پوهاند ډاکټر عبدالحی نظیفي د قاضي محمد نظیف ځوی د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د قاضیانو د کلي اصلی اوسیدونکی په ۱۳۲۰ هجري لمریز کال په کابل ښار کې زیږیدلی دی. پوهاند صیب نظیفي خپلې لمړنۍ زدکړې د چپرهار په لمړني ښوونځي کې په کال ۱۳۲۶ کې پیل کړې او په کال ۱۳۴۰ کې د کابل دار المعلمین څخه وتلی دی. پوهاند نظیفي په کال ۱۳۴۱ کې د کابل پوهنتون ساینس پوهنځي کې شامل او په کال ۱۳۳۴ کې د فزیک له څانګې وتلی او په همدې کال کې بیرته د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي کې د استاد په توګه منل شوی دی. نوموړی په ۱۹۶۸ زیږدیز کال کې د پخوانۍ یوګو سلاویا د بلګراډ ښار ته د لوړو زدکړو لپاره تللی او د اټومي‌فزیک په څانګه کي یې د ډوکټورا تر عالي سویې پورې زدکړې کړې دئ.‌ نوموړي په کال ۱۹۷۴ کې له  زدکړو څخه وروسته بیرته هیواد ته راستون شوی او د کابل پوهنتون کي یې د استادي دنده درلوده چې د اکاډمیکو څیړنو په ترڅ کي یې  د پوهاندي تر لوړې رتبې پوري عملي رتبې ترلاسه کړې دي. پوهاند نظیفي له ۱۹۸۳ څخه تر ۲۰۰۲ کال پورې د اتریش په ویانا کې د نړیوال اټومي انرژي آژانس کې د سیف ګارډ د مفتش په حیث دنده ترسره کړې‌او له ۲۰۰۲ څخه تر اوسه پورې په کابل پوهنتون کې د هستوي او اټومي فزیک د استاد په حیث دنده تر سره کوئ.‌

د پوهاند صیب نظیفي تر سلو زیات علمي آثار په ملي او نړیوالو اکاډمیکو مطبوعاتو کې چاپ شوي.‌