پوهاند ډیپلوم انجنیر زلمی احمدزی د جمعه ګل ځوی په کال ۱۳۳۸ لمریز کې د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ د رود سلام خیلو د سید فضل په کلي کې  زیږدلی.

خپلې لمړنی زدکړي یې په کال ۱۳۴۵ کې د رود احمدزیو په لیسه کې پیل او په ۱۳۵۷ کال کې له دغې لېسې څخه په عالی درجه وتلی دی. ښاغلی استاد په ۱۳۵۸ کال کې د لوړو زدکړو لپاره د پخواني شوروي اتحاد مینسک ښار بلاروس دولتي پوهنتون ته تللی او په ۱۳۶۴ کال کې د نوموړي پوهنتون د فزیک له څانګې څخه په بریالیتوب سره د ماسټري سند ترلاسه کړی. پوهاند صیب په همدې کال کې هیواد ته له راستنیدو وروسته د عسکري مکلفیت دورې ته شامل او د عسکري دورې له بشپړیدو وروسته په ۱۳۶۸ کال کې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنخي د فزیک څانګه کې د استاد په بڼه په دنده ګومارل شوی. ښاغلی پوهاند صیب د ۱۳۹۰ کال کب د میاشتې په اوومه نیټه د پوهاندي عالي اکاډمیکي رتبې په اخیستلو سره بریالی شوی.‌

ښاغلي استاد په شا او خوا لسو ملي او نړیوالو څېړنیزو کانفرانسونو کې ګډون کړی او تر دریشو پورې علمي آثار لري.