د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولي مو ذهینونو کې د تعصب توخم شیندل سوي ده

شراف الدین جمال زاده 20.12.2016 11:57

انګریزان یو متل لري او تل ددي متل سره یې سم د تاریخ په اوږدو کې پر نورو دهیوادونو حکمراناني کړي دي. دوي وايې (تفرقه واچوئ حکومت وکړئ) یعني په یوه هېواد کې د مېشتو قومونو، قبیلو، مذهبونو او ان ملتونو تر منځ تفرقه او جلاوالي واچوي تر څو وکولای شي پري حکومت وکړئ او خپلو سیاسي، اقتصادي، فرهنګی، اجتماعي او مذهبي موخو ته ورسیږي.

ددي متل په اوریدو سره مې تل ذهین ته د هغه سپینږې بډا کیسه راځي؛ چې د ښوونځۍ په کتابونو راغلي ؤ. بډا سړی د مرګ په حالت کې خپلو زامن راوغوښته او ورته یې د لرګو یوه یوه بنچه ورکړه؛ او ورته یې وویل چې دا بنچه ماته يې کړئ! ټولو زور پر ووهي خو یوه هم ونه شوای کولاي چې د لرګو بنچه ماته کړي. خو کله چي بډا بنچه خلاص کړه او یو یو لرګې یې ځیني جوړ کړ، خپلو زامنو ته یې یو یو لرګی ورکړي چې دا مات ګړي نو هره یوه په آساني سره مات کړه! بډا ورته وویل کله چې تاسو اتفاق ولري نو هیڅوک به مو مات نه کړي خو که جلا جلا یاست اتفاق ونلري نو په آساني سره به مو مات کړي.

افغانستان کې پردي دوښمنان تل په دې لټه کې دي تر څو د افغانانو تر منځ تفرقه او ډول ډول تعصبات واچوي او په دې طریق سره خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي. چې د تاریخ په اوږدو کې بیا تراوسه ددي تفرقاتو او تعصباتو شاهدان یو.
معمولاَ هغه هیوادونه چې د نورو لویو قدرونو تر استعمار لاندي پاته شوي دي کله چې د آزادي اخسته ده یایې هم ماته خوړي ده. نو لویو قدرتونو تل ددي کوشش کړي ده تر څو داسي اساسي او بنیادي تعصبات پکې په میراث پریږدي تر څو تر کلنو کلنو ځان بسیج نه کړئ.
افغانستان هم د انګلیس د استعماره نیولي بیا د روس او اوس امریکي تر استعماره د اساسي تعصباتو او تفرقه اچوني ښکار ګرځیدلي ده.
کله چې انګریزانو په افغانستان کې ماته وخوړه نو د افغانانو تر منځ دداسي بنیادي تفریقه او جلاوالي په فکر کې شوه چې افغانستان به عمرعبد په دغه اور کې سوځیږي. هو! (ډیورنډ کرښه) ډیورنډ د افغانستان د خپلي جغرافیوي خاوري څخه یوه لویه برخه بېلول ؤ. چې دغه کرښه د یوه ستر قوم پر سېنه باندي کش شوه. چې د تاریخ په اوږدو کې بیا تراوسه د لکونو انسانانو د وژل کیدلو، په ملیاردونو پیسو مصرفول او ددو لویو ملتونو (افغانستان-پاکستان) تر منځ د دوښمنۍ باحث ګرځیدلي ده.
همدارنګه د افغاني شهزاده ګانو تر منځ د قدرت پر سر نفاق اچول ؤ. چې یو د بل په وړاندي به يې درول او قدرت د رسیدولو وعدي ورکولي چې په نتجه کې د قومونو تر منځ لوي بې اتفاقي، تفرقې او تعصبات اچول ؤ چې تراوسه دغه تعصبات جریان لري.
کله چې روسانو افغانستان کې ماته وخوړه دوي دوه ډوله مینونه ښخ کړل اول ددوي د وتلو څخه ورسته د قومي ملېشو جوړول ؤ چې په نتجه کې د قدرت په سر دقومونو جنګیدل ؤ په داسې حال کې چې دوي ته ماتې د افغان مجاهد ملت له خوا چې پکې ټولو قومونو برخه اخستې وه ورکول شوه.
دوم ډول مینونه هغه مینونه ؤ چې پکي تر لک ها زیات افغانان شهیدان او معیوبان شول خو زما په نظر دغه دومره بده نشوه تمامه لکه زموږ یو مټی ملت چې په فکري معیوبیت مبتلا شوه.
اوسني نړیوال میشت ځواکونه او همسایه هیوادونه هم د انګریزانو او روسانو په پلونو باندي پل ایښږدي او د موډرنې نړۍ په پرمختللو وسایلو باندي د تعصب او تفرقي نلونه د میډیا او اجتماعي رسینو په واسطه د هیواد تر هري نقطعي رسوي. د یوه دقیق راپور په ترڅ کې مې ولول چې د افغانستان په اجتماعي رسینو کې تر لس زو زیاتي پاڼې او ایډیاني په مستعرو نومونه فعالیت لري چې مدیریت د هیواد د بهر څخه کیږي. چې هدف د افغانستان د لویو عزتمندو قومونو تر منځ تفرقه او تعصب اچول دي.
همدارنګه یو شمیر پردي پاله سیاسمندارن چې د نورو په اشاره دلته د ځوان نسل د احساساتو او انرژي څخه په کار اخستلو سره قومي، سمتي او ژبني تعصباتو ته لمن وهي.
افغانستان کې مختلف مېشت دوست قومونه ژوند کوي چې په مختلفو ژبو خبري کوي چې دغه دوستي د زرهاو کلونو ته رسیږي او خاصتاَ ورستي لسیزو کې زیات شمیر کورنۍ اړیکي یو بل سره ټنګي کړي دي. باید هر افغان په دي پوه اوسي چې د نورو د اهداف ښکار نشي او هر افغان ته خپل ورور ووايي. د یوه مترقي، یو مټي او پرمختللي افغانستان په هیله!