د جګړې او سولې په خبرو کې سیاست هغه وسیله ده چې تل د ټولو سترګې ور اوړي خو کله کله دریم فکټور هم په کې معجزې کوي، د دویمې نړیوالې جګړې په پای ته رسولو کې د فزیک مشهورې معادلې د ساینس اعجاز نړیوالو ته په اثبات ورسول، یو لوری یې داسې زبرځواک باندې واړاوه چې هغه بل لوري جګړې ته د پاي ټکي ایښودلو څخه پرته بله هیڅ لاره نه درلودله. هو د انشټاین د کتلې او انرژی د معادلت مشهوره معادله یادووم E = mc^2 . دغه معادله چې د فزیک له اړخه تر ټولو لنډه خو تر ټولو د درندې مانا او علمي وزن لرونکې معادلې په نامه پیژندل شوي، یواځې دری سمبولونه لري چې E انرژي، m کتله او c د نور چټکتیا ښييچې د ۳۰۰ ملیونه میتره په یوه ثانیه کې چکټیا پر لرلو سره د په طبعیت کې تر ټولو ستره چکټیا منل شوېده. دا معادله ښيي چې انرژي او کتله په اصل کې دواړه یو شی دي او ښيي چې څومره ډیره انرژي په اټوم کې منحصره شوې او هره کتله دومره انرژي لري چې د کتلې او نور چټکتیا د مربع له حاصلضرب سره مساوي ده. دغه معادله د خپل ساینسي ارزښت ترڅنګ د انسانی علومو په برخه کې هم خپل فلسفي ارزښت لري، له فلسفي اړخه هره کتله په خپل ذات کې انرژي ده خو دا چې دا انرژي څنګه را برسیره کړې د فلسفي بحثونو یوه پراخه سناریو جوړوي. دانشتاین دغه معادله په مستقم ډول لاس ته نده راغلې بلکې د انشټاین د هغو ریاضیکي محاسباتو په لړکې را مینځ ته شوې کوم چې ده د نسبیت د ځانګړې تیوري د اثبات لپاره ترسره کولې،خو د انشټاین حساس او ځیرک فکر ده ته دا اختیار ورکړ چې دا مشهوره معادله د محاسباتو له مینځه را اوباسي او په اتوم کې د شته انرژي اندازه ورباندې تعیین او تعریف کړي. له دې سره سره چې انشټاین د دغو محاسباتو په ترڅ کې د خپلې ساینسي او علمي کړیو لخوا له ننګونو سره مخ وؤ خو بلاخره انشټاین غالب شو چې په ساینس کې یوه نوې پاڼه پرانیزي، د نیوټن هغه کلاسیک فزیک وننګوي او په فزیک کې د علمي انقلاب اتل وګرځي. د هیروشیما او ناګاساکي اټومي بمونه د ده دغې مشهورې معادلې پربنسټ جوړ شول، کله چې ولسمشر روسیفیلټ د دغو بمونو د جوړښت اجازې پاڼې لاسلیک کړې نو انشټاین ومنله چې د دې معادلې په رامینځ ته کولو سره ده دخپل ژوند تر ټولو ستره تیروتنه کړېده. د دغو بمونو په استعمال سره جاپانیان تسلیم شول او دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده. په دغه برخه کې د انشټاین معادلې څخه له ناوړې ګټې اخیستنې پرته دغې معادلې د بشر د خدمت لپاره تل د پام وړ جوپړ وهلی دی، د دغې معادلې د نه شتون په صورت کې به بشر هیڅ وخت په دې نه وای توانیدلای چې د اټومونو نه لیدونکي نړۍ ته لاره ومومي. د نوموړې معادلې برکت دی چې د یویشتمې پیړۍ نړی شا او خوا ۱۰٪ برښنا د شا او خوا ۵۰۰ هستوي ریکټورونو له لارې چمتو کیږي. همدغه معادله ده چې په لمر او هغه ته ورته نورو ستورو کې د تعاملونو لړۍ او میکانیزم پرې تعریف او روښانه کیږي. د انشټاین دغې معادلې دی د نړې د نوابغو او سترو کاشفینو په کتار کې راوست، دی چې یهودی او په نړیواله کچه مشهور کس وؤ نو له همدې کبله د اسرائیلو د لمړنی ولسمشر په توګه د پاته کیدلو وړاندیز هم ورته وشو خو ده دغه وړاندیز ونه مانه او په ځواب کي یې وویل چې “ معادله تل ثابته او تلپاتې وي خو سیاست تل نیمګړی او لنډمهاله وي”. په دې ډول انشټاین هم په فزیک کې د اټوم د نه لیدونکې نړۍ د انقلاب اتل پاتې شو او هم د دوهمې نړیوالې جګړې د پای ته رسوونکي ساینسپوه ویاړ وګاټه.