو دا امکان لرې نده چې تر ۹۰ سلنه پوري یې هم بډای کړای شي، ځکه خو په ځینو هیوادنو لکه ایران دا شک کیږي چې سولئز هستوي فعالیت یې کیدای شي د هستوي وسلو پیلامه وګرځی.