د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اقتصاد او تجارت اصطلاحات دویم وار چاپ شو

امان الله ورین 24.05.2016 13:00

نوموړی کتاب چې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد ښاغلي عبدالله "عادل" او ښاغلي امان الله "ورین" د کلونو کلونو زیار پایله ده او په پښتو ژبه د اقتصاد د علم لومړنۍ تشریحي قاموس ګڼل کېږي په لومړي ځل په ۴۴۲ مخونو کې چاپ شو چې د اقتصاد پوهنځي د محصلینو او د اقتصاد د علم مینه والو له تود هرکلي سره مخ شو نو د کتاب د اهمیت او اړتیا په پام کې نېولو سره د لوړو زده کړو وزارت وپتیله څو نوموړی کتاب په رسمي ډول چاپ او د هېواد دولتي پوهنتونونو ته یې د محصلینو د ستونزو د راکمولو په موخه ولیږي.
نو بالاخره نوموړی کتاب د آلماني او افغاني پوهنتونونو د اتحادیې (DAUG) له لورې تمویل او تخنیکي چارې یې په آلمان کې د AFGHANIC له لوري ترسره شوې او د نړېوال معیاري کتاب شمیرې (ISBN) درلودونکی دی دا ځل په ۴۹۶ مخونو کې چاپ او یوازې د پوهنتونونو په کتابتونونو کې د لاسرسي وړ دي.