د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارواپوهنه یا "Psychology" څه ده؟ دوهمه برخه

افغان تحرک 05.01.2017 12:11

"Psychology" یا ارواپوهنه چه یو خورا وسیعدګر څانګییز علم دی، په عموم کی د انسان فکر، عمل، تجربه او سلوک راسپړي.

یعنی دا علم مثلا،
- د انسان فکر کول، چرت وهل، ری وهل، عقیده لرل په ساحه کی،
- د انسان د اعمالو په ساحه کی، لکه دانسان سلوک، دانسان رویه کول، دانسان اړوند لرل، دانسان اړه لرل، دانسان جګړه ییز روش، دانسان سولییز روش، دانسان راکړه ورکړه او یا د انسان کړه وړه،
- دانسان د تجربیاتو په ساحه کی، لکه دانسان تجربه، دفرد او یا هم د یوه ټولنه سترګولیدلی حال، دفرد او یا هم د یوه ټولنه سرګذشت، له پیښو څخه ډک فردی بیوګرافی،
- د انسان د احساسات او عواطف په ساحاتو کی،
- دماشوم سالمه رشد په ساحه کی،
پلټل، پوښتېدل، علمی مشاهدات، علمی تحقیقات، علمی بررسی ګانی او علمی ارزیابی ګانی سر ته رسوی.

او یا هم د "Psychology" یا د ارواپوهنه مختلفی څانګی د مثال په دول داسی پوښتنی لپاره ځوابونه پیدا کوی:
-څنګه زمونږ په مغزو کې د رنګ درک کول صورت اخلی؟(په بیو لوژیکی ارواپوهنه څانګه کی)
-ژبه زمونږ په مغزو کې په کومه برخه او یا په کومه سکتور کی درج کیږی؟(په بیو لوژیکی ارواپوهنه څانګه کی، په ژبه ارواپوهنه په برخه کی)
-څنګه او کومه تاثیرات مخدره مواد د انسان په جسم، دانسان په شخصیت، او د انسان په سلوک کی اچوی؟(په بیو لوژیکی ارواپوهنه څانګه کی، په سلوک ارواپوهنه څانګه کی، د شخصیت ارواپوهنه په ساحه کی)
-يو تجارتی شرکت څرنګه کولای شی چی په هدفمندانه او مثمره توګه خپل کارمندان او همکاران انتخاب وکړی، څرنګه کولای شی د کارکوونکو په موندلو او د پرمختګ لپاره ښه چاپیریال برابر کړي؟ (دکار ارواپوهنه په ساحه کی)


په لمړی برخه کی هم یاد شو، چی "Psychology" یا ارواپوهنه له همهغه وسیعدګر علومو څخه محسوبیږی چی دیری څانګی لری. او له دی کبله چی "Psychology" یا ارواپوهنه یو پوهنتونیز علم هم دی چی دنړی په مختلفو پوهنتونو کی تدریسیږی، بی ځایه نه ښکاری چی دلته لمړی له "Psychology" یا ارواپوهنه پوهنتونیز تدریسی جوړښت ته یو لږ رنا واچوو، چی په پوهنتونو کی د تدریسی ساختار په حیث موقعیت لری:

١. "عمومی اروا پوهنه" څه ده؟

عمومی اروا پوهنه ته په المانی ژبه کی Allgemeine Psychologie ویل کیږی او په انګلیسی ژبه هم ورته General Psychology ویل شو.
په پوهنتونیز "Psychology" یا په پوهنتونیز ارواپوهنه "عمومی اروا پوهنه" د ارواپوهنه هغه برخه ته وایی، چی:

هغه "عمومی قوانین"، "عمومی اصول" پکښی ارزیابی، بررسی، تحقیق، پلټل، پوښتېدل،تشریح، توضیح کیږی، چی د ټولو انسانانو په "تجربو، تفکر او سلوکو" کی یو دول "ګواهی" ورکوی.

یعنی همدا "عمومی قوانین" او "عمومی اصول" چی د "عمومی اروا پوهنه" په ساحه کی ارزیابی، بررسی، تحقیق، پلټل، پوښتېدل،تشریح، توضیح کیږی د ټولو انسانانو لپاره "عمومیت" لری. له همدی کبله ده چی د ارواپوهنه دا برخه په پوهنتونیز تدریسی جوړښت کی په "عمومی ارواپوهنه" کی مسمی دی!

یعنی "عمومی ارواپوهنه" هغه "روانی دندې" سره، او یا هغه "روانی توابع" سره ځان بوخت کړی دی، چی ادعا کوی هغه "روانی دندې" او یا هغه "روانی توابع" ټولو انسانانو ته په عمومی دوله دا مشترکات یو سان لری.


په ادامه کی دا مشترکاتو ته لږ نظر واچو چی "عمومی اروا پوهنه" تر خپل پوشش لاندی اخیستل غواړی. لکه " انسانی تفکر، انسانی احساسات، انسانی درک، او یا انسانی ادراک، د انسان آگاهی، د انسان د عمل کنترل ...


ادامه لری