د افغانستان دلوړو زده کړو لومړنی وزير او د کابل پوليتخنيک پوهنتون استاد ارواښاد پوهاند ډاکټرغلام صديق محبي د غزنی ولایت د اندړو ولسوالۍ د صاحب خان په کلي کې زیږدلی وؤ چې د اټومي‌ فزیک په برخه کي یې د ډوکټورا تر کچې زدکړې کړې وي،‌پوهاند صیب په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د ٧٧ کلنۍ په عمر په حق ورسيد.

پوهاند محبي ٤٤ کاله د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد وؤ چې تر څنګ یې د کابل پوهنتون د مشر او په په ١٣٥٦ کال کې دلوړو زده کړو وزارت له جوړيدو وروسته دهېواد دلوړو زده کړو دلومړي وزيرپه توګه هم دنده تر سره کړې وه. له پوهاند صیب څخه د فزيک دعلم په برخه کې څه ناڅه ديرش آثار پاتې دي.

روح دې ښاده او یاد دې تلپاتی وي