د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لوږې نس د زرو په بالښت خوب

شراف الدین جمال زاده 06.11.2016 14:09

لکه څرنګه چې اقتصاد د یوه هیواد لپاره یو له خورا موهمو او ټاکنیزو موضوعات څخه شمیرل کیږي. چې په هیواد یا سیمه کې په ټولیزه توګه یو شمیر فعالیتونو لکه صادرات او ورادات، تولیدات، طبیعي زېرمې، تجارتي فعالیتونه او اړیکې، عایداتي سرچینې، فابریکي، خام مواد، تیل، نفت، کرهنه او امنیت د هیواد پر اقتصاد مستقمآ تاثیر لري.

افغانستان یوه له پرمختیايي او ان ډیر لږ پرمختیایي هیوادونه څخه شمیرل کیږي د آسیا د براعظم په زړه کې موقعیت لری چې دمنځنۍ آسیا په هیوادونه کې یو له موهمو هیوادونو څخه ګڼل کیږي. افغانستان یو غرنی هیواد دې چې دخپل طبعي جغرافیوی موقعیت په درلودلو سره له اقتصادی پلوه په آسیایي هیوادونو کې یو له بډائیه او طبيعي زېرمو لرونکو هیوادونو څخه شمیرل کیږي؛ خو بدبختانه په هیواد کې د اوږدې مودې جنګ جګړې او د ملي اقتصاد متخصیصن، پلان جوړونکې او د ادراې لارښود په برخه کې د ضعیف مدیریت له وجه اوس هم په هیواد کې د کمزوری اقتصاد، فقر او بدبختۍ شاهدان یو.

د یادونې وړ ده چې په افغاتستان کې اقتصاد یو له خورا موهمو سکتورونو څخه شمیرل کیږي. چې د قانون له مخې د افغانستان اقتصادې نطام بازار آزاد دي. افغانستان د جغرافیوي موقعیت په درلودلو سره له اتلسمې پیړۍ نه شروع څخه بیا تراوسه پوري په سمیه او منطقه کې خپل یو مهم او حیاتي رول ساتلي دي.
د افغانستان د پیړیو په اوږدو کې د وريښمو تجارتي لاره چې د خورا لوړ رول په لوبولو سره د خیتځ او لوېدیځ کاروانونو مسیر وه؛ چې د اموالو لیږد رالیږد د وچۍ له لاری څخه وه. همدارنګه د نولسمۍ پیړۍ له شروع څخه د هندوستان څخه تر ایرانه او له روسیې څخه تر پاکستانه او همدارنګه له چين سره خورا پراخي تجارتي اړیکې درلودي.

دافغانستان ستراتیژیک ارزښت د هېواد جغرافیوي موقعیت او طبیعي زېرمې جوړوي. افغانستان په نړۍ او بلخصوص په آسیا کې د طبیعي زېرمو یو شتمن او بډائیه هیواد دي. چې مهمي زېرمي لکه مس، سره زر، سپین زر، لاجورد، زمرود، یورانیم، اوسپنه، ډبروسکاره، قمیتي ډبری او داسی نور دي د سون توکې لکه نفت، ګاز، تیل چي د هیواد په بیلابیلو سېمو کې پیداکیږي. همدارنګه زراعتي محصولات لکه تازه مېوې او سبزیجات اوهمدارنګه لاسي صناع او وچې مېوې چې نړیوال ارزښت او ګرم بازارونه لري.

نن سبا په نړۍ کې تېل او نفت د ملکونو په سیاسي ژوند کې غوره رول لوبوي او دغه طبیعي زېرمې په ډیرو سیمو کې مخ پر کمیدو دي او په نننۍ تکنالوژې کې ترننه د نفتو او تېلو بدیل نه دی موندل شوی چې خوشبختانه افغانستان په زیاته پیامنه دغه زېرمې لري. چې ددي زېرمو ارزښت په سلاوو میلیاردونو ډالرو ته رسیږي، خلګ وایي (افغانان د سرو زرو په بالښت سر ایږدي خو په لوږې نس بیدیږي)

