د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږ او اقینه

شراف الدین جمال زاده 01.12.2016 14:20

افغانستان د خپل ستراتیژک موقعیت په درلودلو سره په منځنۍ آسیا او آسیا کې خپل حیاتي رول تل ثابت ساتلي دي. افغانستان د آسیا زړه بلل کیږي که دغه خبره لږ وځيړو دې نتجي ته رسیږو چې افغانستان د آسیايي هیوادونو تر منځ یو ټرانزیټي لاره ده او د افغانستان له لارې به ځینو آسیايي هیوادنو او د آسیايي هیوادنو څخه به اروپايي هیوادونو ته سوداګرزو توکو لیږد رالیږد صورت نیسئ.
د اقینې د اوسپنې د پټلۍ په واسطه به د اموالو لیږد رالیږد له ترکمنستان څخه افغانستان ته د افغانستان څخه منخنۍ آسیا تر ترکیه او اروپايي هیوادنو ته به لیږدول کیږي.
د اقینې د اوسپنې یا اورګاډي بین المللي پټۍ به افغانستان او ترکمستان هیوادونو ترمنځ یو نوي تاریخي پاڼه پرانستیږي. ددې پټلۍ اهمیت به د سیمې هېوادونو ترمنځ په همکارۍ او پراختیا کې زیاته مرسته وکړي د دغې پټلۍ د ګټې اخېستو سره به د سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ سوداګري، اقتصادي او پراختیايي همکارۍ لا زیاتې شي او د سیمه‌ ییزو او بین‌المللي لیږد رالیږد اسانتیاوي برابروی شي اوهمدارنګه دا به یو نوعه د ورېښمو دلویه لارې احیا او بیارغونه وي!
دا پټلۍ به د میلیونو انسانانو پر ژوند مثبت تاثیر وکړي. یاده دې وي چې په نړۍ کې معمولاَ هغه هیوادونه چې د سمندر له لاري لیږد رالیږد امکانات نلري د هغوي لپاره د لیږد رالیږد اسانه لاره د اوسپنې پټلۍ ده!
راځي چې هغه څوک به وستایو چې ملي منافع لپاره کار کوي او د هغه چا به مخنوي وکړو چې د ملي منافعو په خلاف ولاړ وي، دا ټولو افغانانو ګډ کور دي هر افغان د هیواد د پرمختګ او سوکالي لپاره مجبوره ده چې کار وکړئ! د یوه پرمختللي، آباد او سوکاله افغانستان په هیله! په درنښت