محمد تنها

Profile Photo

محمد رحمت الله تنها اندړ د قضاوت پوه مولوي ميرزاخان عاطفي زوي دی. نوموړی د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅي کې د فزيك په څانګه كي استاد دی او علمي رتبه يې پوهنیار ده.
نوموړی د غزني ولايت د اندړو د ولسوالي اصلي اوسیدونکی دی. خو د ۱۳۶۲ لمريز كال د سلواغې په دويمه نيټه د كابل په ښار كي دې نړۍ ته سترګی غړولي دی.

زده کړې

لمړنی او ديني زده كړي یې له خپل ګران پلار څخه زده كړي او په يوولس كلني کې دسويي د آزمویني په تيرولو سره اووم ټولكي ته تللی ، مانا داچې زده كړي یې په ښونځي كې له اووم ټولګي څخه پيل كړي دي، په ۲۰۰۰ زیږیدیز كال كې د خيرخاني ميني د غلام حيدرخان له عالي ليسې څخه وتلی او په ۲۰۰۱ كال كي یې د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅئ كې د فزيك په ځآنګه كې زده کړي پیل کړي. استاد په ۲۰۰۴ زیږدیز كال كې د همدي پوهنځئ د فزيك له څآنګي څخه په لوړه درجه وتلی او په ۲۰۰۵ زیږدیز كال كي یې په همدغه څآنګه كي داستاد په بڼه په خپله دنده پيل كړي او تر اوسه هم په همدې دنده پاتي شوی. نوموړي دخپلي دندي په موده كي د نړيوالي اتومي انرژي ادارې په بیلابیلو نړیوالو فيلوشيپونو کې ګډون کړی. استاد د اټومي او اهستوي فزیک پوه دی او له افغان هستوي فزیک پوه پوهاند ډاكتر عبدالحي نظيفي سره یې په ګده د كابل پوهنتون لپاره دهستوي فزيك په اړه په پښتو ژبه دوه كتابونه ليكلي او چاپ شوي دي.د استاد تنها اندړ ګڼ شمیر مقالې په ځينو ملی او نړیوالو مجلو او ویبپاڼو کې خپرې شوي.استاد په ډیرو نړیوالو کانفرانسونو او سیمینارونو کې ګډون کړی او په ځیینو هغو کي یې بشپړه ونډه اخیستي ده.ټولي لیکني یې د ده په مورنی ژبه پښتو باندي دي. په پښتو دري او انګريزي باندې رواني خبري او لكني كولاي شی او په عربي، آلمانی او ارودو ژبو پوهيږی خو لیکني نشی پرې کولای. استاد دامحال په کابل پوهنتون کې د هستوی فزیک استاد دیږ

د افغان ساینسپوهانو پېژندلیکونه


د پوهاند ډاکټر سید محمد حسیني لنډ ژوند لیک

پوهاند دوکتور سیدمحمد حسینی ولد مرحوم میر محمد هاشم حسینی به تاریخ دوم حمل 1308 شمسی مطابق 22 مارچ 1929  در گذ ر بابای خودی در کابل تولد شده و در برج قوس 1328 (1949) از لیسه عالی امانی (سابق لیسه نجات) فارغ  شده شامل پوهنحی علوم پوهنتون کابل گردید و دربرج حوت 1332 مطابق ماه مارچ 1953  از شعبه ریاضی و فزی

25.08.2013 محمد رحمت الله تنها

پوهاندډیپلوم انجنیر زلمی احمدزی

پوهاند ډیپلوم انجنیر زلمی احمدزی د جمعه ګل ځوی په کال ۱۳۳۸ لمریز کې د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ د رود سلام خیلو د سید فضل په کلي کې  زیږدلی. خپلې لمړنی زدکړي یې په کال ۱۳۴۵ کې د رود احمدزیو په لیسه کې پیل او په ۱۳۵۷ کال کې له دغې لېسې څخه په عالی درجه وتلی دی. ښاغلی استاد په ۱۳۵۸ کال کې د لوړو ز

18.08.2013 محمد رحمت الله تنها

پوهاند ډاکټر عبدالحی نظیفی

پوهاند ډاکټر عبدالحی نظیفي د قاضي محمد نظیف ځوی د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د قاضیانو د کلي اصلی اوسیدونکی په ۱۳۲۰ هجري لمریز کال په کابل ښار کې زیږیدلی دی. پوهاند صیب نظیفي خپلې لمړنۍ زدکړې د چپرهار په لمړني ښوونځي کې په کال ۱۳۲۶ کې پیل کړې او په کال ۱۳۴۰ کې د کابل دار المعلمین څخه وتلی دی. پوهاند نظیفي په کال ۱۳۴۱

18.08.2013 محمد رحمت الله تنها

پوهاند ډاکټر غلام صدیق محبي

د افغانستان دلوړو زده کړو لومړنی وزير او د کابل پوليتخنيک پوهنتون استاد ارواښاد پوهاند ډاکټرغلام صديق محبي د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ د صاحب خان په کلي کې زیږدلی وؤ چې د اټومي‌ فزی

16.08.2013 محمد رحمت الله تنها

پوهاند ډاکټر عبدالغفار کاکړ

ارواښاد استاد پوهاند ډاکټر عبدالغفار کاکړد تاج محمد خان کاکړ زوی په ۱۲۹۳ لمریز کال کې د کندهار ولایت شاه بازار د بامي زیو په کوڅه کې دې نړۍ ته سترګې غړولي. ‌ښوونځي یې د کندهار ښار د ګنج په لیسه کې لوستی، په ترکیه کي یې د لیسانس په سویه او په انګلستان کي یې د ماسټر او ډاکټر

16.08.2013 محمد رحمت الله تنها

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more