دافغانستان جغرافیوي موقعیت ډیرمهم او خاص رول لري چې له تاجکستان، ازبکستان او ترکمستان سره ګډه پولي لري چی نوموړي هیوادونه دنړۍ په کچه د تېلو لوي زیرمی لري بل طرف ته یې جنوب ته یې پاکستان ختیځ ته یې چین او لوېديځ ته ایران پروت دي چی ددغو هیوادونو تر منځ افغانستان د ترانیزټي لاری، تجارتي اړیکو او د هیوادونو تر منځ د لیږد رالیږ مرکز بلل کیږي. له دې طریقه افغان حکومت کولاې شي چې د اموالو د لیږد رالیږ د هر نوع انتقالي هوایي او ځمکنی وسایلو څخه خپل ټکس واخلي.

بل ښه خبر خو لا دا چې افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت په درلودلو سره په راتلونکې کې د آسیا دجنوب څخه و منځنۍ آسیا ته د اوسپنی د پټلۍ تیریدل امکان لري. چې په دې سره به زمونږ اقتصاد نور هم په خپلو پښو ودریږي.

خو بدبختانه نن افغانستان د خپل ستراتیژک موقعیت، طبیعي زېرمو او فرصتونو په درلودلو سره اوس هم په نړۍ کې یو وارداتي او مصرفي هیوادونو څخه شمیرل کیږي. چې علتونه په افغانستان د اوږدې مودي د جنګ جګړې، دلویو قدرتونو د اهدافو قربانې کیدل، د پردو استخبارتي کړیو لاس وهنې، د کورني اقتصاد نه وده، د ملی اقتصاد په برخه کې د مسلکي متخصصینو د واضیح، روښاڼه او اوږد مهاله پلان نه درلودل دي.

کله چې بُون غونډې یو ځل بیا افغانستان ته په خپلو پښو د درلیدلو توان ورکړ په میلیاردونو ډالرو مرستي وشوئ تر څو افغانستان یو باثباته او د اقتصادي پلوه په راتلونکې کې یوه پیاوړې هیواد وئ، د ادارې بنسټ له صفره کښیښودل شو او د هیواد ټولې نظامي، ملکي، سیاسي، تعلیمي، سوداګرۍ، فرهنګي او اقتصادي چارې بیا له سره پیل شوئ. تر ډیره حده هیوادوال له ضعیف اقتصادي حالت څخه راپورته شوه، د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې له افغانستان سره شوې ۵۶ ملیارده ډالرو مرستې ۸۲ سلنه د غیر دولتي ادارو له خوا په مصرف رسېدلې ده چې علت يې ډونران په دې باور وه چې د افغان دولت کې هغه شفافیت او پیاوړتیا نه لیدل کېده چې د دولتي سیستم له لارې دغه مرستې په مصرف ورسیږي ځکه د حامد کرزی دولت د فساد تور داغ پرځان درلود چې له امله يې دغه میلیاردونو ډالره مرستې په بنسټیزه توګه په زېربنایي پروژو مصرف نه شوې، خو بیا هم دغه مرستو کورني اقتصاد ته تر یوه حده وده ورکړه.

کله چې دواک چارې د حامد کرزی څخه ولسمشر محمد اشرف غني ته وسپارل شوئ، د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان سره د مرستو په لړۍ کې خورا کموالی راغی او د هیواد اقتصادي حالت د تیرو کلونو مخ پر روکود شو، زیات شمیر ځوانان له هیواد څخه د بد اقتصادي وضعیت له سببه اروپایي هیوادونو ته مهاجر شوه، افغاني ارزښت ټیټدل، امنتي ستونزي ددی سبب شوي چي نړیوال سوداګر خپلی پانکونې دلته کمی کړئ او ان زیات شمیر ولاړل خو ددې سره سره ولسمشر غني چې په نړیواله کچه په اقتصادي چارو متخصص بلل کیږي یوه شمیره اساسي، زېربنايي او بنسټیزې پروژې د کاغذ پرمخ امضاء او پيل کړئ.
په نړیوالې سوداګرۍ سازمان کې د افغانستان غړیتوب ترلاسه کول د هیواد د ښه اقتصاد لپاره یو ښه زېرې ده چې دا غړیتوب به په نړیواله کچه د هیواد اقتصادي ارزښت زیات مهم کړئ او د تجارت لپاره د پولو خلاصول د تعرفې ټیټول به مفید تمام شي. همدارنګه دهیواد په مخابراتي معلوماتو پر ټولو محصولاتو به هم ټکس ختم شئ.

