د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د "اقتصادي اصطلاحات" په نوم کتاب چاپ شو

امان الله ورین 28.09.2015 11:04

نوموړی کتاب چې په ۴۴۲ مخونو کې تازه له چاپه راوتلی او د چاپ چارې یې د کتاب خپروندویې ټولنې له لوري ترسره شوي دي د اقتصاد د علم له ۱۶۰۰ څخه ډېر اصطلاحات په برکې نیسي په پښتو ژبه د اقتصاد د علم لومړنۍ تشریحي قاموس ګڼل کېږي چې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد ښاغلي عبدالله "عادل" او ښاغلي امان الله "ورین" د کلونو کلونو زیار پایله ده. په کتاب کې ټول اصطلاحات د انګلیسي د تورو د ترتیب له مخې ترتیب شوي دي او تړاو لرونکي اصطلاحات یو له بل سره په پرتله ایز ډول تشریح شوي دي او هغه اصطلاحات چې په خپل ذات کې په ډولونو ویشل کېږي لکه انفلاسیون، وزګارتیا او داسې نورو ټول ډولونه د نوموړو اصطلاحاتو تر تشریح لاندې په مسلسل ډول سره تشریح شوي دي په کتاب کې لوستونکو ته د لا آسانتیاوو لپاره کتاب څخه د ګټه اخېستنې لپاره لارښوونې هم شوي دي. د اصطلاحاتو په راټولونه ژباړه او ترتیب کې د اقتصاد د علم له معتبرو امریکايي، اروپایې، او آسیايي کتابونو څخه ګټه پورته شوې ده او په ژباړه کې يې د امکان ترحده کوښښ شوی دی څو په ساده، روانه او علمي ژبه ترسره شي همدا لامل و چې د کتاب چاپ هم تر کلونو کلونو وځنډېږي خو بالاخره د نه تمامیدونکي حوصلې په پایله کې د اقتصاد د علم مینه والو او په ځانګړي ډول د اقتصاد د علم محصلینو ته د هغوی د مالوماتو د لازیاتوالي او د ستونزو د کموالي په موخه وړاندې کېږي هیله من یم چې د هغوي د خوښې وړ وګرزي.
په مینه
امان الله "ورین"