مونږ په داسې یوه نړۍ کې اوسېږو چې که هرڅومره یې د څپړلو او مطالعه کولو هڅه کوو، نور مو هم حیرانوي. د کهکشان څېړنه اوس د ساینسپوهانو لپاره هم د پندانې کیسه غوندې هره ورځ له سره کېږي، خو خلاصېږي نه.
د ساینس د پېړو کتابونو او پرمختللو لابراتوارونو په لیدلو سره کېدای شي ځینې په دې باور وي چې ساینسپوهان د کهکشان په ډېرو کیسو پوه دي. خو ساینسپوهان یوازې په هرڅه د پوهېدو خوب لېدلی شي.
د نړۍ، تشیا او پنځون په اړه ډېرې داسې بنسټیزې پوښتنې شته چې ساینسپوهان یې ځوابولو پسې له لسیزو راهیسې سرونه ګروي.
لکه راواخله د تیارو توکوDark Matter ، او تیارې انرژي Dark Energy کیسه.
څېړنو ښودلې ده چې هر هغه څه چې زمونږه سترګې یې د ځمکې پر مخ ویني، او زمونږ ځواکمن او پرمختللي تلسکوپونه یې پاس د کهکشان په تشیاوو کې د لیدلو جوګه دي، د ځمکې، لمر او ستورو په ګډون دا هرڅه، زمونږ د نړۍ یوه ډېره وړه برخه یانې یوازې ۴٪ جوړوي.
په نورو ټکو کې، پنځه انساني حسونه یوازې د ۴٪ کهکشان د لیدلو او حس کولو وړتیا لري، پاتې ۹۶٪ نړۍ له داسې توکو جوړه ده چې نېغ په نېغه د لیدلو وړ نه دي.
د تیارو توکو او تیارې انرژي په اړه د ساینسپوهانو پوهه له نشت نه یو څه ډېره ده. ساینسپوهان تر اوسه پورې یوازې همدومره پوهېږي چې تیاره توکي او تیاره انرژي وجود لري او بس.
له همدې امله ده چې دې توکو ته د تیارو توکو او تیارې انرژي نومونه ورکړل شوي دي.
پوښتنه دا ده چې که چېرې تیاره توکي او تیاره انرژي انساني سترګو او شته تکنالوژي ته د لیدلو وړ نه دي، نو ساینسپوهان یې په شتون څه خبر دي؟
د فزیک د سټنډرډ ماډل تیوري، او نورې شته فزیکي پوهې له مخې په کار ده چې د لومړنۍ لویې چاودنې یا Big Bang نه وروسته اوس باید زمونږ کهکشان بېرته یو ټکي ته د راټولېدو یا انقباض په حال کې وي، یا لږ تر لږه د نړۍ د پراخېدو یا انبساط بهیر مخ په ورو کېدو وي. خو په حقیقت کې داسې نه ده. نړۍ هره ورځ په یوې ډېرېدونکې چټکۍ سره مخ په پراخېدو ده، او د نړۍ دا ځانګړتیا د فزیک د شته پوهې سره په توپیر کې ده.
د همدې کتنې پر بنسټ ساینسپوهان دې پایلې ته رسېدلي دي چې داسې یوه انرژي په نړۍ باندې خوره ده چې ټوله نړۍ هره ورځ په چټکۍ سره خوروي او سره شیندي یې، او جاذبه قوه نه پرېږدي چې هرڅه بېرته سره راټول کړي. دا انرژي تیاره انرژي نومول شوې ده، او د نړۍ ۷۰٪ کتله جوړوي.
تیاره توکي هم لکه تیاره انرژي د شته فزیکي تیوري ګانو له نیمګړتیا نه پېژندل شوي دي.
ستورپوهنې ښودلې ده چې نړۍ د ستورټلونو یا ګلیکسي Galaxy په نوم د ملیاردونو سترو جوړښتونو کوربه ده، او هر ستورټل پخپله د ملیاردونو ستورو او لمریزو نظامونو استوګنځی دی. په کوم ستورټل کې چې زمونږ لمریز نظام دېره دی هغه سپینه لار یا Milky Way نومېږي.
د فزیک د شته تیوري ګانو له مخې د ستورټلونو په اطرافو کې شته ستوري او ستوریز نظامونه بایده ده چې د ستورټلونو د مرکز په پرتله ډېر ورو په خوځښت کې وي. خو ستورپوهنیزو څېړنو ښودلې ده چې داسې نه ده، او د ستورټلونو په اطرافو کې شته ستوري له هغه څه نه چې اټکل یې کېږي څو ځله چټک خوځېږي. دا په دې مانا ده چې ستورټلونه د هغه څه نه چې مونږ یا زمونږ تلسکوپونه یې لیدلی شي، ۵ یا ۶ ځلې ډېره کتله لري.
ساینسپوهانو دا سربېرنه کتله تیاره توکي نومولي دي. تیاره توکي د نړۍ ۲۵٪ کتله جوړوي.
ځینې هڅې شوي دي چې چې تیاره انرژي او تیاره توکي د کمپیوټري پروګرامونو په مټ انځور کړي، او له پاتې۴٪ نړۍ سره یې اړیکه وشني.
ساینسپوهانو جوته کړې ده چې که څه هم تیاره توکي رڼا او نورې الکترومقناطیسي وړانګې نه جذبوي او نه یې غبرګوي، خو د وړانګو د کږولو یا انکسار وړتیا لري. ساینسپوهانو له لرې ستورټلونو نه د رارسېدونکو وړانګو په کږېدو کې د تیارو توکو شتوالی جوتوي.
نړیوال فزیکي او ستورپوهنیز څېړنیز مرکزونه او پوهنتونونه په داسې څېړنو باندې پراخې پانګونې کوي چې تیاره توکي او تیاره انرژي وپېژني.
پایله دا چې د انسانانو دا نیمګړې ساینسي پوهه یوازې د ۴٪ نړۍ په اړه ده. پاتې ۹۶٪ څه ده، او څه پکې تېرېږي انسانان پرې هېڅ خبر نه دي. ځینې فزیکپوهانو د یو لړ تیوري ګانو وړاندیز کړی دی، او هڅه یې کړې ده چې تیاره توکي او تیاره انرژي راوپېژني، خو داسې یوه نظریه لا مخې ته نه ده راغلې چې په ټولو آزموونو پوره وخېژي، او ټولې پوښتنې ځواب کړي.