د اوبو د بندونو په برخه کې د سلما بند او کجکي بند هوکړه لیک. د سلما بند چې د هند په مالی لګښت ۲۹۰ میلیونه ډالرو به جوړیږي چې په ساعت کې به ۴۲ میګاواټ د تولید ظرفیت ولري ۲.۵ لکه کورونو ته به په لومړي ځل رڼا ورکړي ۷۵ زره هکټاره ځمکه به پرې خړوبه شي. چې دا پروژه د هیواد داساسي پروژو څخه شمیرل کیږي یو یو طرف څخه به پردو هیوادونو ته د اوبو د تللو مخه ونیول شی او له بلې لورې به هیوادوال د بریښنا څخه به برخمن شئ.
د همدارنګه د ولسمشر غنی او رئیس اجرائیه عبدالله عبدالله په زیاتو هلو ځلو د ټوټاپ او کاسا-۱۰۰۰ پروژې لاسته راوړونه چې ټوټاپ او کاسا-۱۰۰۰ پروژې د منځنۍ آسیا برېښنا سوېلي آسیا ته لیږدوي. دافغانستان لپاره ددغو دوو پروژو ارزښت په دې کې دي، چې نه یوازي دا چې د افغانستان د برېښنا کمیود بشپړوي، بلکې له پاکستان څخه ترانزیټي فیس یا ټکس هم ترلاسه کوي. خو ددې پروژې سیاسي کول هغه څه دې چې دا پروژه یې د ګواښ سره مخ کړي ده، تر زیاته بریده دا اعتراض کوونکي چې وایې ددې پروژې مسیر باید د بامیانو له لارې تیر شي هغه څه دې چې ددې پروژې د عملي کیدو خنډ ګرځئ. که تخنیکي بحث هم وکړو ددې پروژې مسیر باید د سالنګ له لارې وي ځکه که د بامیانو له لارې که مسیر وټاکل شي تر ۱۲۰ کیلومترو پورې به نورهم اوږد شئ همدارنګه نور لګښتونه.

افغانستان د انرژی پرېمانه سرچينې لري خو اوس هم د هیواد برېښنا له بهر هیوادونو څخه برېښنا واردوئ چې د ۲۰۰۷ څخه بیاتر ۲۰۱۵ کال پورې ټول وارداتي برېښنا لګښت تقریباَ ۹۷۳ میلیونه ډالره شوي دي. که چيري د برېښنا سکتور خپلو وړتیاوو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي او د ټوټاپ، کاسا-زر پروژې او سلما بند پروژي عملي شئ نو له دغو سل هاو میلیونو ډالرو مصرف څخه به خلاص شو.

چابهار بندر چې د افغانستان، ایران او هند تر منځ یو نوي هراړخیزه او اقتصادي پلوه ارزښت ناک رول په منطقه کې لوبوئ چې ددریو هیوادونو تر منځ به د اموالو د لیږد رالیږد یو ټرانزیټي لاره وي. چې ددې لارې به د افغانستان تجارت رشد به هند او منځنۍ آسیا هیوادونو سره لا ټینګ او افغاني محصولات به ددغو هیوادونو په بازارونو کې په پوره صحت او ارزانه قمیت سره به رسیږي او دهند تجارت به ددې لارې سره د ایران، افغانستان او مرکزي آسیا سره به نورهم برقراره شئ! چې پخوا به کومې مرستي یا هم د افغانستان صادرات یا هم واردات د کراچي په بندر کې په اونیو او میاشتو د سیاسی تحولاتو او مخلافتونو په نتجه ځنډیل او هلته به تر ډیره حده دغه توکي په مکمل ټول وراسته کیدل په خاصه توګه لندې مېوي خو اوس چابهار د کراچي د بندر لپاره یو بدیل ګڼل کیږي! او دا ټرانزیټي لاره به تر کراچي بندر د مصاحت او مصارف له مخه د افغان تجارو لپاره ډیره مؤثر او ارزانه وي.

