د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اختره

پوهنمل محمدوارث 09.07.2016 18:55

اختره!
اختره راشه
په زوليو کې مسکا درسره راوړه
تښتيدلي اميدونه راستانه کړه
تروږمۍ څيرې کړه
رڼا شه او ښکلا شه
دلته لارې کوڅې دواړه ويدې شوې
پر مخونو ئې ګرد پرېوتی
دواړو شونډ وئې بور نيولی
او په اوښکو لمبيدلي
بې وسۍ دي ستړي کړ
که په سر ئې لاس راکش کړې
بيا ئې وڅنډې ګردونه
هم د حال پوښتنه ئې وکړې
هم ماضي نه ځان خبر کړې
راشه راشه ای اختره !
په زوليو کې مسکا درسره راوړه
خوشحالي
او هم ميلې
او هم مستي
درسره راوړه
چې چم مو سندريز شي
بيا په لپو کې خندا درسره راوړه
هم نغمې او هم مسکا درسره راوړه
اختره !
ته به پوه ئې که نه
ماشومانو کرۍ شپه
ستا د راتلو په انتظار رڼه کړه
او ستا د هرکلي له پاره ئې
په تنکيو شونډو
ترانې جوړې کړې
خو
دلته وږمې د سحر
ستا نه مخکې زمونږ چم ته راغلې
او زړه نازړه ئې په لړزيدلي اواز
له ډوبو سلګيو سره يو ځای
ووی
د اختر کاروان
په لاره شرمښانو لوټ کړ