شماري
پوهنمل محمدوارث 13.07.2016 11:21چې تنها پاتې شي غمونه شماري
په ميکده کې تش جامونه شماري
د ساقي سترګې هم تش خم ته ګوري
بيا په لاسو کې ساغرونه شماري
خمار ئې لا تر سر پرېوتی نه وي
په ګوتو د خپل زړه غمونه شماري
د عشق ناکام پړاو ته رسيدلی
لګيا دې د خپل زړه داغونه شماري
کله چې د خيال په دښتو سر شي
ګردونو کې بيا ورک پلونه شماري
نور خو د دنيا له غمه وتی دی
په خيال کې د ليلا خالونه شماري
ته پرې ای ( وارثه ) غرض مه لره
پريږده چې دا خپل دردونه شماري
خبرونه
- ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه
- د پاکستان د پوځ د مشر او ۲.۷ میلیون نورو پاکستانيانو 'خصوصي معلومات افشا' شوي
- لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
- زیلینسکي د امریکا کانګرس ته: له اوکراین سره پوځي مرستې تصویب کړئ
- عدالت نړیواله محکمه اسرائيل ته: له ځنډ پرته غزې ته عاجلې بشري مرستې تامینې کړئ
- د امريکا او اسرايل د خبرو د ختمېدو پورې په رفاح د اسرايل د حملې ځنډېدلو امکان
- ستاسې غږ
- سپینه ماڼۍ: د مسکو د برید په اړه مو روسیې ته لیکلی خبرداری ورکړی و
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019