د چین او ترکمنستان سره په دې ورستیو وختونو کې د رېل گاډې پټلی افتیتاح چې په دې پټلی سره به د چین او ترکمنستان څخه په مستقمه توګه د اموال د رلیږد رالیږد صورت نیسي چې په دې سره به د پخوا په کچه د لارې د مشکلاتو او ان ډیر لوړو مصارفو څخه خلاص چې ارزانه قیمت سره به د لیږد رالیږد چاري پر مخ روان وي.

د مخابراتي شبکو څخه لس فیصده مستقمه مالیه اخستل هم د ملی وحدت حکومت د نویو پلانونو څخه ګڼل کیږي چې تر دې ورستیو پوري یې په سل هاو میلیونو افغاني ملي بودیجي ته جمع کړي دې چې د بودیجي په جوړولو کې ښه رول لوبوي.

او بله مهمه نقطه چې غواړم ورته اشاره وکړم؛ لکه څرنګه چې دا ټولو ته بهتره معلومه ده چې ګمرکات د هیواد یو له خورا حیاتو عایداتي سرچینو څخه شمیرل کیږي چې متاسفانه د دولت توجه په دې برخه کې زیاته نه لیدل کیږي او تر ډیره حده دغه ګمرکات د زورواکو په لاس کې دي چي په هره کال کې په زرګونه لکه افغاني تر اخلي که دغه پیسي په سمه توګه جمع اوری شي او ملي بودیجي ته جمع شي په تر ډیره حده به وکولای شو چي ددې پیسو په واسطه کورنی اقتصاد ته وده ورکړو.

پایله: افغانستان د هغه مریض غوندې دې چې په یوه وخت کې په ۶ خطرناکو مریضیو مبتلا وي چې هره مریضي ورته ګواښ ګڼل کیږي په داسی حال کې چې دغه مریض د خپلو د مریضیو د اعلاج کولو مالي توان هم نه لري. ولسمشر غني هم په همدې لټه کې دي تر څو ددغو مشکلاتو او بی بختیو لپاره داسي عایداتي سرچینې پیداکړي تر څو خپل یو یو ټپ پری ټکور کړي. چې هم د بهرنیو مرستو په لټه کې ده او هم په هیواد کې دننه هغه عایداتي او اساسي پروژي پلي کړي تر څو کورنی اقتصاد ته وده ورکړي او هیواد پر خپلو پښو ودریږي؛ ددې طریقه به د هیواد ټولي چاری پری سمبالي کړي، یوي نقطې ته غواړم اشاره وکړم چې پېاوړی اقتصاد ته لاره پیدا کول پېاوړي ملي اراده غواړي چې د ټولو ته په دولتی چوکاټ کې مساويانه حق ورکول شئ تر څو د ټولو باور پر حکومت نور هم زیات شئ.

خو د هغه لویو او بنسټیزو پروژو لپاره اوس نوي خنډونه جوړیدونکې دی او ان اوس ورته سخت ګواښ ګڼل کیږي ښه مثالونه یي د چابهار ټرانزیټي لارې او سلما بند دي چې اوسني جنګونه ورته په لنډه فاصله کې شروع شول همدارنګه ټاپي، ټوټاپ او کاسا زر پروژي چې ورته په شمالي ولایتونو او نورو سېمو کې ورته نا امني جوړي شوي چې نه غواړي دغه اساسي پروژي په افغانستان کې پلې شي!

پر خپلو وړتیاوو او فرصتونو باور لرل نیمه کامیابي ده راځي چې لاس په لاس کې ورکړو او د یوه آباد، پرمختللي، مستقل او مترقي افغانستان لپاره کار وکړو، دا به نه وايو چې افغانستان موږ ته څه کړي دې بلکې دا به وایو چې موږ افغانستان ته څه کړي دي!» درنښت