نور یا رڼا یو ډول انرژي ده چې د بېلا بېلو فریکونسۍ لرونکو الکترو مقناطیسي څپو په بڼه څرګندېږي. اوږدې څپې ټیټې فریکونسۍ او لنډې څپې لوړې فریکونسوۍ لري.‌
فریکونسي د څپې د تکرار کچې ته وايي. هر څومره چې فریکونسي زیاته شي په هماغه اندازه څپه قوي کېږي.

د الکترومقناطیسي څپو طیف چې د څپو د اوږدوالي مقیاس دی له مثبت لایتنهايي څخه پیل او تر منفي لایتنهایي پورې رسېږي چې په دغه طیف کې د لیدو وړ نور د څپو اږودوالی له ۴۰۰۰ څخه تر ۸۰۰۰ مایکرو مترو پورې رسېږي.
د لیدلو وړ نور اووه رنګه لري چې له سره څخه پیل او په بنفش باندې ختمېږي. ‌
هر شی په حقیقت کې بې رنګه دی خو کله چې د لیدلو وړنور په مقابل کې واقع شي نو ځینې رنګونه جذبوي او ځینې هم منعکسوي چې د دې عملیې په ترڅ کې موږ شیان رنګین وینو.
د نور هغه برخه چې جذب نشي او بېرته منعکسه شي نو زموږ د سترګو کسي ته را رسېږي چې د نور دغه برخه یو ځانګړی رنګ لري او موږ نوموړی شی هم په همدغه منعکس شوي رنګ کې وینو.
د بېلګې په ډول نباتات رنګ نه لري خو کله چې د لیدو وړ نور وباندې ولګېږي نو د نور د شین رنګې څپې په استثنا نور ټول رنګونه جذبوي او شین بېرته منعکس کوي چې دغه منعکس شوی نور زموږ سترګو ته را رسېږي او په پایله کې موږ ته نباتات شنه ښکاري.‌
همدا راز موږ فکر کوؤ چې تور شی تیاره دی او هیڅ رنګ نه لري او سپین شي ته یو ځانګړی رنګ چې هیڅ اصلا موجود نه دی مانا سپین رنګ قایل یو خو په حقیقت کې موضوع په بشپړ ډول معکوسه ده.
سپین رنګي شیان ټول اووه رنګونه په بشپړه توګه منعکس کوي خو سترګې په یوه وخت دا ټول رنګونه نه شي تشخیص کولای او موږ شی بې رنګه وینو.
همدا راز تور رنګي شیان ټول رنګونه جذبوي او د منعکس کولو لپاره څه نه لري چې زموږ سترګو ته یې را ولېږي ځکه خو موږ ته تور ښکاري چې په حقیقت کې تور رنګ هم اصلا وجود نه لري.
بله بېلګه یې دا ده چې لمر د سهار او مازدیګر لخوا سور ښکاري هغه ځکه چې سهار او مازدیګر لمر له موږ نه لرې وي او کله چې وړانګې له لمر څخه تر موږ پورې واټن وهي په لاره کې ځینې بڅرکي شته چې د لمر سور رنګ نه شي جذبولای او هغه منعکس کوي چې په پایله کې موږ ته لمر سور ښکارېږي.
دا ټولې څرګندونې موږ ته ښيي چې زموږ د لیدلو او یا هم نور حواس حقیقت نه بلکې مجاز احساسوي او موږ ته تل مجازي مالومات راکوي نه حقیقي مالومات نو پر همدې بنسټ ویلای شو چې نړۍ ټوله په اصل کې بې رنګه ده او یوازې سترګو ته را رسېدونکې منعکسه څپې دي چې هر شي ته رنګ ورکوي.
په دې رنګ ورکولو کې موږ انسانان او زموږ ټول حواس هېڅ رول نه لري او هر څه چې همدا څپې او خپله شیان د جذب او انعکاس په پایله کې موږ ته را لېږي نو زموږ حواس یې د یوه ځانګړي رنګینې پدیدې په شکل مني.