ليوني شول
پوهنمل محمدوارث 19.07.2016 12:12وريځې ګردې ګرځي بارانونه ليوني شول
داسې نخښې ښکاري توپانونه ليوني شول
چا نظره کړي چې منګي پرې تل ماتيږي
راوړۍ سپيلني چې ګودرونه ليوني شول
نوم خو له پخوا نه د تروږميو وه بد شوی
ځکه تورېدلي ماښامونه ليوني شول
ګل او غوټۍ دواړه د ځوانۍ په خوب ويده دي
ولې دا بې وخته خزانونه ليوني شول
وارثه تا د شعر په ژبه ويلې ازار مه اخلۍ
ځکه دا ويده ويده وختونه ليوني شول
خبرونه
- اسرایل په غزہ پټۍ کې دوہ بریګېډہ پوځ په ځای کړی
- اسرايل په غزه کې ريزرو لا احتياطي ځواک ګوماري
- په افغانستان او نړۍ کې د کتاب نړیواله ورځ
- د ایران او پاکستان مشران: افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دی
- پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو ضد قضيو اورېدنو عدالتي بېنچ مات شوی
- د تورخم له لارې بیا افغانستان ته د بې اسناده کډوالو د ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده
- د امریکا سنا پر ټیک ټاک د ممکنه بندیز لایحه تصویب کړه
- د امریکې په تعلیمي ادارو کې د غزې د جګړې ضد مظاهرې، د اظهار د ازادۍ او يهودو مخالفت نوی بحث پيل کړی
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019